Home+د مالک بن نبي فکري میراث

د مالک بن نبي فکري میراث

لیکواله: ډاکټره منتهی ارتلیم زویم

ژباړن: محمد عارف رسولي

د ژباړن سریزه

درنو لوستونکو! زه غواړم تاسو ته د تمدن د احیا، پراختیا او دوام یو مخکښ فیلسوف او لیکوال در وپیژنم تر څو په راتلونکي کې د هغه د فکر، مبارزو، لیکنو، تالیف شوو کتابونو د معرفي لپاره لاره اواره شي. پوهان او څیړونکي په دې اند دي، چې مالک بن نبي د علامه ابن خلدون په څیر د تمدن د احیا لپاره مهم مفکر او فیلسوف دی، هغه د رښتینې ازادۍ تلپاتې پراختیا د مولفو او شرایطو تر ټولو پيژندل شوی مبارز، مفکر او لیکوال تیر شوی او د ورځې په تیریدو د هغه افکار خپل جوهر ثابتوي.

دا روښانه خبره ده چې په شخړو وهلو او وروسته ساتل شوو ټولنو او ملتونو کې چې خلک یې ویشل شوي، ناهیلي او نیابتي جګړو وهلي وي، د یو سالم او متحد کوونکي فکر رامنځته کول او ثمر ته رسول تر ټولو ستره ننګونه وي. د نړۍ د ډیرو کارپوهانو په اند مالک بن نبي د داسې فکر د رامنځته کولو لپاره یو ممتاز شخصیت دی. له همدې کبله، په وروستیو لسیزو کې، چې لاندې ژباړل شوې لیکنه یې ښه نښه ده، د شمالي افریقې او الجزایر څخه تر مالیزیا پورې د مالک بن نبي افکارو او کتابونو ځانته پاملرنه راجلب کړې ده.

د مالک بن نبي فکر، تحلیلونه، مبارزې او لیکنې د دریمې نړۍ په ځان ګړي د ډول اسلامي هیوادونو د اصلاح غوښتونکو روڼ اندو لپاره د مثبتو لرلیدونو، پروګرامونو او پلانونو په رامنځته کولو کې خورا مهم ځای لری. هیله ده لاندې لیکنه د مالک بن نبي له فکر، لیکنو او مبارزو په معرفي کې مرسته وکړه. دا به موږ ته لاره اواره کړي چې د تمدن د احیا او د ملتونو د پرمختګ او واک او ځواک لرونکو مشروع نظامونو د رامنځته کولو د فیلسوف له لیکنو او فکر څخه، په راتلونکي کې ګټه واخلو.

مالک بن نبي او میراث یې

د دغه متن پښتو ژباړه چې د الجزایر مشهور فیلسوف، مفکر، لیکوال او د دریمې نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ په دردونو دردمند مالک بن نبي (Malik Bennabi) د فکري میراث په اړه د مالیزیا په نړیوال پوهنتون کې د نوي کتاب د معرفي غونډه او د هغې اهمیت په ګوته کوي، په لاندې توګه ده:

د مالک بن نبي (۱۹۰۵–۱۹۷۳) د فکري میراث څرګندول: د یو لوستونکي علمي سفر

د مېلمه لیکواله: ډاکټره منتهی ارتلیم زویم د خپرېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۴مه

«د بن نبي د فلسفي د اډانې په زړه کې یو داسې ځواکمن او ژور فکري سفر پروت دی چې د تمدني رغونې او نوي کېدو پر لور متمرکز دی. د دغو بنسټیزو موضوعاتو په اړه د هغه لید لوری هغومره بې‌مهاله او تلپاتې دی، څومره چې د بدلون راوړونکی دی.» — د مالیزیا لومړی وزیر، ډاټو سري انور ابراهیم

د غونډې مخینه

د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه (چې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان له ۶مې سره برابره وه)، د «مالک بن نبي موندنې: د استعماري مډرنیټې په توپان کې یو مسلمان لیدونکی» تر سرلیک لاندې، د نوي کتاب مخکتنه وشوه. د دغه نوي اثر د چاپېدو اعلان د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون (IIUM) د اسلامي فکر او تمدن په نړیواله څېړنیزه اداره (ISTAC) کې په یوې شانداره غونډه کې وشو. په دې تاریخي غونډه کې ګڼ شمېر مخکښو اسلامي پوهانو، فکري مرکزونو (Think Tanks)، د ماسټرۍ او ډاکټرۍ د دکچې محصلینو او روڼ اندو برخه اخیستې وه.

دا کتاب د پروفیسور ډاکټر محمد الطاهر المساوي (Prof. Dr. Mohamed El-Tahir El-Mesawi) لخوا لیکل شوی، چې د مالک بن نبي د افکارو پېژندل شوی کارپوه دی. نوموړی په یاد پوهنتون کې د “مقاصد الشريعة” او د معاصر اسلامي فکر د څانګې لوړپوړی او وتلی استاد دی او له څو لسیزو راهیسې یې په دې برخه کې ارزښتمن خدمتونه کړي دي.

د غونډې ارزښت هغه مهال لا زیات شو کله چې د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم پخپله د دغه کتاب پرانسته وکړه. د غونډې یو مهم هدف د اسلامي تمدن په پېژندلو او د اسلامي امت د ننګونو په درک کولو کې د بن نبي د افکارو پر اهمیت ټینګار کول وو.

مالک بن نبي (۱۹۰۵–۱۹۷۳) یو الجزایري مسلمان متفکر و چې د اسلامي تمدن د مسایلو او ستونزو په اړه د خپلو ژورو بحثونو له امله شهرت لري. هغه په اسلامي نړۍ کې د زوال عوامل په هر اړخیزه توګه وڅېړل او د «ایډیاګانو د تکامل» پر بنسټ یې حل‌لارې وړاندې کړې. د هغه نظریې لکه «د استعمار منلو وړتیا» (colonisabilité) او «قرآني /پدیده» (le phénomène coranique) د اسلامي امت د بیا رابیدارولو په فکري بحثونو کې ژورې اغېزې ښندلې دي.

تمه کېږي چې د دغه کتاب په خپرېدو سره به د بن نبي افکار په پراخه کچه وپېژندل شي او د راتلونکو نسلونو د علمي او سیاسي مشرانو لخوا به وڅېړل شي. دا اثر د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د راتلونکو څېړنو په پراختیا کې یو مهم ګام دی.

له مالک بن نبي سره د لومړي وزیر انور ابراهیم مینه او لېوالتیا

دا د ویاړ خبره ده چې یو سیاسي شخصیت، په ځانګړې توګه یو لومړی وزیر، د داسې لویو علمي کارونو ستاینه کوي. په دې اړه څېړنې ښيي چې انور ابراهیم له پخوا څخه له مالک بن نبي سره ژور فکري او تاریخي پیوستون لري.

لومړي وزیر ټینګار وکړ چې له ځوانۍ راهیسې د بن نبي د افکارو مینه وال پاتې شوی دی. هغه په خپل یو شخصي یادښت کې لیکي:

«زه د خپل ځوانۍ او د مالیزیا د اسلامي ځوانانو په غورځنګ (ABIM) کې د کار کولو له وختونو راهیسې د بن نبي یو ارادتمن زده کونکی یم او لا هم د هغه په اثارو کې د حکمت او عملي کولو نوي اړخونه مومم.»

دا تړاو له ۱۹۷۱ کال راهیسې شتون لري، کله چې ABIM بنسټ کېښودل شو او انور ابراهیم یې مشر و. نوموړي د بن نبي په اړه په څو نړیوالو کنفرانسونو کې د کلیدي ویناوال په توګه هم ګډون کړی دی. له همدې امله د یاد پوهنتون رئیس، پروفیسور عثمان باقر، انور ابراهیم د مالک بن نبي د افکارو یو سرسخته مینه وال بللی دی.

لومړي وزیر د دغه کتاب په سریزه کې، د مالک بن نبي فکري کچه د ابن خلدون په څېر له سترو اسلامي شخصیتونو سره برابره ګڼلې ده. هغه د بن نبي په اثارو کې د «ارزښتونو» (قېمونو) پر لومړیتوب او د اسلامي فکر د اصلاح او نوي کولو لپاره د هغه پر ژمنتیا ټینګار وکړ. د انور ابراهیم په وینا، هغه څه چې بن نبي له نورو مصلحینو جلا کوي دا دي چې هغه خپله فکري تګلاره په بشپړه توګه په اسلامي اصولو کې اډانه کړې وه او هیڅکله له دین څخه د وتلو ملاتړی نه و.

د کتاب د جوړښت لنډیز

دا کتاب د هغو انګلیسي ژبو لوستونکو لپاره یو خورا مهم اخځلیک دی چې غواړي د بن نبي له افکارو په سیستماتیک ډول ګټه پورته کړي. د کتاب ځانګړتیاوې په لاندې جدول کې کتلای شئ:

ځانګړتیا تفصیلات
د کتاب نوم A Malik Bennabi Reader: A Muslim Visionary in the Whirlwind of Colonial Modernity
لیکوال/ایډیټر پروفیسور ډاکټر محمد الطاهر المساوي
د ټوکو شمېر  (۲ ټوکه (ټولې پاڼې: ۱۱۰۵ مخونه — لومړی ټوک: ۵۰۶ مخونه، دویم ټوک: ۵۹۹ مخونه
ژباړل شوي اثار په کتاب کې د مالک بن نبي ۸۸ بېلابېل اثار له فرانسوي او عربي څخه انګلیسي ته ژباړل شوي او تشریح شوي دي.

اووه بنسټیز محورونه

پروفیسور المساوي د بن نبي ژباړل شوي اثار په اوو برخو وېشلي دي:

  1. (دیني مسایل:(د ټولنیز حرکت معنوي محور
  2. (ټولنیزې موضوعګانې:(د ټولنې د ننه د اړیکو ډینامیک
  3. (کلتور او فرهنګ:(د یوې دورې رواني او فکري ذوق
  4. (ټولنیز-تاریخ او تمدن:(د ملتونو د عروج او زوال قوانین
  5. (سیاست او پالیسي:(د حکومتولۍ د مدیریت اډانې
  6. (اقتصاد:(د ټولنیزو هڅو مادي کارونه
  7. (په مډرنه نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو رول:(له غربي مډرنیټې سره تعامل

د استعمار د ذهنیت ننګول او د «کونویوینسیا» غوښتنه

په غونډه کې وویل شول چې د بن نبي لخوا د استعمار منلو (Colonosibilité) اصطلاح په حقیقت کې «استعمار شوي ذهنیت» ته اشاره کوي؛ داسې یو ذهنیت چې حتی د استعماري ځواکونو له فزیکي وتلو وروسته هم د هغوی تسلیم پاتې کېږي او په ټولنه کې د فکري جمود او سیاسي بې‌ثباتۍ لامل ګرځي. بن نبي د ریښتینې ازادۍ غوښتونکی و چې د ټولنې د فکري او معنوي بنسټونو په رغولو پیل کېږي.

(لومړي وزیر خپله وینا د “Convivencia کونویوینسیا) د روحیې د بیا ژوندي کولو په غوښتنې سره پای ته ورسوله. دا اصطلاح د اسلامي اندلس هغې تاریخي دورې ته اشاره کوي چې د پوهې، فلسفي خبرو اترو او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د نږدېوالي او سوله ییز ژوند نښه وه. هيله ښودل شوې چې مالیزیا هم د بېلابېلو فکرونو، کلتورونو او حکمتونو د تبادلې په یو داسې مرکز بدله شي چې د فکري جمود په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...