Homeخبرونهناسا پر سپوږمۍ د دایمي اډې د جوړولو پلان څرګند کړ

ناسا پر سپوږمۍ د دایمي اډې د جوړولو پلان څرګند کړ

تاند (پنجنشبه، د غبرګولي/ جوزا ۷ مه) د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره، ناسا د سپوږمۍ پر مخ د یوې دایمي اډې د جوړولو لپاره د خپل ستر پلان تازه جزییات خپاره کړي دي.

په دې پروژه کې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته د روباټي کښتیو، ټوپ وهونکو ډرونونو، په سپوږمۍ کې د ګرځېدو وړ موټرو او د اتومي او لمریزې انرژۍ د سیستمونو لېږد شامل دی.

دغه پروګرام د امریکا او چین ترمنځ د سپوږمۍ پر سر د نفوذ او برلاسۍ د زیاتېدونکې سیالۍ برخه بلل کېږي. ناسا هیله لري چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ تر پایه، یعنې تر ۲۰۲۹ کال مخکې، یو ځل بیا امریکايي ستورمزلي د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړي، په داسې حال کې چې چین هم اعلان کړی چې غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې انسان سپوږمۍ ته واستوي.

د «سپوږمۍ د اډې جوړولو» د پلان له مخې، ناسا به لومړی تر ۲۰۲۹ کال پورې یو لړ روباټي ماموریتونه ترسره کړي. په دې پړاو کې ۲۵ توغندوي، سپوږمۍ ته د شاوخوا څلورو ټنو تجهیزاتو لېږد، او د پرمختللو ډرونونو او روباټي کښتیو په وسیله د سپوږمۍ د جنوبي قطب د ناهوارې سطحې نقشه جوړول شامل دي.

بلواوریجن، Intuitive Machines اینټویتیفمشینز او استراباټیک Astrobotic له هغو شرکتونو څخه دي چې د دغو سیستمونو د جوړولو قراردادونه یې ترلاسه کړي دي.

ناسا په دوهم پړاو کې غواړي پر سپوږمۍ د لمریزې برېښنا فابریکې او اتومي بټۍ جوړې کړي، څو تر ۲۰۳۲ کال پورې فضانوردانو ته د نیمه‌دایمي استوګنې زمینه برابره شي. د سپوږمۍ جنوبي قطب ځکه ځانګړی اهمیت لري چې هلته د کنګا موجودیت اټکل شوی، او دغه یخ د څښاک اوبو او اکسیجن د تولید لپاره کارېدلی شي.

خو ګڼ شمېر متخصصان د ناسا د مهال‌وېش په اړه شک لري. تر ټولو ستره ستونزه لا هم د سپوږمۍ سطحې ته د فضانوردانو خوندي لېږد ګڼل کېږي.

د ایلن مسک تر مشرۍ لاندې سپې سایکس د «سټارشیپ» په نوم د انسان لېږدوونکې ستوربېړۍ د جوړولو مسوولیت لري، خو دغه پروژه له ګڼو ځنډونو او تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

ځینې ساینسپوهان باور لري چې ښايي چین تر امریکا مخکې انسان سپوږمۍ ته واستوي.

د ناسا چارواکي دا پروژه د علمي څېړنو، د قیمتي سرچینو د استخراج، او مریخ ته د راتلونکو ماموریتونو د چمتووالي لپاره یو مهم ستراتیژیک ګام بولي. خو منتقدان وایي، له چین سره سیاسي سیالۍ ناسا دې ته اړه کړې چې له بشپړې تیارۍ پرته خپل پلانونه اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...