Homeخبرونهد ایفون ۲۰ د سکرین بڼه به ډېره متفاوته وي

د ایفون ۲۰ د سکرین بڼه به ډېره متفاوته وي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۱ مه) د اپل کمپنۍ د«ایفون ۲۰»، چې راتلونکی کال به بازار ته راووځي، نوي جزییات خپاره شوي، چې پر اساس یې دا شرکت د خپل ځیرک ټېلفون د شلمې کلیزې په مناسبت د یو بشپړ نوي او انقلابي ډیزاین د وړاندې کولو تیاري نیسي.

د راپورونو له مخې، په دې ټلیفون کې به داسې پرمختللې صفحه یا سکرین وکارول شي چې له څلورو خواوو څخه به لږه کږه (رېونده) وي، او له همدې امله به دا ملفون بې‌ژۍ (حاشیې) ښکاره شي. د ټکنالوژۍ په کړیو کې دا نوې موبایل یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

سرچینې وایي، اپل د ۲۰۲۷ کال لپاره پر دې ماډل ځانګړې پاملرنه کوي، خو تر هغه مخکې به د «ایفون ۱۸» لړۍ هم وړاندې کړي.

د «آیس یونیورس» په نوم مشهور ټېپسټر پر ټولنیزې شبکې ایکس ادعا کړې چې د ایفون ۲۰ کې د څلورو کونجونو ژۍ به کږې وي. د هغه په وینا، دا به د سکرین د ډیزاین یوه نوې بڼه وي.

د راپور له مخې، ښايي دې نوې سکرین ته «مایع ښیښه سکرین» نوم ورکړل شي، چې د اپل د سافټویر له ډیزاین سره به همغږه وي او کاروونکو ته به لا نرم او ښه بصري تجربه وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...