Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایراني پلاوي په نیمروز کې له افغان لوري سره د اقتصادي همکاریو...

ایراني پلاوي په نیمروز کې له افغان لوري سره د اقتصادي همکاریو تر شلو ډېر تفاهملیکونه لاسلیک کړل

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۲ مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي، د افغانستان د نیمروز ولایت ته د یوه دولتي پلاوي د سفر په ترڅ کې د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا، د سرحدي بازارګیو د فعالولو او له طالبانو سره د اقتصادي همکاریو د پرمختګ لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک شوی دی.

د سیستان او بلوچستان د والي مرستیال مجیب حسني د ایران دولتي ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د دې تفاهم‌لیک ډېره برخه د وړې کچې سوداګرۍ او سرحدي بازارګیو پراختیا ته ځانګړې شوې ده.

هغه ویلي، ایران چمتو دی چې په شاهګل، میلک او ګمشاد سیمو کې محلي بازارګي فعاله کړي، خو افغان لوري لا د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی. د ده په وینا، د ایران لور ته اړینې زېربناوې برابرې شوې او د پروژې پیل د مقابل لوري پرېکړې ته اړتیا لري.

حسني زیاته کړې چې د لوی اختر په درشل کې له افغانستانه ایران ته د څارویو د وارداتو ظرفیت هم زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر له سفر وروسته د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره دا ۲۳ ماده‌ییز چوکاټ جوړ شوی چې ډېره برخه یې د زېربناوو اړوند ده.

هغه وویل، د دې هوکړې له مخې د دواړو سرحدي بازارګیو د نښلولو لپاره یو موقتي خام سړک هم جوړ شوی، چې له امله یې سرحدي راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

حسني زیاته کړه چې ایران د دوهم سرحدي پل د جوړولو لپاره هم چمتووالی لري او ځینې وسایل یې ځای پر ځای کړي دي. د ده په خبره، د دې پروژې دوام د افغان لوري همغږۍ ته اړتیا لري او دا مهال شاوخوا ۳۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجار د ثور په ۷مه نیمروز ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو له چارواکو سره لیدلي دي. په دې سفر کې دواړو لورو د اوبو، سرحدي سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...