دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:
کور ته د اختر سودا د شپې راوړی
لارې د بې وزلو خلکو ډکې دي
په لومړي مصرع کې شاعر هغه ذهني او ټولنیز حالت ته اشاره کوي چې مالداره خلک دې د ورځې پر ځای دشپې د اختر سودا کورته راوړي.
دلته “د شپې سودا راوړلو ”څخه مطلب دادی چې لارې کوڅې د غریبو بې وزلو خلکو ډکې دي، هغوی هېڅ نۀ لري، د هغوی هم دا زړۀ غواړي، چې ماشومانو او کورانۍ ته یو څۀ واخلي او دوی هم د خوښۍ اختر ولري؛ خو غربت او بې وزلې دا اجازه نۀ ورکوي؛ نو شاعر ځکه وایي چې کور ته د اختر سودا د شپې راوړی، تر څو ستاسو پۀ کوڅه کې بې وزله خلک د کمترۍ احساس ونۀ کړي، هغوی ته درد ونۀ رسیږي، دا یوازې یو عادي عمل نه، بلکې د اقتصادي فشار، خاموش غربت او د عزت ساتلو علامه ده.
.
دوهمه مصرع د ټولنې یو دردناک حقیقت رابرسېره کوي؛ د اختر په ورځو کې چې باید د خوښۍ، برابرۍ او مهربانۍ ورځې وي، لارې بیا هم د بې وزلو او اړمنو خلکو نه ډکې دي. دا انځور د شتمن او غریب ترمنځ د واټن، د ټولنیز عدالت د کمزورۍ او د خلکو د اقتصادي ستونزو ژوره انعکاس دی.
پۀ ادبي لحاظه، شاعر پۀ ډېر ساده مګر اغېزناک تصویر جوړونې سره د ټولنې درد بیان کړی. پۀ بیت کې “اختري سودا” د خوښۍ نښه ده، خو “بې وزله خلک” د هماغې خوښۍ تر شا پټ محرومیتونه راژوندي کوي. همدا تضاد بیت ته عاطفي ځواک ورکوي.
ټولنیز پیغام یې دا دی چې اختر یوازې د نوو جامو د اغوستلو او خپلې کورانۍ د خوښ ساتلو نوم نۀ دی؛ بلکې د همدردۍ، مرستې او د بې وزلو د لاسنیوي وخت دی. شاعر غواړي لوستونکی دې ته متوجه کړي چې د ټولنې ریښتینی اختر هغه وخت بشپړېږي چې هر کور د خوښۍ احساس ولري، نۀ یوازې شتمن خلک.
پۀ درنښت
شکورالرحمن حمیدي