Homeخبرونهد ټرمپ په نامه مشهوره مېښه له قربانۍ وژغورل شوه

د ټرمپ په نامه مشهوره مېښه له قربانۍ وژغورل شوه

تاند (پنجشنبه د غبرګولي/ جوزا ۷مه)  ‏‏د راپورونو له مخې، د بنګله‌ دېش حکومت هغه مشهوره مېښه له قربانۍ وژغورله چې، په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څېرې ته د ورته والي له امله د ټرمپ په نامه مشهوره شوې ده.

د بنګله‌ دېش حکومت پرون چهارشنبه مخکې له دې چې دغه مېښه د لوی اختر په مناسبت د عامو خلکو له خوا قرباني شي، مداخله وکړه او د امنیتي اندېښنو له امله یې د هغې د ساتنې پرېکړه وکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه نادره سپین‌ رنګه مېښه، چې د سرو وېښتانو له امله د “ټرمپ مېښې” په نوم مشهوره شوې، په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو ویډیوګانو او انځورونو له کبله د خلکو پام ځان ته اړولی و.

سرچینې وایي چې، زرګونه کسان د هغې د لیدو لپاره فارم ته ورمات شوي وو، چې له امله یې ګڼه ګوڼه هم جوړه شوې وه.

اوس د بنګله‌ دېش حکومت پرېکړه کړې چې، دغه مېښه به د ډاکې ملي ژوبڼ کې وساتل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...