Homeخبرونهنیتا امباني په ریښتیا سوریاونشي ته ۳۰ کروړه وړاندیز کړی؟

نیتا امباني په ریښتیا سوریاونشي ته ۳۰ کروړه وړاندیز کړی؟

تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۷مه)  په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې، ګواکې د ممبۍ انډینز لوبډلې مالکې نیتا امباني، ویبهو سوریاونشي ته د ممبۍ لپاره د لوبېدو په بدل کې د ۳۰ کروړه هندي روپیو وړاندیز کړی دی.

راپورونو کې امباني نوموړي ته په انټیلیا ماڼۍ کې یو لوکس فلیټ او د مالدیف په ټاپوګانو کې شخصي ټاپو هم د ډالۍ په توګه وړاندیز هم کړی دی.

دغه راز د ویبهو سوریاونشي مور او پلار ته خالي چیک هم ورکړل شوی ترڅو خپل زوی ممبۍ انډینز ته پرېږدي.

خو بل لورته په راپوروونو کې دا هم ویل شوي چې، ویبهو سوریاونشي ویلي چې د دې سترې پرېکړې لپاره لږ وخت غواړي.

په ورته وخت کې بیا  د راجستان رایلز لوبډلې مالکین هڅه کوي چې، نوموړی له لوبډلې ونه وځي، خو وروستۍ پرېکړه به خپله د ویبهو سوریاونشي وي.

حقیقت څه دی؟

تر دې دمه نه هم د ممبی لوبډلې مالکینو ، نه د راجستان لوبډلې مالکینو او نه هم د هند کرکټ بورډ په دې تړاو رسمي څه ویلي دي.

ځینو هندي رسنیو دا خبر له حقیقت لرې بللی دی او ویلي یې دي چې، جوړ شوي انځورونه د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس جوړ شوي.

دوی لیکلي چې، که څه هم د سوریاونشي لوبو ته په کتو دا ډول احتمالات ښایي ډېر وي، خو زیاتوي چې، په هند پریمیرلیګ کې د لوبغاړو انتقال او بدلون سخت شرايط لري او لوبډلې نشي کولی د رسمي لیلام، د لوبغاړو د ساتلو، یاد منل شویو تبادلو له بهیر وړاندې لوبغاړو ته پټ وړاندیزونه وکړي.

هندي رسنیو لیکلي چې، دا ډول وړاندیزونه د هندي کرکټ بورډ له لوري سخته سزا لري.

هندي رسنیو زیاته کړې چې، دا خپر ناسم او ځینو رسنیو د لیدونکو د زیاتوالي لپاره خپور کړی دی.

سوریاوانشي اوس مهال د ۱،۱ کروړ په بدل کې د راجستان لپاره لوبیږي. ویبهو د تېرې شپې په لوبه کې په ۲۹ توپونو ۹۷ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...