پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبشعرزه يو څاڅكی پاتې شوی بارانه نه/ د شفیقې خپلواک نظم

زه يو څاڅكی پاتې شوی بارانه نه/ د شفیقې خپلواک نظم

اوس نه غواړم چې د واټ څراغ دې مړ وي

 اوس مې وېره له دې نه سته چې رسوا شو

 اوس مې زړه ماتې كړکۍ پورې ځړیږي

 د دې عشق له دښتې ځه چې په هوا شو

د احساس ماتې هیندارې نه مې گوره

 اې په هر يوه ټوټه كې يې راشين يې

 دغه سپينه ملایكه نجلۍ وينې؟

گناهگاره لوپټه كې يې راشين يې

ستا له درده مې له نوكو وينې څاڅې

 له دوو سترگو مې بڅرې د رڼا ځي

 آه زما شهزاده بيا هم خوشاليږم

په تياره كې خو ملگري د رڼا ځي

 اوس هم شمعې هره شپه كې بلومه

 اوس درې نه وي اوس مې اووه دانې وي بلې

 خو ته نه يې رانه هېر مې نڅېدل شي

كله كله وي سندرې رانه تللې

 زه هغه نه وم چې تا غوښتم لاليه

 ته يې سيند زه د صحرا وچه لمنه

 تا د لمرغوندې دنيا نه غيږه تاو ده

 زه يو څاڅكی پاتې شوی بارانه نه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...