تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۶ مه) د افغانستان د ښځینه کرکټ برخلیک د طالبانو د بندیزونو له امله لا هم ناڅرګند دی، خو د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نوې ضربتي ډلې دا هیله پیدا کړې چې دا لوبډله بیا نړیوالو سیالیو ته راستنه شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو ته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې خپل هېواد پرېښی، ځانګړې ضربتي ډله جوړه کړې ده. دا به مرسته وکړي چې دې لوبډلې ته مستقیماً له ICC څخه مالي ملاتړ، د لوړې کچې روزنه، او پرمختللې اسانتیاوې برابرې شي.
د کرکټ له نړیوالو ادارو سره همکاري
د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ له نړیوالو بورډونو لکه د اسټرالیا، هندوستان، او انګلستان له کرکټ بورډونو سره هوکړې کړې دي، څو د بې ځایه شوو افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو ملاتړ وکړي. د ICC مشر جې شاه ویلي:
د کرکټ نړیواله شورا ژمنه ده چې د کرکټ لوبې ته وده ورکړي. دا ملاتړ به نه یوازې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ورزشي مسلکونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي، بلکې دا به ثابته کړي چې کرکټ د یووالي یوه ځواکمنه وسیله ده، چې له سرحدونو او ننګونې ورهاخوا ده.»
په اسټرالیا کې افغان ښځینه لوبغاړې
وروسته له هغې چې دوی له افغانستانه بې ځایه شوې، ډېرې افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې اسټرالیا ته لاړې، او هلته د ملبرن په څېر ښارونو کې له ځايي کرکټ کلبونو سره لوبې کوي. د جنورۍ په میاشت کې دوی د ملبرن په جنکشن اوول کې له “بې سرحده کرکټ” لوبډلې سره یوه استثنايي لوبه وکړه، چې د اسټرالیا د حکومت له خوا یې ملاتړ کېده.
دوامداره ننګونې او هڅې
سره له دې چې افغانستان د ICC بشپړ غړیتوب لري، خو د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان کرکټ بورډ دا مهال نه شي کولای ښځینه ملي لوبډله میدان ته راوباسي. دې حالت د نړیوالو انتقادونه پارولي دي، او د انګلستان او اسټرالیا په څېر هېوادونو له افغانستان سره د مستقیمو لوبو نه کولو پرېکړه کړې ده.
د افغانستان د نارینهوو ملي لوبډلې بریا، چې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده، د ښځینه لوبغاړو دا غوښتنه یو ځل بیا پیاوړې کړه چې ICC باید د دوی ملاتړ وکړي. دوی په ۲۰۲۳ کال کې له ICC وغوښتل چې په اسټرالیا کې دې د کډوالو د ښځینه کرکټ لوبډلې له جوړولو سره مرسته وکړي، څو نړیوالو سیالیو ته لار پیدا کړي.
د ICC تازه اقدامات د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ځواکمنولو او د سپورټ د یووالي د ارزښت د پیاوړي کولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.