تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۷ مه) د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې مسکو چمتو دی د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هر اړخیزه مرسته وکړي.
الکساندر ونددیکتوف (Alexander Venediktov) دا څرګندونې پرون د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار له مرستیال ازاد سجاد خان سره په کتنه کې وکړې.
هغه ویلي: «موږ د پاکستان او افغانستان پر پوله د وضعیت عادي کېدل غواړو. هیله لرو چې دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کښېني او خپلې ستونزې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.»
د روسیې د امنیت شورا مرستیال همداراز ویلي، که پاکستان مناسبه وګڼي، روسیه چمتو ده چې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره پراخه همکاري وکړي.
دغه لیدنه د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په شپږمه، په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې ده.
ونددیکتوف په خپلو خبرو کې د روسیې او پاکستان د اړیکو د پراختیا یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ پراخېږي.
هغه پاکستان د سیمې لپاره د مسکو مهم شریک بللی او د دواړو هېوادونو د امنیت شوراګانو ترمنځ یې د همکاریو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې روسیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي اعلان کوي، بلکې مسکو تر دې وړاندې هم ورته وړاندیزونه کړي دي.
د افغانستان دوو ګاونډیو، چین او ایران هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو او ترینګلو اړیکو پر دوام اندېښنه ښوولې او د منځګړتوب وړاندیزونه یې کړي دي.
چین وتوانېد چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ارومچي کې د خبرواترو کوربه شي او له هغه مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په شدت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.