Homeخبرونهافغان هوايی شرکت د تېلو له کموالي سره مخامخ دي

افغان هوايی شرکت د تېلو له کموالي سره مخامخ دي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۲ مه) د ایران له جګړې او د هُرمز تنګي له تړل کېدو وروسته، د افغانستان هوايي شرکتونه لکه اریانا افغان هوايي شرکت او کام‌ایر د تېلو یا سونګ موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي. د دغو شرکتونو استازو د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې نورالدین عزیزي د کورنیو الوتنو د ټکټونو د بیو پر کنټرول ټینګار کړی دی. هغه همداراز سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر ته په اشارې، له هوايي شرکتونو وغوښتل چې مسافرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تر اوسه «د اریانا افغان هوايي شرکت» او کام‌ایر د سونګ د کمښت د کچې او پر الوتنو د هغې د اغېزو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د هوايي چلند سکتور په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی، چې پکې نړیوال محدودیتونه، تخنیکي او مالي ننګونې شاملې دي. په همدې حال کې، د منځني ختیځ وروستۍ جګړه د الوتکو د سونګ نړیواله عرضه هم اغېزمنه کړې، چې دې ستونزې یوازې افغانستان نه، بلکې اروپا او اسیا هم تر فشار لاندې راوستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...