د خوړو اړیکه له روغتیا سره
د حاملګي پر وخت خواړه له روغتیا سره ټینګه اړیکه لري، ځکه چې خواړه د مور او ماشوم له پاره ښې او بدې پایلې رامنځته کولای شي. که چېرې یوه حامله میرمن په دې حساس دوران کې د داسې خوړو څخه ګته واخلي چې په هغې کې د خوړو شپږ کټګوري (پروتین، کاربوهایدریت، شحمیات، ویټامین، فایبرونه او منرالونه) شامل وي او په دې ۹ میاشتو کې مور داسې خواړه مصرف کړي چې هغه د ماشوم او مور له پاره جوړونکي(تعمیر کونکي)، معافیت ورکونکې او انرژي تولیدونکي وي.
په دې اړه به یو مثال وړاندې کړو که چېرې یوه مور کلسیم لرونکي خواړه ونه خوري د مور په وجود کې چې کوم طبیعي کلسیم موجود دی هغه ماشوم ته جذبېږي ، نو امکان لري مور د کلسیم له کمښت سره مخ شي او د ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي که چېرې په مور کې ډېر کم وي سره د دې چې مور ته ستونزې پیدا کېږي او د ماشوم هم په مغزي او اسکلیتي برخو کې ستونزې پیدا کېږي. په دې موده کې یوه مور باید ۱۲-۱۶ کیلو ګرام وزن واخلي.
په دې اړه په اساسات تغذیه کتاب کې ښه اشاره شوې ده: (( په ۹ میاشتو کې جنین رامنځته کېږي او وده کوي، چې د پیدا کېدو پر وخت کې له ۳- ۴ کیل ګرامه وزن او ۵۰ سانتي لوړوالی(قد) سره دنیا ته راځي. په لومړیو دوه میاشتو کې د جنین د ساختمان ځنې برخې جوړیږي لکه عصبي سیستم، اسکلیتي سیستم، تنفسي سیستم، او د وینې د دوراني سیستم، پښتورګي(ګردې) او پوستکی(جلد) جوړیږي او وده کوي. که چېرې په دې مرحله کې د خوړو کمښت رامنځته شي،نو د جنین په وده کې ستونزې راپیدا کېږي او حتی کېدای شي،چې په جوړښت کې دایمي ستونزې رامنځته شي.
د حاملګي پر وخت ښه خواړ مور او ماشوم باندې نیغ اثر لري د مور د وزن زیاتېدل د جنین د وزن زیاتېدو سره اړیکه لري د رحم په اندازه کې بدلون راځي، امینوتیک مایع جوړیږي، د وینې حجم زیاتېږي، … همدا ډول یو اندازه شحم د مور په بدن کې ذخیره کېږي چې د شېدو ورکولو په وخت کې هغه مصرف کړي لنډه دا چې د حاملګي پروخت چې کوم خواړه مور اخلي یوازې په مور نه بلکې په ماشوم به هم ډېر تاثیر لري)) (اساسات تغزیه: ۱۰۳ مخ).
که په دې دوره کې ښه محیط او ښه خواړه پر وخت یوې میرمن ته برابر شي د جنین د بدن هر غړی وده به په ښه توګه تر سره شي، خو که چېرې په خپل وخت د ودې شرایط ورته په لازم وخت کې برابر نه شي وروسته د هغې (جنین) د غړو جوړیدل امکان نه لري، ځکه په لومړیو ورځو یا لومړیو وختونو کې چې سوې تغذیه داسې زیانونه ماشوم ته پېښوي چې هغه هیڅ علاج نه لري او همیشه همغسې پاتې کېږي کیدای شي د مور په بطن کې یو ماشوم ځنې صدمات وویني تر بلوغ وخت پورې امکان لري را ښکاره نه شي خو د ژوند په نورو وختونو کې کیدای شي هغه زیانونه ښکاره شي لکه شکر، د زړه ناروغي د سږو ناروغي، د پښتورګو ناروغي او داسې نور او کېدای شي دې ستونزو ته د چا پام نه شي، خو سرچینه یې د مور د بطن له وخت سره ارتباط لري(اساسات تغذیه: ۱۱۲مخ).
یوه ورځ د خپلې ازمایښتې پروګرام په موخه ده باباعلي روغتون ته د ټولګیوالو او استادانو سره لاړم او هلته ما پخپله یو وړوکی ماشوم ولید چې ۱۸ میاشتنی عمر یې درلود په شکر ناروغي باندې اخته و په اول کې زه تعجب یوړم چې دومره وړوکی او داسې مرض، خو وروسته معلومه شوه چې ستونزه اصلاً د مور په بطن کې دې ته پېښه شوې وه.
کوښښ دې وشي چې په اخرو شپږو میاشتو کې دې یوه حامله میرمن یو ګیلو ګرام پروتین ذخیره کړي یعنې په ورځ کې د ۵-۶ ګرامو پورې او کوښښ دې وشي چې له حیواني سرچینو څخه واخیستل شي. د ورځې د ۶یا ۷ ملي ګرامه اوسپنه باید د مور وینې ته داخله شي د ورځې باید ۳۰ ملي ګرامه خالصه اوسپنه وخوړل شي چې په خالي معده باندې اوسپنه ښه جذبیږي.
د حاملګي پروخت د اوبو او مالګي مصرف باید هیڅ کم نه شي او که چیرې زیاته اندازه کم شي مور خو په ستونزو اخته کوي ، خو ماشوم ته هم کریتینیسم پیدا کوي.( درسنامه جامع مامایی: ۲۶ مخ).
په اسلام کې هم دې برخې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې ښه خوراک او غذا په جنین(نوی ماشوم) کې ښه خویونه پیدا کېږي په دې اړه حضرت محمد (ص) داسې اشاره کړې: (( حامله ښخو ته په هغه میاشت کې چې ماشوم پیدا کېږي خورما ورکړل شي چې ماشوم پرهیزګار او زغم ناکه کېږي)).( اسلام و خانواده : ۱۳۸ ).
اسلام د هغه خوړو یادونه کړې چې هم مور او هم ماشوم په ګټه تمامېږي، خو د هغه ضرر رسونکي خوړو او مشروباتو څخه منع کړې چې مور او ماشوم او هر انسان ته زیان رسوي لکه، د الکولو څښل، سکریټ او داسې نور ضرر رسونکي خواړه چې په اسلام کې منع شوي دي.