جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په دې ورځ کینډي زېږېدلی

په دې ورځ کینډي زېږېدلی

تاند- حان ایف کینډي (John F. Kennedy) د ۱۹۱۷ د مې په ۲۹ د ماساچوسیټ ایالت په بروکلین کې زېږېدلی، د امریکا په یوه مهم ښوونځي (چواټې) کې له درس ویلو وروسته یې یو کال د لندن په اقتصاد کالج کې سیاسی اقتصاد لوستی او د ۱۹۳۵ په مني کې بریسټن پوهنتون ته داخل شوی خو د ژېړي ناروغۍ له کبله مجبوره شو چې هلته زده کړې پرېږدي؛ یو کال وروسته یې په هارورډ پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې.

په دې موده کې د کینډي پلار په بریتانیا کې د امریکا سفیر و.

ده په ۱۹۳۸ کې تیزس ولیکه. د ده د تیزس موضوع وه: «ولې بریتانیا وېده ده؟» دا اثر د مونشن په موافقه کې د بریتانیا د رول په اړه و. په هماغه کال خپور شو او ډېر  وپلورل شو.

کینډي په ۱۹۴۱ کې د امریکا پوځ ته دواطلب شو خو د طبي ستونزو په خاطر ونه منل شو.

کینډي له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د سیاست میدان ته ووت. ده لومړی ځان د کانګریس سنا جرګې ته کاندید کړ او په ډېر توپیر یې خپل جمهوریپال سیال مات کړ.

جان ایف کینډي د ۱۹۵۳ د سپټمبر په ۱۲ مه له جکلین لي بویر (Jacqueline Kennedy) سره واده وکړ. ده د واده په لومړیو دوو کلونو کې مغزي جراحیانې وکړې او څو  ځلې تر مرګه ورسېد او له همدې کبله به سنا جرګې ته هم ډیر نه شو تللی.

له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۰ پورې سناتور و.

په ۱۹۵۶ کې یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدو هڅه وکړه خو بریالی نه شو. خو دې هڅې په ګوند کې د ده د شهرت له زیاتېدو سره مرسته وکړه.

کینډي په ۱۹۵۸ کې د (مهاجرو ملت) په نوم کتاب چاپ کړ.

ده د جمهوریپال ګوند له کاندید ریچارډ نیکسن سره تلویزیوني مظاهرې وکړې. دا د امریکا په تاریخ کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو لومړنۍ تلویزیوني مناظرې وې.

نیکسن به په دې مناظرو کې عصاب خرابه و او خولې به پرې راماتې وې خو کینډي په سړو مازغو ځواب وایه او همدا د ده د بري سبب هم شو.

د ۱۹۶۰ د نوومبر په ۸ مه انتخابات ترسره شول، کینډي په لږ توپیر وګټله او د ۱۹۶۱ د جنورۍ په ۲۰ یې د امریکا د ۳۵ ولسمشر په توګه کار پیل کړ.

د ۱۹۶۳ د نوومبر ۲۲ د جمعې د ورځې ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې وې چې پر کینډي په داسې حال کې ډزې وشوې چې دی د ډالاس ښار په ډیلي پلازا چوک کې له خپلې ماندینې او د ټکساس له ګورنر (والي) سره په سرخلاصي موټر کې سپور و.

 هماغه ورځ ماښام په ۷ بجې یو پولیس د کینډي په قتل کې د لاس لرلو په تور ونیول شو خو  دوې ورځې وروسته ووژل شو. تر پایه د کینډي اصلي قاتل او د ترور انګېزه څرګنده نه شوه.

د جان کینیډي د هغه موټر دوه نمبرپلېټونه په ۲۰۱۵ م کال په لیلام کې په ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب