د دادمحمد ناوک «مسلمان» ناول مې ولوست. په معیاري لهجه لیکل شوی، انځورګري او پېښې یې خوځنده او رښتینې دي، لیکوال یې تر ډېره خپله بېطرفي ساتلې، همدارنګه د ټولنې حقیقتونه او واقعیتونه یې په نظر کې نیولي دي. خو د یوه لوستونکي په حیث زما د ناول لوستنې تنده پرې خړوبه نه شوه؛ ځکه هغه عناصر چې لوستونکی له ځان سره ساتي او تلوسه يې ور زیاتوي، پکی په کمه اندازه لیدل کېږي چې دا څو نقطو ته غواړم اشاره وکړم.
۱. په ناول کې کریکټرایزېشن مهم رول لري، فرعي او اصلي کرکټر د ناول په پلاټ کې لویه اړتیا پوره کوي؛ مګر په دې ناول کې اصلي او فرعي کرکټر په سختۍ پېژندل کېږي او تر پایه پورې سړی نه شي کولای چې اصلي کرکټر ګوتنښان کړي، ځکه چې پر قاري اتل، صلاح الدین او هغه امریکایي پوځي چې په اخېر کې مسلمان شو، د اصلي کرکټرونو شک کېږي.
۲. د یوې بېپایلې مینې یادونه پکې شوې چې نتېجه یې مالومه نه ده، که په دې اړه لیکوال سطحي نه وای تېر شوی او ادامه یې ورکړې وای، تلوسه لا پکې زیاتېدله.
۳. اصلي کرکټر چې څومره له مشکلاتو سره مخ کېږي او دی په صبر او حوصلې سره د مشکلاتو یوه یوه غوټه خلاصوي او کامیابېږي، همدومره لوستونکيو ته په زړهپورې وي.
۴. دا چې ناول د هېواد په روانو حالاتو کې د یوې پېښې په اړه «د امرکایي پوځي اسیرېدل» وو، بناءً که چېرې يو کمين يا بل کشمکش پکې انځور او منظرکشي شوی وای، د دواړو ښکېلو خواوو تکتیکونه، مقاومت، پرمختګ او شاتګ پکې راغلی وای، ناول به همدومره جذاب شوی و.
۵. یو حقیقت چې یو طرفه قضاوت شوی و هغه د ملکي وګړيو تلفات وو او په کومه اندازه چې د دواړو ښکېلو غاړو تر منځ ملکي وګړي ځورېږي او تاوانونه ویني، نه وو راغلي. فرضاً هغه زیانونه چې په روان جنګ کې ملکي وګړي ویني (مرګ، زخم، معیوبېدل، مهاجرتونه، یتیمان، کونډې، بورې…) بېخي پکې نه لیدل کېږي چې راتلل یې اړین بولم؛ ځکه چې په روانو حالاتو کې تر ټولو زیات تاوان ملکي وګړو ته رسېږي.