پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد بلواوریجین ستوربیړۍ ۶ ښځې فضا ته یووړې

د بلواوریجین ستوربیړۍ ۶ ښځې فضا ته یووړې

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲6 مه) مشهوره امریکایي سندرغاړې کیتي پېري، د دوشنبې په ورځ د یوه داسې راکټ له لارې فضا ته ولاړه، چې ټول مسافر یې ښځې وې. دا لنډ مهاله فضایي سفر د امریکا د پېژندل شوي میلیاردر، جېف بیزوس، له خوا تنظیم شوی و، او یوازې څو محدود کسانو پکې برخه لرله.

کیتي پېري په دې سفر کې، چې د ټېکساس د لوېدیځ له یوې اډې څخه وشو، له پنځو نورو ښځو سره یوځای وه، چې پکې د ښاغلي بیزوس انډیواله یا نجلۍ ملګرې، لورن سانچز، هم شامله وه.

د بلو اوریجن شرکت د دوشنبې د سهار په ۸:۳۰ بجې (۱۳:۳۰ د ګرینویچ وخت) توغندی فضا ته وتوغاوه او له ۱۰ دقیقو وروسته بېرته مځکې ته راکښته شو.

دا راکټ به په بشپړه توګه اتومات و او عمودي (په نېغ ډول) فضا ته وتوغول شو. د مسافرو کپسول د الوتنې پر مهال له راکټ څخه بېل شو، او وروسته د پراشوت او د راکټ د سیستم په مرسته بېرته خوندي ځمکې ته راکوز شو. دا د تاریخ لومړنی داسې فضایي سفر و چې ټوله عمله یې ښځې وې، او همدارنګه دا د بلو اوریجن شرکت یوولسم انساني فضایي سفر و.

د جېف بیزوس دا فضایي شرکت له څو کلونو راهیسې د “نیو شیپرد” په نوم راکټ په وسیله دا ډول فضایي سیلاني تجربې وړاندې کوي.

د بلو اوریجن شپږ مسافر د دې ځانګړي فضایي سفر پر مهال، چې شاوخوا لس دقیقې یې دوام وکړ، د کارمان له خیالي کرښې (چې د فضا رسمي پوله ګڼل کېږي او له ځمکې ۱۰۰ کیلومتره لوړه ده) تېر شول.

د سفر پر مهال دوی له خپلو څوکيو خلاص شول، او د بې‌وزنۍ حالت یې تجربه کړ.

کیتی پیري فضا ته تر روانېدو مخکې د Elle مجلې ته ویلي، چې دا سفر د خپلې لور “ډېزي” لپاره کوي — چې د بریتانیايي فلمي ستوري، اورلاندو بلوم، له اړیکې زېږېدلې ده — څو خپلې لور ته دا الهام ورکړي، چې هیڅکله د خپلو خوبونو لپاره محدودیتونه ونه ټاکي.

د “کلیفورنیا نجونې” سندرغاړې، چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د “ما یوه نجلۍ ښکل کړه” په سندره نړیوال شهرت ترلاسه کړ، زیاته کړه: “زه غواړم چې د خپلې لور په سترګو کې د خوښۍ ځلا ووینم. هغه به د راکټ د توغېدو له نندارې وروسته، سبا ښوونځي ته ولاړه شي او وبه وايي: زما مور فضا ته لاړه!”

پر لرن سانچز سربېره، پنځه نورې ښځې — کریَن فلین (د فلم تولیدوونکې)، اماندا نګوین (د جنسي تاوتریخوالي ضد فعاله او د مدني ټولنې بنسټ ایښودونکې)، عایشه بووي (د ناسا پخوانۍ ساینسپوهه)، او ګېل کینګ (د تلویزیون مشهوره ویانده) — هم د فضا په دې سفر کې د کیتي پیري ملګرتیا وکړه.

تر دې دمه، بلو اوریجن شرکت ۵۲ کسان، چې پکې د “سټار ټریک” د فلمونو مشهور ستوری، ویلیام شاتنر هم شامل دی، فضا ته وړي دي.

په داسې حال کې چې د بېلابېلو خصوصي فضایي شرکتونو ترمنځ سخته سیالي روانه ده، دا نامتو مېلمانه د دې لپاره انتخاب شوي چې د خلکو پام دغو فضایي سفرونو ته راواړوي.

د جېف بیزوس اصلي سیال، “ورجین ګلکټیک” شرکت دی، چې ورته فرعي مداري سفرونه وړاندې کوي. خو بلو اوریجن لا هم لوړ اهداف لري، او هڅه کوي چې د مداري سفرونو بازار ته هم داخل شي، څو د ایلن مسک له “سپېس ایکس” شرکت سره سیالي وکړي.

یاد شرکت سږ کال د جنورۍ په میاشت کې، د خپل ځواکمن راکټ “نیو ګلین” په مرسته، خپل لومړنی سپرلۍ مداري سفر په بریالیتوب بشپړ کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...