دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+په دې ورځ ژان پل سارتر مړ شو، هغه څوک و؟

په دې ورځ ژان پل سارتر مړ شو، هغه څوک و؟

له نن څخه ۴۴ کاله پخوا د ۱۹۸۰ د اپریل په ۱۵ مه نامتو فرانسوي لناول او ډرامه لیکوال ژان پل سارتر د ۷۴ کلونو په عمر په پاریس کې مړ شو.

سارتر د۱۹۰۵ د جون په ۵ مه په پاریس کې زېږېدلی و.

ژان پل سارتر څه ډول لیکل کول؟

ژباړن: صدیق الله بدر

فرانسوي لیکوال ژان پل سارتر د ۱۹۰۵ کال د جون په ۲۱ زېږېدلی او د ۱۹۸۰ د اپرېل په ۱۵ له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

سارتر د ناولونو، فلسفي ډرامو، سیاسي او ادبي تحقیقي مقالو هغه لیکوال او د ازادۍ د لارې يو هڅاند مبارز و چې په شلمه پېړۍ کې هيڅ یو فیلسوف د هغه په اندازه شهرت ته ونه رسید.

سارتر په ۱۹۶۴ کې د ادبیاتو د نوبل جایزه ګټونکی اعلان شو خو هغه د دغې جایزې له ترلاسه کولو ډډه وکړه.

دېوال، دوزخ، ککړ لاسونه، خدای او شیطان، د تروا ښځې، ادبیات څه دي؟، تعلیق، د ارواوو عذاب، وتل منع دي، مچ، هغه څه چې زه یم، هستي او نیستي، کلمات او کانګه د سارتر هغه ناولونه، نمایشنامې او فلسفي اثار دي چې په ګڼو ژبو ترجمه شوي دي.

سارتر په يوې مرکه کې له سیمون دوبوار سره د خپلې لیکوالۍ ځينې رازونه داسې بیان کړي دي:

له هرې لارې چې تاسو دلته راغلی یاست، ادبیات مو د جګړې ډګر ته ور کاږي. لیکل په یو ډول د ازادۍ غوښتل دي. که ورسره لاس و ګریوان شوې، که وغواړې او که نه، نور نو ښکېل شوي یاست.

که لیکوال غواړي چې لوستونکي يې ټول خلک و اوسي، ځان باید د هغوی په کتار کې احساس کړي. یعنې د دوه مليارده وږيو خلکو په کتار کې ودرېږي.

زه په هيڅ ډول د ټولنې د ټيټې طبقې د ادبیاتو چا ته توصیه نه کوم. خلک هم باید د لیکوال د هدف د پوهېدو لپاره هڅه وکړي. لیکوال باید د کلام له پیچلي کولو نه لاس په سر شي. خو نه شي کولای چې تل خپل مطالب په پوره روڼتيا یا زیروزبر سره ولیکي او یا خپل تازه او مبهم افکار د لرغونو ظابطو په بنسټ ولیکي.

د متن له پیچلي کولو سره مې جوړه نه ده. زه مالارمه ته د فرانسې د یوه ستر شاعر په سترګه ګورم او خپل زیات وخت مې د هغه د شعر په پوهېدو کې تېر کړی دی، خو په عمدي ډول د کلام د پيچلي کولو طریقه يې نه خوښوم. هغه یوه خطا ګڼم.

ځينې مطالب شته چې ویل يې مشکل دي، له دې کبله لوستل به يې هم خامخا بې ستونزو نه وي. له بل لوري نباید داسې وانګېرو چې خلک هغه ډول لیکنې غواړي چې لوستل او پوهېدل يې ورته اسانه ښکاري.

تر هغه چې لیکوال ونه کړای شي د دوه ملیارده وږيو کسانو لپاره څه ولیکي، په یو ډول ناراحتۍ به اخته وي. لیکوال باید خپل قلم د اسکېرلو خلکو په خدمت کې وکاروي. امېل زولا او اندره ژېد هم همداسې کړي وو. که لیکوال داسې ونه کړي او تر بړستنې لاندې څملي او د خواریکښو دفاع وکړي، کوم مقام او منزلت ته نه رسي.
زما په باور دا ډېر مهم دی چې لیکوال د خپلې زمانې له واقعیتونو او اساسي مسالې غافل پاتې شي. نړیواله لوږه، د اټومي بمونو ګواښ، له ځانه د بشر لرېوالی، دا ټول هغه مسایل دي چې که چېرته زموږ ټول ادبیات په بر کې ونه نیسي، د تعجب وړ مساله به وي.

کله چې پر یوې موضوع لیکل پیلوم، ناڅاپي دا فکر رالوېږي، چې د هغې موضوع په اړه زما د پوهېدو کچه څومره ټېټه ده.

لیکل، لوستونکي ته یوه بلنه ده تر څو هغه څه ته چې ما د ژبې له لارې رابرسېره کړې دي، عیني ژوند ور وبښي.
ښايي ادبیات ونه شي کولای د جګړې او وينې توييدو مخه ونیسي، ښايي ونه شي کولای د یوه ماشوم د مرګ مخنیوی وکړي، خو کولای شي هغه کار وکړي چې دنیا ورباندې فکر وکړي.

د یوه اثر د رامنځته کولو تر ټولو مهمه انګېزه، نورو ته یو څه ورکول دي. هیڅوک هم د ځان لپاره لیکل نه کوي، که دا نور نه وای، هیڅوک به هم د شعر د لیکلو، مجسمې جوړولو او د هنري اثر د رامنځته کولو په لټه کې نه و. که یو چا یو ښکلی څيز رامنځته او ټولنې ته وړاندې کړ، زموږ په نړۍ کې یو څه بدلون مومي. دا په دې معنی ده چې د هر هنرې او ادبي اثر په رامنځته کولو سره زموږ په نړۍ کې يو ښکلی څيز زیاتېږي.

نن و سبا ډېری ځوانان د سبک په کیسه کې نه دي او انګېرنه يې هم دا ده، کوم څه چې د ویلو لپاره لري، ويې لیکي. خو زما په نظر سبک- نه یوازې دا چې له ساده لیکلو سره منافات یا اختلاف نه لري، بلکه ساده ګي يې اړینتیا ده. تر هرڅه مخکې دا هغه ډول لیکنۍ بڼه ده چې درې یا څلور مطلبونه په یو مطلب کې ویل کېږي. که څوک نه شي کولای خپلې وینا ته دغه معنایي کثرت وبښي، غوره دا ده چې لیکل ونه کړي.

هغه څه چې ادبیات له علمي ژبې رابېلوي، دا دي چې کلمه په ادبیاتو کې تل په یوه معنی نه وي. د لیکوالۍ په دنیا کې هنرمند هغه څوک دی چې کلمات په داسې ډول یو د بل ترڅنګه کښېږدي چې د هغې رڼايۍ په بنسټ چې پرې خوروي او د هغه وزن پر بنسټ چې ورته بښي، هغه کلمات یوه معنی ورکړي، یوه بله معنی او بیا یوه بله معنا، یعنې دا چې څو معنايي وي.


د ليکوالۍ اوشاعرۍ اړوند دسارتر باورونه

اکبر کرګر

په تيرو لسيزو كې ان كله چې دافغانستان دليكوالو ټولنه ايجادشوې نه وه زياتره ادب پيژندونکي اوپه دې هکله د نظر خاوندان په دې باور وو  چې ادب دژوند له پاره اوادب داولسونو دخدمت له پاره يا په بل عبارت  ژمن اوپلوی ادب په واقعيت کې دپخواني شوروي دايديالوژي تر اغيز لاندې را پورته شو کوم چې نظام يې دايديالوژۍ په بنسټ ولاړ وو  ·دې باورونو  هغه مهال   ديو ډول تحجر او مټکور ذهن نماينده گي  کوله .يا تش په نامه دکارگرو اوبزگرو دحقوقو داعادې اوتر لاسه کولو اودهغو دخبرتيا دلوړولو په لار کې دمبارزې په نوم کارول کيده.

د دې تيورې يا ٬٬ژمن ادب٬٬ له پاره  په محافلواوغونډو کې دگورکي اوڅو تنونورو نومونه زيات ياديدل  ،په بل عبارت چې دا يو ډول  رواج اودود گرځيدلي وو چې بايد تقليد اوتعقيب شي . رسمي اداراتو سپارښتنو دامساله نوره هم بې خونده کوله . په هماغه وخت کې هم  دا تگ لاره ديو شمير روښانفكرانو له خوا  له ننگونو سره مخامخ شوه· په ځينو مقالو  اوويناوو كې جوتيدله  چې ادبيات  ددستور اولارښووني په بنياد وده نه کوي بلکې دادانسان درک، اخځ ، احساس اوعاطفي چلند سره اړه لري · طبيعي خبره ده چې دهغه شخصيت اوتفکر هم په کې اغيز لري.

خو دمسالي يو بل اړخ که وگورو  په لويديځه نړۍ کې داسې ليکوالان اودفکر خاوندان ول چې له دې موضوُع  سره يې خلاقانه چلند کړی دي. دمثال په توگه يو له دغوشخصيتونو اوفلاسفه وو څخه فرانسوي فيلسوف ژان پل سارتر دی  چې په بيلابيلو زماني مقاطعو کې په دی اړند عملي اوپراگماتيک نظريات وړاندي کړي دي . دې کې شک شته چې سارتر په خپل وخت کې يو کيڼ اړخي نظر لرونکي مفکر وو . خو همدغه سارتر دتحجر اودوگماتيزم سره نه پخلاکيدونکي شخصيت هم و· وايي اوداسې مشهوره وه چې سارتر  په اروپاکې دروښانفکري مواضعودپيژندلو له پاره  دمعيار اومحک حيثيت درلود .دمثال په توگه دالجزاير دخپلواكې په برخه كې دهغه دريځ كاملا دفرانس فانون اونورو روښانفكرانو سره يو شان وو اوالبرت كامو سره په ضديت اومخالفت كې واقع وو·  ادوارد سعيد په خپل يو اثرکې ليکي چې که استعمار يو نظام دی مقاومت هم پهدې ټکې پوهيدلی دی چې هغههم داستعمار په وړاندې يو نظام دی·سارتر دځمکې په سر دوزخيان اثر په سريزه کې ليکي: (( واقعي نړۍ په دوه برخو ويشل شوې ده يوه د بلې په وړاندې دجنگ په حالکې پنځه سوه مليونه خلک اوپنځه ميليارده اودوه سوه بومي خلک) البته دا بيله مساله ده  چې زيات څه ويلو ته اړه لري· سارتر  يو مهال دشوروي دوخت دنظام پلوی فيلسوف وو خو كله چې مسکو ته ولاړ اوهلته يې داستالين رژيم اودهغه کردار وليده  په راستنيدو سره کاملا دغه تگ لارې مخالف دريځ غوره كړ·په همدغه مهال  يې يوه نمايشنامه وليکله چې(ککړ لاسونه) نوميږي .

په هر صورت  سارتر په يوه مقطع کې دشعر اونثر تر منځ يو ډول توپير ته قايل دې  اودتعهد په بنياد ددواړو توپير کوي هغه شعر يو نا متعهد ژانر بولي  اونثر ليکوال دپيښو په وړاندې يو ډول مسول  بولي· دهغه دا نظر دسارتر  په مشهور كتاب ادبيات څه شې دي؟ كې څرگند دی· بايد ووايو چې سارتر ددې مسالي سره هغه ډول چلندنه کاوه چې په شوروي اتحاد کې له ادبياتو سره کيدلوبلکې دهغه چلند ډېر ژور اوله نوښت نه ډک وو، که په لومړي سر کې سارتر يوازې دليکوال يا نثر ليکوونکي ژمنتوب ته قايل دی  هغه هم ميکانيکي اودستوري ژمنتوب نه بلکې ديو فلسفي تفکر اودنيستۍ اوهستۍ دفلسفي ليدتوگي په بنياد وو ·

ژان پل سارتر پوښتنه کوي  چې ليکوال څرنگه عمل کوي ؟ په ځواب کې وايي چې ليکوال  ليکل  کوي ۔  اودليكلو له لارې نړۍ ته بدلون وركوي· كله چې موږ خبرې كوو نو نړی بدلوو ليكوال هم دليكلو له لارې نړی بدلوي · دهغه په عقيده عمل دازادۍ سره گډ اولازمي عنصر دی . يعني دامکاناتو په چوکاټ کې  داسې غوراوی اوانتخاب دی چې  له مسووليت سره هم يو ځای اوورسره اړيكه لري ·دی يعني ليکوال ځان مسوول بولي ۔نو موړی داسې استدلال کوي وايي کله چی  دازادې اومسوليت لرلو  په مقابل کې دنده لرل او ديو مسوليت په غاړه اخيستل سره لازم اوملزوم دي نو د نثر ليکوال داسې څوک دی چې ېو ډول دويمه درجه عمل ته لاس اچوي چې کيدای شي دهغه دا کړنه لوڅوونکي اوڅرگندوونکي عمل وبولو.  په دې اساس حق لرو اوځانته حق ورکوو چې دا پوښتنه را پورته کړو چې د نړی کومه برخه  دې ته اړه لري  چې په ډاگه شي اونورو ته وښوول شي  اوددې څرگندولو اولوڅولو له لارې کوم بدلون رامنځ ته کيږي؟۔ دسارتر په باور  که ليکوال دنړۍ دېوي رڼا اوځلا په وړاندې چوپ کښيني يا سکوت وکړي نو حق لرو چې له هغه دا پوښتنه وکړو چې ولې دی داسې ويلي اوهاغه بل شان دې نه دي ويلي؟ اوس چې خبرې کوي  غواړې يو حالت ته  بدلون ورکړي ولې ددې چارې بدلون غواړې او د هاغه بلې چارې بدلون نه غواړي؟

البته دا د سارتر يو نظر دی هغه دژوند په يوه پړاو کې شاعر له هر ډول مسوليته ازاد باله اوويل يې چې: سمه ده چې دنثر ليکوال يې هم ليکي اوشاعر يې هم ليکي خو ددې دواړو دعمل اوکړني ترمنځه گډه وجهه  اواړيكه نه شته ۔ بلکې يوازې دلاس حرکت دی چې توري کاږي. پر دې برسيره دده دونيا دهغه بل له دونيا نه توپير لري ۔هغه څه چې دليکوال له پاره رښتيني دي دشاعر له پاره نه دي  ۔ سارتر له دې امله شاعر مسول نه بولي  خوليکوال  مسوول بولي· سارتر  وايي : دواړه ،هم ليکوال اوهم شاعر دژبي په باب دوه بيلابيل چلندونه لري ۔ هغه  په دې باور دی چې شاعر په ژبه کي پاتي راځي ۔ له کلماتو کار نه اخلي  بلکې تر دې حده  ويلي شو چې هغو ته گټه رسوي ۔ شاعر ان هغه کسان دي چې دژبي په کارولو سره نه بوختيږي  يعني نه غواړي هغه دوسېلي په توگه وکاروي ۔ خو ليکوال هغه څوک دی چې له ژبې نه دخپل مقصد ته درسيدو له پاره کار اخلي ۔پوښتنه داده چې ايا شاعر څه شی نه په ډاگه کوي؟

 په نتيجه کې (د سارتر) له نظره شاعر په څه کې بدلون نه راولي ۔ سارتر دې پوښتني ته بې پردي ځواب وايي ۔

سارتر وايي شاعران خبرې نه کوي چوپ هم نه کښيني خودهغو پيغام بل شی دی . پوښتنه پيدا کيږي چې شاعران کوم اوڅه ډول پيغام لري  ؟ خو سارتر دامساله نه روښانوي . حقيقت دادی چې سارتر دشاعرانه کار دتکنيکي اړخ په پراخولوسره ټول  شيان ناڅيزه اوبې مانا  بولي. دا سمه ده چې خپله کلمات دشاعر له پاره کيدای شي هدف وي. د شاعر له پاره دهرې کليمي رنگ اوبوی خاص اهميت لري. د شاعر له پاره کليمه لکه يو بلورين جام اهميت لري چې څه ډول وتوږل شي  چې ټولې خواو ې يې د پام وړشي. دسارتر په باور شاعر يوماشوم نه دی  چی دسيند په غاړه په شگو کې لوبي کوي اولاروي  چې تيريږي  دغه ماشوم ته گوري اودهغه  دشگو سيل کوي. دسارتر خبره له دې زياته بل څه نه ده؟

 هغه وايي: زما په باور شاعرانه شيبه تل د يو ډول تاءمل اوخيال شيبه ده او په پيل کې زياتره وختونه په خپل ځان باندې دترحم شيبه ده . داسې شيبه چي له ځانه سره مينه کوي اوځا ن ته تسلي ورکوي. داسې شيبه چې غوښتني يې دکليماتو له منځه تيريږي مگر دهغو دارتباطي ځانگړنو اخواته عينيت اوتجسم پيدا کوي . هغه خپله خبره په داسې يو مثال کې روښانوي وايي: ايا شعر دېوي ښکلې نجلۍ غمگينه زمزمه نه ده چې دهندارې مخ ته ولاړه وي اوپه خپلو زلفو کې لاس وهي او مبارز ليکوال او د عمل سړی چې کله غواړي خپله خولۍ پورته کړي ،له کوټي بهر کيږي دهغې پر زلفو لاس راکاږي اوبيا ورسره دکار اومبارزې نه دفراغت په مهال دليدلو وعده ټاكي   .

په دې ډول سارتر شعر دکليماتو يوډول ښکلي اورلوبه بولي . خو بي خطره اور لوبه·

دادبياتو اوشعرپه اړوند دسارتر مشهور اثر (ادبيات څه شی دی؟) دچاپ  تروخته پورې نوموړي دشعر اوشاعر  ژمنتوب اوتعهد نه منلو  خو دولس کاله وروسته کله چې ليوپولد سدار سنگور د((تورې ارفه)) په نوم  دتورپوستکو دشعرونو ټولگه په فرانسوي ژبه چاپ کړه· د هغې په ليدلو اولوستلو سره دسارتر فکر هم بدلون ومو ند  .بلکې دتورې ارفه چاپ يې يو ژمن (متعهد) عمل وباله  دتورې ارفه په چاپ باندې دسريزي نه داسې جوتيږي چې سارتر  په مستعمره هيوادونو کې له  جلا  زاويي  څخه دتورپوستکود شعر ارزونه كوي . هغه وايي : (( کله چې خوله بندونکی ددغه تور پوستو له خولو نه دچوپتيا پټۍ يا بنداژ ليري کوي  نو څه هيله لري؟ ايا ستاسو دستايني سندره ووايي ؟ سارتر په دې متن کې دهستۍ اونيستۍ فلسفي بنياد نه کار اخلي. په لومړي مخ کې دتورپوستو دليد اونظر يادونه کوي  او ليکي چې موږ يعني سپين پوستي بايد دهغه  تورپوستي لړزا اوخپگان احساس کړو .ليکوال وايي سپين نږدي څو  پيړی اوزريزي راهيسې دخپل ځان له ليدو پرته  په بل څه فکر نه کوي  ،يوازې دځان په باب فکر کوي · په ځان مين دی. سپين پوستکي په دې باور دي  چې سپينان دفضيلت , حقيقت اوښکلا اوبرتر اصل لرونکي دي. دوی(سپين پوستکي) باور لري چې  تور رنگ دماتم اومرگ رنگ لري اوسپين پرې  برتري لري  . سارتر دغه اصل بدلوي اوسرچپه کوي يې  وايي تور اوتور رنگ دشرابو رنگ دی اوسپين د ډوبې  شوې اودډوبيدو په حال کې درنگ الوتې بيړۍ رنگ دی .

سارتر وايي : دحقيقي انسان غوښه دتورو شرابو په رنگ ده .نوموړي دسورريالستي ادبياتو اوشعر په اړوند وليکل چې دتور پوستو شعر ددوه گونو ترمنځ  هغه موجود  توپير له منځه وړي. بلکې دتورو په گټه يې بدلوي . سوررياليزم په يورپ  کې وټوکيدو خو بي روحه شو اوپه انتيل کې وغوړيد.

تور والي له دونيا سره يو ډول عاطفي چلند دی. سارتر وويل: ((هستي توره ده. موږ اروپايان هسې غير ضروري اوليري پراته موجودات يو .دليرې پراته مفهوم دپرديوالي مانا ته اشاره ده . دتور شعر چې پلوی (دمستعمرو په گټه) په رښتيا دانسانيت شعر دی . دټولو اودټولو له پاره شعر دی دفرانسوي ژبو شعر زموږ ددوران انقلابي شعر دی ))

سارتر چې لومړۍ يې ليکوال ژمن باله وروسته شاعر هم ژمن بولي.

دسارتر دژمنتوب په ادبي نظرياتو باندې عمده انتقادونه دموريس بلانشو له خوا وشول ·دبلانشو په باور هر ادبي اثر په بيلابيلو ډولونو سره يو ډول ژمنتوب لري · بلانشو وايي چې ادبيات د واقعيت سره په ضديت کې را منځ ته کيږي· ليکوال د خپل اثر په وړاندي ځان ژمن بولي هغه وايي ادبيات نه شي کولای دسياست په خدمت کی را منځ ته شي داځکه چې سياست دواقعيت يوه برخه ده اوادبيات دسياست نفي ده او مهمه دا چې دځان نفی هم ده د ليکلو عمل له دې امله مهم دي چې د هر ډول قدرت پيژندنه ننگوي·

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب