پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeټولنیزتاریخخراسان، خوراسان/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

خراسان، خوراسان/ پوهانددوکتور م.ا. زيار

اکسفورډ،۵اپرېل۱۶

خراسان، خوراسان Xvar-āsan>Xor-āsān

ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د ((آريانا-افغا نستان)) د منځمهال پېر هېوادنی نوم کېدای شي؟

له وييز(لغوي) او بيا آرپوهيز (ريشه شناختی) پلوه خراسان يا خور اسان د يوه زاړه تړښتي ويي(واژۀ ترکيبی) په توگه د(لمراسمان= لمرختيځ=مطلع الشمس) مانا درلودلې او د پخوانيو پارسيانو له خوا په همدې جاج نومول شوی چې اړونده سيمه له( آريانا) زاړه پېره رانيولې، تر (کوشاني- يپتلي) منځمهالپېر او بيا تر(ابدالي) وسمها لپېره  زموږ  په ختيځ کې راغلې ده.

د (خور-) اوېستايي انډول hvar- دى. هندي svar-، لاتين *sāuel->sōl. په اهورا کې هم ورته توکى اټکلېداى شي.په پارسي آسياب، دستاس، خراس (په څارويو په تېره خرو سره گرځېدونکې ژرنده….) کې هم اوس له دويمې برخې سره اړه لري او اسان asān له آره د سنگ (تيږي) په مانا دى او په دې انگېرنه چې اسمان له ډبرې رغېدلې، يا ورسره ورته برېښي، نو د asān- دغه دوېمه مانا اسمان ده. په اوېستا کې āsān- اوāsman- دواړه د تيږي په مانا دي. هندي asan- او asman “تيږه، اسمان”. په اکاشواڼى (راديو) کې (اک) له (اس-) سره همآرى دى.

زړه پارسي asan- او سasanga-, “تيږه” او اسمان asman- “آسمان” چې منځنۍ او نوى پارسي انډولونه يې سنگ او آسمان دي او سوغدي sng چې ورته وينگ لري.

(رايښلت ٤٢٢، ماير هوفر ١٠٧ مخ، دکتر معين، فرهنگ فارسي، ج٥ اعلاام ص ٤٧٦). خوارزم (زړه پارسي Uvarazmī) د هخامنشيانو له شمال ختيزو لتو څخه وو، هم خور- بنسټ لري،که څه هم ټول نوم “خپله واکمني” هم مانا شوى دى. (براندنشتاين، ١٥٠ مخ) د خراسان Xor-asan آره Xor “لمر” او اسان asan “اسمان” ده او په دې توگه ټوله مانا يې “ختيځ” راځي. اسمان دلته د څنډ (افق) جاج ښندي يا په بله وينا، هغه ځاى يا اسمان چې لمر ترې راپورته کېږي. (د زياتې شننې لپاره، زيار، مختصرې پيرامون وجه تسميه خراسان، مجلۀ خراسان ١٣٦٢ل).

خور Xor- له پښتو nwar (د نمر، لمر… تر څنگه) سره گډه آره لري او پارسي انډول خور او خورشيد ورسره کټ مټ سمون خوري، مهر يې بيا له پښتو مېر(لمر) سره نژدې برېښي چې آره يې د لمرخداى )ميترا ، مهترا ) سره اړخ لگوي (مورگنستيرن، nwar، ٥٤).

موږ په (۶-۹)  څپرکو کې د پښتو او پښتنو کرښپل له آريانا او باکتر يانا تر ساکستانه راورساوه.  بيامو پر دې رڼا واچوله چې پښتنو خپله ساکي، او ورپسې يې له پارتيانو سره گډه (سيت و پارت) اېمپر اتوري پر مخ يوړه. دا سمه ده چې هغه يوه پېړۍ مو د آشوکا په مشرۍ هندي  موريايي تربورانو  پر وړاندې بايلله،  خو پېړۍ روسته زموږ نژدې سکه تربورانو (کوشانيانو- يپتلانو) هغه له سره هغه راورغوله. هغه څو پېړييز ټولواکمني پېر چې د عربو له راتگ سره تېر شو، نو چار ناچار موږ ټولو ساکه ټبرونو سيمه واکيو ته مخه وکړه. په درېيمه اسلامي پېړۍ کې ، که څه هم  هغه گردې سيمه واکۍ ښه ترا پرله غښتې او پياوړې شوې، خو د بغداد خلافت  په اوېجه کې راغلې. څو چې مو تر آمويانو را روسته له عباسيانو سره سياسي جړه راغله، د ابو مسلم خراساني په سرغندويۍ ازاديپال غورځنگ پيل شو. هرگوره، لومړۍ پايله يې دا شوه چې خلافت د عربي تر څنگ پارسي ژبې ته د کارونې اجازه ورکړي. څنگه چې دغه ژبه، دپښتنو، کوردو، بلوڅو او نورو لپاره د ((دويمې اسلامي ژبې))  په توگه،  نه يوازې د منلو وړ وگرځېده،  بلکې تر ننه پورې يې  دا ۱۱- ۱۲ پېړۍپه پالنه کې، د مورنيو ژبو په بيه، کارنده برخه واخېسته.

همدا پارسي ژبه وه چې له يوناني او بيا عربي لښکرو له لاسه له خپلو ويونکيو سره ختيځ او شمال ختيځ خواته رالېږدېدلي او تالا ترغۍ شوي ساساني پاتشوني ((تاژيان يا تاجيکان ))  په لسمه زېږدي پېړۍ کې تر يوې واکمنۍلاندې سره ټول راټول کړل. داچې بنسټگر يې اسما عيل بن احمد ساماني (۸۹۲-۹۰۷ز) وو، نو  دغه  امارت د سا ماني او سامانيانو ٌدولتٌ  په نامه ياد شو.

پلازمېنه يې بخارا وه او سمرقند، خجند او فرغانه يې له غورو اقتصادي او فرهنگي ښارونو څخه گڼل کېدل. خو له هغې ټولې سمسورتيا او نومورتيا سره يې زموږ د هېواد ډېره نرۍ سرحدي  تراړه رانغښتله.  دا بېله خبره ده چې تاجيک ليکوال بهرالدين درو ېش (۸۱۰ مخ) د  منځني (سا ساني) او ان زاړه (هخامنشي)  پېر  بيا تاندتيا(رنسانس) ارزوي او په دې لړکې ليکي:

دغه ښارونه او همداراز  بلخ و هرات د تاجيک قوم له مېشتځايونو څخه بلل شوي چې راروسته يې گرگان او تبرستان هم لاندې کړل او د ايران آذربايجان او کوشنۍ اسيا سوېل لوېديزې سيمې يې هم ونيو لې او تر ری او اصفهانه يې لښکرې پرمخ ولاړې. بيا زياتوي: سامانيانو د طاهريانو(۸۲۱-۸۷۳) په توپير، دا ښه ترا نگېرلې وه چې د زړو دودونو جالونو له بيا راژوندي کولو پرته د هغې نوې واکمنۍ سمبالتيا او ټينگتيا ناشونې ده، که څه هم وار له واره ورته د داسې هڅو  پرمخوړنه  پوره گرانه پرېوتله او ناوړې پايلې يې راټوکولای شوې. په دې توگه سامانيانو له ازاد دينۍ کارواخېست، تر دې چې زرتشتي دينپالنه هم له کوم بد غبرگون سره نه مخامخېدله. بلخوا يې په عربي ژبه د ادبي او فرهنگي هاندوهڅو ترڅنگه  د دري پارسي هغو مخنيوی هم نه کاوه او په دې ډول يې  د خپلو نيکونو ژبه په خپله اوېجه (قلمرو) او گاونډو سيمو کې ورو ورو رادود او پراخه کړه.

ښاغلی دروېش(۸۱۲مخ)د هغو نومياليو پوهيالانو اوفرهنگيانو کار نامې د تاجيکانو له سترو برياوو او وياړونو  څخه شمېري چې  د سيمې او نړۍ پر کچ  يې نوم و نښان گټلي وؤ، لکه: محمد در ريا ضيات، طبيعيات، محمد زکريای رازی در فنون طب، کيميا، فلسفه ، فارابی در علوم حکمت، بلاغت، فقه، نظام الملک درامور نظری و عملی سلطنت داری، عمر خيام در ساحات علوم دقيق،فلسفه، طب، اخلاق، نجوم، رياضيات، رباعيات جاويدانه، نصير طوسی در فلسفه  و نظام شناسی و علوم انسانی، محمد غزالی در فقه و فنون ديني و شرعی.

د پوهاند تږي په ټول کتاب کې خراسان هسې د افشار يزدي (٢١١)په تړاو تش يو ځل ياد شوى دى، که څه هم په نومليک کې يې  سر يزه ليکونکي په ناسم ډول شپږ ځلې راوړى دى.

تږی د ايراني محمود افشاريزدي د اپلتو (چرندياتو)  په تړاو چې هو بهو يې راخېستې او بيا يې د يوې کابلۍ ساده گړنې “بلا کوي” تر څرگندونې روسته ليکلې غونډلې داسې راژباړي:

“کوم هېواد چې د افغانستان په نامه يادېږي اود ايران د شرقي سيمې په يوه برخه او د خراسان په ولايت کې جوړشوى دى، په تاريخ کې سابقه نه لري… او څرنگه چې يو شمېر افغاني امراوو د نولسمې پېړۍ په وروستيو وختو کې په دې سيمه باندې تسلط پېداکړى او يوڅه موده يې حکمراني پرې کړې ده، نوله دې امله داځاى دافغانانودولت او وروسته افغانستان بلل شوى دى”.(پښتانه،٢١١-٢١٢)ټيک همدلته ورته د افشاريزدي دغه سپکو سپورو هم يوه ډېره ښه پلمه په لاس ورکولاى شوه چې اوسني ايراني “خراسان ايالت” يا “استان” د پخواني لوى خراسان د يوې کو شني پاتشوني په توگه په سترگو کې ورننه باسي او بيا يې پر ١٧٤٧ کال نوى ارت و بيرت “افغانستان” ځايناستى ورزباد کاندې.( همداراز← د تږي د اړوند اثر ارزونه، ۶- څپرکی،۱- پړک، ۴- پړوکی)

هرگوره، افشاريزدي له هغو سوگند خوړلو افغاني- پښتني دښمنو ژورناليست ډوله ايراني ليکوالو څخه دى چې په سازماني توگه يې په خپل نامه نومولې خپرندويه دستگاه د ورته انگروزو لپاره له ښايسته ډېر مهال راهيسې په ايران کې پر کاراچولې او د “بېلتونپالو” افغانانو د زړه غوټو هوارونې خورا پر زړه پورې منځۍ گرځېدلى چې د نجيب مايل هروى يو زهرژلى اثر يې له تازه خپرونو څخه گڼل کېږي. (د زياتې څرگندتيا لپاره د شمشاد شپږ مياشتنۍ ١-٢ گڼه، د زيار ليکنه).

دکتور معين (فرهنگ فارسي ٤٧٦ مخ) داسې : په پخواني خراسان کې اوسنى ايراني خراسان ايالت او (د اوسني افغانستان) سوېل لوېديزې او شمال لوېديزې سيمې تر ماوراء النهر راتلې. اوسنى خراسان د ايران نهم ايالت (اُستان) دى چې ختيځ ته يې افغانستان او شمال ته يې تورکمنستان پروت دى، له سوېلي خوا په کرمان او سيستان او له لويديزې خوا په اصفهان او گورگان (گرگان) پورې نښتى دى. منځۍ يې مشهد دى او کاشمير يې يو له ولسواليو (شهرستانونو) څخه گڼل کېږي. نوماند افغاني سيند هريرود هم هغې خواته وربهېږي.

هرگوره، زموږ ډېری تاريخ ليکوال پر دې ټينگار لري چې خراسان له لرغوني پېر (آريانا) روسته،  په نورد ټکو، له پېنځمې پېړۍ  تر نوي افغانستان (١٧٤٧ز) زموږ دهېواد نوم پاتې شوی، سره له دې چې له جغرافيايي پلوه يې ډېر لنډ تنگ راپېژني.

د تاريخي جغرافيا ليکونکي سنگروال (۴۲۰- ۴۲۶) پر خپل وار تر افغانستان له مخه پر خراسان ښايسته ډېره رڼا اچولې چې داسې يې رانچوړلای شو:

د پوهاند جيلاني د اخځ له مخې، خراسان له آره يوه لنډه تنگه اوېجه رانغښته  چې څلور برخې يې درلودې:  نيشاپور- مرو- هرات- بلخ.

د آريانا دايره المعارف د پېنځم ټوک له مخې دا ويی يا نوم له ساسا ني پېره رادود شوی بولي او د استاد حبيبي لنډ تار يخ پر اخځ ليکي:  د په لومړۍ اسلامي پېړۍکې د عربو برياليو لښکرو د خراسان او مر وې تر منځ او له سيستانه د ارغنداو تر ناوې پورې را ر سېدلي ول.  په دې لړکې د بلاذري پر اخځ  دخراسان  رو ستی پراختيايي پړاو له دې سيمو سره راښيي:

نيشاپور، هرات، مرو، بلخ، اموپورې غاړې سيمې، خوارزم، سغد، طبسين، قهستان، خدر، جوين، بيهق، سرخس… طوس، بادغيس، پوشنج، بخارا، ترمذ، سمرقند، او فارياب تخار، طالقان.

غبار (افغانستان در مسير تاريخ۳۹۲)  خراسان د ابدالي ټولواکمنۍ  د يوه ولايت په توگه يادوي: (در غرب افغانستان دولت قاجاري ايران الۀ سياست استعماری انگليس شده و در صدد تجزيۀ  ولايت خرا سان  از افغا نستان بود)).

الفنستن (١٥٨) هم وايي: “کوم نوم چې د اړوندو استوگنو له خوا پر ټول هېواد اطلاقېږي، هغه “خراسان” دى، خوڅرگنده ده چې د دغه نوم کارونه سمه نه ده، ځکه يو خوا د افغانانو گرد ټاټوبى د خراسان په بريدونو کې نه راځي او بلخوا د دغې لتې په يوه غوره برخه کې افغانان نه اوسي “.

په دې کې هم څه اړنگ بړنگ نشته چې له سيستان ، هېلمند، ارغند او، غور اوکسې غره نيولې تر تاريخي هندي پولو پورې ډېری  پښتني سيمه واکۍ او ټبرواکۍ هغه مهال په خوراسان کې نه دي شمېرل شوې.  داهم يوازې د عربو او په تېره د بغداد د خلافت له خوا يو هسې ((غلط مشهور)) شوی نوم  دی او په رښتيني(واقعي) ډول پخوانی  افغانستان لاڅه چې اوسنی دايې هم نه رانغښته. خو عربي سرچينو په ناسمه توگه، نه يوازې ساماني امارت او ورپسې ((غز نوي)) هغه دخراسان اړوند بللی، بلکې  د پارس او هند ترمنځ درسته  اوېجه يې هم په همدې نامه نومولې وه] سعودي راتپلې داعشٌ نومې

ډلې ټپلې دغه نوم يوځل د افشاريانواو ستميانو په غوږو کې راو څڅاوه [. پښتانه دکوم بلونج (بديل)  نامه له سوکړې (قحطه) هم  چار ناچار او بيا په ناگاهانه توگه د دغې راتپلې او غلطې مشهورې  تاريخي- جغرافيايي نو مونې تر اغېز لاندې راغلي او داسې يې منلې او دود کړې چې گوندې رښتيا هم خراسان له جغرافيايي پلوه ترلومړي تاريخي “آرياني پېر” راروسته له  اتمې (ز) پېړۍ رانيولې، د نوي افغاني دولت “افغانستان” تر بنسټ اېښوونې پورې زموږ د هېواد پراوسنيو شمالي او سويل لويديزو سرحدي سيمو سربېره  د سا ماني واکپېر ماورا ؤالنهر او د لويديز ايران هغه لتې هم راخېستې چې راروسته د ابدالي ټولواکمنۍ له رغندو ټوکونو شمېرل کېدې او د صفويانو په وخت کې ان کندهار هم په خراسان کې راته!

په هره توگه، دغه ناسم نوم  و نومولي زازو، دپښتنو زړه او ذهن ته هسې په تېر کې لار موندلې، خپل هېواد او ټاټوبى يې گڼلى وو او  له دې سره يې دا لنډۍ راپنځولې دي:

پر هندوستان مې گل کرلى

پر خراسان ولاړه يم بوى يې راځينه

د خراسان د سهار باده

پر جانان وايه د پردېسو سلامونه

ستر خوشال هم تر هند راپورې سيمه خراسان بللې ده:

دا څو لارې پر سرحد د هندوستان دي

نورې لارې پر سرحد د خراسان دي

ايا (خراسان) له خپل لنډ تنگ نومولي (مسما) سره د((آريانا- افغا  نستان)) د منځمهال پېر هېوادنی نوم کېدای شي؟

 په تېره بيا چې نن سبا  دهماغه تورکتوکمي ((افشار يزدي)) او نورو ورته ايرانيانو په لمس او ملاتړ(له (افغان او افغانستان) سره د نا سپېڅلې اخوان- ستمي ((شمالي ټلوالې)) ايرانپلوې  بېلتونپالي ډلې ټپلې غواړي،  د تاريخ څرخ پرشا وڅرخوي، پر نړيوال او ملي کچ  ټو لمنلی دوه نيم پېړييز رسمي- دولتي ،او د تورکي نقشې له مخې درې درې نيمې پېړييز نوم (افغانستان) را وننگوي، او تېر هېر، هغه هم له آره يو ولايت هومره کوشنوټي (خراسان) يې ځا يناستی کاندې؛] دغه نقشه له همدې نامه سره چې هڅاند پوهيال او فرهنگيال شهسوار سنگروال د استانبول له موزيم څخه راکاپي کړې او ماترې مياشت پس  ترلاسه کړه [.

هو که هغه د ساساني، ساکي، کوشاني- يپتلي، او بيا هوتکي ابدا لي ټولواکمنيو پخواني خراسان ورسره راخپلولی شوای ، بيا به يې هم پر سول ومنطق ټيکاو لرلای او د ډېري- بومي پښتون ټبر په مشرۍ  ټولو هېواد مينو لږکيو ورسره منلای شو، که نه دا توزنه هيله او ارمان يې:

((خوب دی، خيال دی او جنون))!!؟

——————————————

د استاد زیار نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب