تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي پلاوي په مالدیپ کې د څلور اړخیزې سیالۍ لپاره خپله وروستۍ لوبډله اعلان کړې ده.
ټاکل شوې چې په دې سیالیو کې د اسیا څلور ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو د چمتووالي لپاره برخه واخلي.
په اعلان شوې لوبډله کې تجربهکار لوبغاړي لکه رحمت اکبري، مازیار کوهیار، جمشېد اڅکزی، ساحل سروري شامل دي.
همداراز، یو شمېر ځوان او بهر مېشتي افغان لوبغاړي هم په لوبډله کې اخیستل شوي، څو د تجربې او نوو استعدادونو ترمنځ توازن رامنځته شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغانستان به په دې سیالیو کې د پاکستان، مالدیپ او بنګله دېش د ملي لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړي.
ټاکل شوې دا سیالۍ د جون میاشتې په لومړیو کې پیل او شاوخوا لس ورځې دوام وکړي.
چارواکو ویلي، دا ټورنمنټ افغانستان ته مهم فرصت برابروي څو د لوبغاړو فزیکي چمتووالی وازمويي، تخنیکي ترکیبونه وارزوي او د راتلونکو رسمي سیالیو لپاره د لوبډلې همغږي لا پیاوړې کړي.