Homeخبرونهد اوسلو د سولې انستیتتوت د افغانستان او پاکستان شخړه د سیمې...

د اوسلو د سولې انستیتتوت د افغانستان او پاکستان شخړه د سیمې پېچلې کشاله بللې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د اوسلو د سولې څېړنیز انستیویتوت په یوه تازه شننه کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه د جنوبي اسیا له تر ټولو دوامدارو او پېچلو سیمه‌ییزو بحرانونو څخه ده، او سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، لا هم د حل لپاره روښانه لیدلوری نه ترسترګو کېږي.

په دې شننه کې راغلي چې دغه شخړه یوازې سرحدي یا امنیتي اختلاف نه دی، بلکې تاریخي، سیاسي، امنیتي او اقتصادي عوامل ټول د دې بحران په رامنځته کېدو او دوام کې رول لري.

د یادې موسسې په وینا، د دې بحران ریښې د ډیورنډ کرښې پر سر له اوږدمهالو اختلافاتو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ له متقابلې بې‌باورۍ سره تړاو لري.

شننه زیاتوي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، پاکستان تمه لرله چې نوی حکومت به د ټي‌ټي‌پي پر ضد جدي اقدامات وکړي، خو د دې تمې نه پوره کېدو د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ د پام وړ زیات کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، ناامنۍ او د پاکستان په خاوره، په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه، د اختلافاتو د لا زیاتېدو مهم عوامل ګرځېدلي دي.

له بلې خوا، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان تګلارې، لکه جبري ایستل او سرحدي محدودیتونه، پر افغانستان انساني او سیاسي فشارونه زیات کړي او د دواړو لورو اړیکې یې لا پېچلې کړې دي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ په خپل راپور کې د سیمه‌ییزو لوبغاړو رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په جنوبي اسیا کې د سیمه‌ییزو قدرتونو سیالي او د سیاسي او امنیتي نفوذ پراخېدو د بې‌باورۍ فضا نوره هم پیاوړې کړې او د دوامدارو خبرو اترو بهیر یې ستونزمن کړی دی.

راپور خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام ښايي د سیمې پر ثبات پراخې منفي اغېزې ولري، په ځانګړي ډول داسې مهال چې افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخامخ دی.

دې موسسې ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د منظم ډیالوګ، باور جوړونې او د سیمه‌ییزو لوبغاړو له فعال ګډون پرته، دا شخړه به د جنوبي اسیا د بې‌ثباتۍ یو مهم لامل پاتې شي.

1 COMMENT

  1. د تاریخ په اوږدو کې روسیی (شوروی) او امریکا او برتانیی دافغانانو ته ستونزی زیږولی دی
    ځکه همدې روسیی د وخت ولسمشر (داودخان) باندی برید وکړ او کمونستی نظامونه یې ورباندې مسلط کړل، همدارنګه د امان الله په وړاندی انګریزانو حبیب الله کلکانی ملاتړ وکړ له هغه مخکي او وروسته یی عبدالرحمن خان پر وخت کې سیاسی فشار راوستی وو ترڅو ډیورنډ کرښه ومنی او د افغانستان د پرمختګ ونیسی، امریکا او برتانیی د پاکستان په مرسته د روسانو پرضد د تیرو رهبرانو مالی او نظامی ملاتړ وکړ چې له هغه وروسته د افغانی کورنۍ جګړه ګرمه شو چې کابل په کنډواله بدل شو.
    نو لدې معلومیږی چې افغانستان د نړیوالو لپاره زیات اهمیت لری هر یو ځان لپاره ستراتیژیک ملګری ګاڼه، مګر ملګری نه بلکه د استعمار په سترګه یی ورته ګوری او کتل یی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ځنګل سفر | زهیر سپېڅلی

"ځنګل" د استاد اسدالله غضنفر  تر "د زرو هيندارو ڪور" وروسته دويمه د ژباړل شويو حڪايتونو  ټولګه ده.  "مازيګر خپرندويي ټولني" لومړی ځل په...