څلورمه او وروستۍ برخه
لیکوال: یونس تنویر
سید(رح) په کوم علمي او سیاسي صلاحیت له علماوو، فلاسفوو، صوفیانو او د مختلفو هېوادونو له شاهانو سره لیدنې او بحثونه کړي دي؟ تر اوسه موږ نه پوهېږو، چې سید په ځوانۍ کې، حتا په نولس کلنۍ کې دا صلاحیت او شهرت له کوم ځایه تر لاسه کړی و؟ دا د عبدالباري جهاني هغه تنقیدي پوښتنه ده، چې د سید په اړه یې را پورته کړې ده، خو اصل کې د ښاغلي جهاني بحث له همدې ځایه پیلېږي.
ښاغلی جهاني له دې متن سره دا هم زیاتوي: پخواني مورخین او معاصر افغان لیکوال په ډېرې ګرمۍ او بشپړ ډاډ سره د سید د ماشومتوب او ځوانۍ په اړه معلومات وړاندې کوي.
زه فکر کومه، چې ښاغلی جهاني لا هم په دې نه دی خبر، چې سید(رح) نابغه و او د نابغهوو تعلقات او د هغوی ستاینه او له هغه سره ناسته دا د ټولې انساني نړۍ یوه اروزو وي، چې له لوړو اشخاصو سره وګوري او د هغه له تجربو ګټه واخلي.
د ښاغلي جهاني یو بله خبره دا ده، چې سید (رح) ځان ته د افغاني تخلص غوره کړی و، مګر څېړونکو او لیکوالو دا په افغان بدل کړی دی. یانې ده ته افغان تخلص ور کړل شوی دی. د دې خبرې په تړاو ښاغلی جهاني د سیدمخدوم رهین د کتاب استدلال وړاندې کوي، سره له دې، چې هغه هېڅ وخت افغانیت ته ژمن نه و او د خپل وزارت په اډانه کې یې ښکاره دلایل او اسنادونه شته. دی د کرزي په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.
ښاغلی رهین وایي، چې سید افغان نه و او نه هم هغه په سیاسي لحاظ مدبر شخص و، چې په یکړ ځان یې کفري نظامونه چلينج کړي او د مسلمانانو د خیر لپاره یې مبارزه کړې وي. یو بل نقد پر سید (رح) د جهاني دا دی، چې سید ځان ته افغان ویلي، مګر جهاني د سیدمخدوم رهین د راوړلو شویو معلوماتو پر اساس رد کړي دي. فرق دا دی، چې سید(رح) ویلي دي، چې له خپلې خاورې څخه واېستل شوم، مګر ښاغلی جهاني وایي، چې سید درواغ وایي. د سید په ژوند لیکل شویو سوانح کې سید د افغانستان له امیر محمد اعظم خان سره نږدې اړیکې درلودې او دی صدراعظم تېر شوی دی. ښاغلی جهاني دا نه مني، چې سید (رح) دې د امیر دوست محمد خان په محاصره کې ملګری وي. جهاني وایي، چې نه زه دا په دې دلایلو نه منم، چې د سید مخدوم رهین په خپل کتاب (ګزیده اثار سید جمال الدین) کې رد شوي دي. ښاغلی جهاني د رهین په قول وایي، چې سید د هرات په محاصره کې نه و او سید خو حتا یو سوالګر شخص و، چې د ده د تبعید په موقع د پیسو د وړاندیز خط یې امیر ته کړی و، مګر امیر د کابل ښار حاکم ته امر کړی و او ورته ویلي یې و، چې دا شر له دې ځایه وشړئ. دا په داسې حال کې، چې په خورشید شرق کې دا خط له پوره اسنادو سره راوړل شوی او په هغه کې سید له امیر څخه د بیت الله شریفې لپاره د تګ اجازه اخیستې او د هغه له لوري اجازه ورکړل شوې. د شړلو د قول مسله یوازې د رهین له قوله ویل شوې ده. یانې که لنډه یې ووایم ښاغلی جهاني وایي، چې نه سید(رح) چې څه ویلي دي، درست یې نه دي ویلي، ځکه چې مخدوم رهین په گزیده اثار سیدجمال الدین افغاني اثر کې داسې را وړل شوي دي: چې سید یو شړل شوی او یو داسې شخص، چې هغه ته دې د افغان تاریخ ور معلوم نه وي او یو عادي ایرانی وګړی، چې د ایران په همدان اسداباد کې زيږېدلی دی. یانې دی اصل کې سید جمال الدین اسدابادی دی او دا شخص د سیکانو او افغانانو و په تاریخ هم نه پوهېږي.
په بیدارګر عصر کتاب کې، چې د عروت الوثقی جرېدې کلیکسون دی او دا کلیکسون ښاغلي فاضل په خپل پورته کتاب کې شرحه کړی او هلته چې کوم ایت او حدیث راغلی، نو ډېر درست او کره دی او ښاغلی فاضل صیب وایي، چې د یادې جرېدې هره لیکنه په ایت شریف شروع کېده او په اصل کې دا ایت شریف د دې لیکنې ټول مفهوم وړاندې کاوه او په ایت شریف ختمه شوې، چې د ایتونو تذکر یې هم کړی دی او پکې راغلي دي او په دې کتاب کې د استاد خسرو شاهي د متني تنقض پر اساس، چې ځینې کلمې او مفاهم ښاغلي شاهي خپل ساخت ژباړلې، نو د بیدارګر عصر په کتاب کې یې واضح دلایل راغلي دي، خو ښاغلي جهاني د رهین له کتابه د قران کریم ناسم لیکل شوي ایتونه را وړي او په سید پسې یې تړلي دي او بیا یې ویلي دي، چې حتا سید خو د قران کریم ایت او حدیث شریف هم ناسم راوړي دي. سره له دې، چې په بیدارګر عصر کې یې ټول درست متن او اسناد شته، خو ښاغلي جهاني دا هڅه نه ده کړې، چې یاد ایتونه د سید(رح) له خپلو اثارو سره پرتله کړي او یوازې د مخدوم په راوړل شویو اسنادو یې باور کړی دی.
د دغو ټولو کتابونو له احساناتو ښاغلی جهاني منکر دی او د منکریت دلایل یې د سید مخدوم رهین او د انکرېز د سفارت راپورټرې نیکي کيدي خاطرې دي، چې استدلال یې ګرځولي دي او زه په دې یقیني یم، چې رد متن د اشخاصو د هویت د ځانګړنې پر اساس رامنځته کېږي، نو په دې وجه د ښاغلي رهین، نیکي کیدي او خسرو شاهي اثار د مننې وړ نه دي. دوی د سید (رح) هغه ستره مبارزه، چې د پان اسلامیزم په موخه شوې وه، هېروي او په دې اړه داسې نه وایي، چې د ټول امت د بیدارولو دا ستر فکر د چا دی؟ دوی به په دې خبره اعتراف نه کوي. ښاغلي جهاني د سید خپلې خبرې، چې د ځان په اړه یې کړې، هغه هم په پورته کتابونو ردوي.
ښاغلی جهاني وایي، چې پوهاند حبیبي صیب، فضل ربي پژواک او مرحوم غبار او د سید (رح) ډېرو نورو څېړونکو او لیکوالو او د هغه علاقمندانو سید(رح) افغان بللی دی؛ خو دی زیاتوي، چې ګزیده اثار سید جمال الدین افغاني کې د سید(رح)، چې په هرات کې و او په هغه ځای کې یې یو خط لیکلی دی او په دې خط کې سید جمال الدین الحیسنی عبدالله بن عبدالله لیکل شوی دی، چې له دې څخه پورته بل هېڅ معتبر لیک نه شته، چې موږ یې د سید په اړه معرفي کړو او دا لیک یې د رهین له کتابه را اخیستی دی. نور نو د سید په اړه نړۍوالې څېړنې یوې هم دا نه دی تایید کړی، چې دا خط دې د سید وي، مګر ښاغلی جهاني بیا هم د همدې کتاب دلایل ورکوي. زه فکر کوم د ښاغلي جهاني ټول استدلالونه د همداسې خلکو له کتابونو څخه دي او را اخیستل شوي دي او د خپل تیر غشي یې ګرځولي دي. یانې ښاغلي جهاني ته د حبیبي مرحوم نظر د سید په اړه منفور دی او د یوه متعصب اخذ ور ته مقبول او منور دی او هغه هم داسې، چې په دې لیک کې سید(رح) هېڅ داسې څه نه دي ویلي، چې زه افغان نه یم. یوازې یې هغه پورته نوم پکې ذکر کړی دی. ښاغلی جهاني یو ځای وایي، چې دی د هرات په محاصره کې له امیر دوست محمد خان سره نه و، نو بل ځای د مخدوم رهین نقل را اخلي او وایي، چې دی په هرات کې د ۲۸ کالو په عمر و، چې دا لیک یې لیکلی دی؛ مګر د دې لیک په اړه هېڅ داسې تصور نه شته، چې دا لیک نور په کومو اثارو کې راغلی دی او که یوازې رهین په کتاب کې راخیستی او ده ته د مننې وړ دی. سره له دې، چې په «العروة الوثقى» جریده کې د سید نوم او نښان ټول ثابت دي، چې د سید د خپل نظر تر سیورې لاندې په فرانسه کې لیکل شوي او خپاره شوي دي. ښاغلي استاد فضل الرحمن فاضل په بیدار ګر عصر کې د سید(رح) د عروت الوثقی جریدې کلیکسون ټول مستندې حوالې را اخیستې، چې سید ځان افغانی بللی دی او لیکل شوي دي: مدیر السیاسه: جمال الدین الحسینی الافغاني او چپ طرف ته د المحرر الاول: الشیخ محمد عبده او ښاغلي فاضل صیب د سید(رح) زیاتره اثار، چې په عربي ژبه لیکل شوي دي راخیستې او په ټولو کې همدا پورته نوم دی، نو په دې وجه ښاغلی جهاني له دې پورته ټولو مسایلو ځان ناګاره اچوي.
ښاغلي مخدوم رهین د سید(رح) په اړه یو بل ناجایز لیک په خپل کتاب کې نشر کړی او په دې لیک کې د افغانستان خلک ډېر بد معرفي شوي دي(بزدل، خسیس، شیطان، فرعون او هامان، جاهل، ابن الوقت او پست). د دې په تسلسل کې ښاغلی جهاني وایي، چې: این نامه اګر چه از لحاظ متن، چندان واقعیتی هم ندارد( لومړی برخه: ۱۰ مخ).
نو چې کله د جهاني ټول استنباط په دې برخه کې د سید مخدوم رهین وي او پر هغه هم مطمین نه وي، خو یو ډول پرې ولاړ وي، چې نه سید، چې څه ډول د خپلو شاګردانو او د سید د اثارو، چې په عربي ژبه کې لیکل شوي او یا هم په ترکي ژبه لیکل شوي او تاریخي مهمو متنو کې راغلي دا ټول ناسم دي او یوازې د رهین کتاب سم دی.
جهاني هم له پورته خبرې سره تفاهم نه کوي او وایي، چې دا متن چندانې واقیعت نه لري، نو بیا څه بایده شي، چې ټول استدلال دې د رهین مخدوم پر کتاب باندې وي؟ بیا هم د مخدوم رهین په کتاب کې را وړل شوي اقوال، چې د سید(رح) پورې اړوند معرفي شوي دي او په هغه کې ښاغلی جهاني وایي، چې ایت شریف یې هم نادرست راوړل شوی دی، هغه دې د سید(رح) وي.
که ښاغلي جهاني لږ هم ځان ستړی کړی وای او د رهین راوړل شوی متن، چې سید پورې اړوند شوی د عروت الوثقی له جریدو سره یې لږ هم پرتله کړی وای، نو هله به یې یقین راغلی و؛ مګر فکر کوم، چې ښاغلی جهاني د هغې سنارویو شریک دی، چې ایرانیانو(نصرالدین شاه) او انګرېزانو ګډه کړې وه.
د یوه ناباوره شخص خبرې د سید په حق کې درستې ګڼل او د سید خپلې خبرې پرې ردول له دې پورته بل تحقیقي حقارت نه شته. سید د عروت الوثقی په جریده کې د خپرو شویو لیکنو پیل او پای په ایتونو او احادثو کړی دی؛ خو ښاغلي جهاني هېڅ وخت دا پرتلنه نه ده کړې او د رهین کتاب استدلال یې نیولی دی. ښاغلي جهاني د همدې شخص په راوړل شویو اقوالو بحث کړی، سره له دې، چې دی هم په دې قانع دی، چې دا ټول حقیقي نه دي.
ښاغلی جهاني دا هم وایي، چې که چېرې سید(رح) د امیر محمد اعظم نږدې یار او دوست وای او ده ته یې زیات عقیدت درلودی، نو امیر عبدالرحمن به په سراج التواریخ کې، چې د امیر عبدالرحمن خان کتاب دی، د ده یادونه به یې کړې وه؛ خو زه فکر کوم، چې اول خو د امیر عبدالرحمن کتاب تاریخي سند نه شي کېدی، ځکه هغه د امیر خاطرې دي او په دې کتاب کې یې حتا امیر محمد اعظم خان هم ډېر بد معرفي کړی دی او په هغه پسې بهتانونه شوي دي، نو بیا څه بایده شي، چې په دې کتاب کې دې د سید ذکر را غلی وي، نو که د سید ذکر نه شته، د جهاني پر وینا: سیدروزګار بدی داشته و خود را در کابل پا در زنجیر فکر میکرد.
ښاغلی جهاني یو ځای لیکي، کوم خط چې سید امیر محمد اعظم خان ته لیکلی دی د مخدوم رهین په کتاب کزیده اثار کې نه دی راغلی، خو امیر محمد اعظم خان چې کوم خط سید(رح) ته لیکلی دی، هغه د رهین په کتاب کزیده اثار کې راغلی دی او جهاني د دې خط له متن څخه دا اقتباس کوي، چې سید د محمد اعظم په وخت کې ارشد مشاور او یا هم صدراعظم نه دی او امیر ته یې هېڅ حیثیت نه درلوده. ښاغلی جهاني دا هم زیاتوي، چې سید(رح) امیر شرعلي خان او د محمد اعظم خان ورور سردار محمد اسلم خان ته هم خطونه لیکلي دي، چې نوموړي دا خطونه ټول د کزیده اثار له کتاب څخه تر لاسه کړي دي او بیا یې خپل غشي ګرځولي دي؛ مګر په خورشید شرق کې دا خطونه ټول له بیدارګر عصر څخه را اخیستل شوي دي، چې د مخدوم له راوړل شویو خطونو سره ډېر متني تغیر لري.
لومړۍ مسله خو دا ده، چې دا څنګه کېدای شي، چې سید دې دونه کمزوری سړی وي او کوم دولتي موقف دې هم ونه لري او بیا دې هم محمد اعظم خان، امیر شیر علي خان او سردار محمد اسلم خان ته دې سید ته خطونه استولي وي او له هېواده د تګ اجازه یې غوښتې وي او بیا دې د یادو امیرانو له لوري سید ته خطونه راغلي وي، نو جهاني په دې ټولو قانع دی، چې دا چارې شوې دي، خو بیا هم په دې اعتراف کوي، چې نه سید (روزګار بد داشت) او یو شر و، چې له هېواده وشړل شو.
خو دا اصل کې د مخدوم رهین نادرست روایات دي، چې جهاني هم پرې غولېدلی او د سید(رح) په اړه یې یو نادرسته زاویه نیولې ده او د میر محمد غبار، چې په افغانستان کې یوازېنی مورخ دی، چې بې طرفه تاریخ یې لیکلی دی. حتا ښاغلي جهاني د مرحوم غبار د تاریخ په پاڼو کې، چې د سید یادونه او معرفي شوې، هم یې د رهین په استنباطاتو رد کړې ده او بل هېڅ کره دلیل نه لري. یوازې د رهین خود ساخته کتاب یې استدلال ګرځولی دی. که پوښتنه وشي، چې ښاغلی جهاني صیب تاسو، چې د حبیبي صیب، غبار صیب او د المخزومي صیب د کتابونو رد کوئ ایا د مخدوم رهین او د نیکي کیدي متونونو باندې په کومو اساساتو باوري یاست؟
ښاغلی جهاني زیاتوي، چې سید د نولسمې پېړۍ هغه شخص دی، چې په اړه یې زیات روایات راغلي دي، مبالغې ورپسې تړل شوې دي او یوه افسانه ترې جوړه شوې ده، خو که لږ هم جهاني د دغو دوو اثارو له مطالعې اوزګار شوی وای او په دې برخه کې یې نړۍواله مطالعه کړې وای، نو بیا به هم دا ډول نظریه ورسره پاتې نه وه او یا یې په زور دا ډول نظریې ته ارجعت ورکړی دی.
که ښاغلی جهاني لږ هم د دغو اثارو لیکوالو په سوانح پسې ګرځېدلی وای، نو هله به یې مقابلې ته وړاندې کړي وای. که نه بیا نو څه بایده شي، چې یو انګرېز به تاته خپل افغان در وپېژني او یا هم د یوه طبیعت اصله ایراني له قوله به سید معرفي شي؟
دی زیاتوي، چې د اسلامي نړۍ په نولسمه پېړۍ کې د سید(رح) په څېر بل څوک نه شته، چې د ده د ژوند، سیاسي مبارزې، اثارو او افکار یې په ابهاماتو کې پراته نه وي او یا د سید په څېر دې مبالغې پسې جوړې شوې وي او یوازېنی کس، چې دا ډول مبالغو ته یې د څېړونکي ور متوجې شوي دي. هغه د سید (رح) یو له نږدې مخلصینو، چې له سید (رح) سره یې ناسته پاسته کړې او سید(رح) و ده ته ټول اقوال ویلي دي، هغه محمد شاه مخزومي سوریایي دي، چې په عربي ژبه یې د سید سوانح لیکلې، چې حتا هغه خبرې هم پکې راغلې دي، چې سید(رح) له وفات څخه مخکې المخزوني پوښتنو ته ویلې وې. یانې د دغو شواهدو با وجود جهاني ته د سید شخصیت له مبالغو او ابهاماتو ډګ ښکاري.
حیف دا دی، چې ښاغلي جهاني د سید (رح) په اړه وایي، چې: شاید تبلیغات شخص سید در باره زندګي و فعالیت های خود بوده باشد. مطلب دا چې د جهاني په اصطلاح: کېدای شي، چې د سید شخصي تبلیغات د هغه د ژوند او فعالیتونو په اړه وي؛ مګر بیا هم ښاغلي جهاني صیب ته نوموړي لیکوال او کتاب، چې د سید جمال الدین خاطرات ارا او افکارو په اړه لیکل شوی افسانه ګڼي. دا په داسې حال کې، چې د همدې کتاب ټول اعترافونه د رهین او نیکي کيدي د راوړل شویو متنونو پر اساس رد شوي، هغه هم په داسې صورت کې، چې نوموړی کس یو سورایي لیکوال دی او د سید(رح) د شاګردانو له ډلې دی. دا کتاب هغه لیکلی دی او دوی، چې څومره د سید(رح) په اړه نادرست اقول را څرګند کړي او د سید شخصیت یې یوازې یو افسانه او د افغانیت دښمن ګرځولی دی، نو د هغه لپاره د جهاني غټ دلیل د رهین مخدوم کتاب وي او یا د نیکي کيدي د خاطرو له متن څخه وي.
زه فکر کومه د جهاني صیب ټول استنباطات دا ډول اثار دي، چې موږ یې لا په افغانیت هم شکي یو، نو ښاغلی رهین به څه د سید(رح) په حق کې په یقین سره خبرې وکړي؟
ښاغلی جهاني د افغانستان د لوی مورخ، چې د سید (رح) په اړه یې لیکلي دي، چې دی د کونړ اسعداباد کې په ۱۸۳۸ کال کې پیدا شوی او په… او د سید تر مړینې پورې یې وضاحتونه ورکړي دي، مګر جهاني یې له دغه متن سره متصل لیکلي دي، چې مرحوم غبار دا نه لیکي، چې د سید په اړه یې دا پورته معلومات له کومه کړي دي؟( ۱۸ مخ د جهاني هم هغه اثر) او د دې د رد لپاره د محترم رهین، چې یو متعصب کس دی د هغه له انده وایي او په سید پسې افسانې تړي او که پوښتنه وشي، چې ښاغلي رهین یاد خط له کومه کړی دی؟ نو بیا به یې جهاني هم ځواب نه لري، ځکه که ځواب یې درلودی، نو ویلي به یې و، چې ښاغلي مخدوم رهین یاد لیک د سید له کوم اثر څخه تر لاسه کړی دی، خو دوی کوښښ کړی دی، چې یو ډول نه یو ډول سید(رح) نادرست معرفي کړي.
ښاغلي جهاني ځای – ځای د رهین مخدوم شرحې را اخیستې دي، چې نه یې تاریخي هویت شته او نه یې کوم استنباطات شته، یوازې ښاغلي رهین د خپلې خېټالوژۍ پر اساس ویلي دي. رهین په خپل کتاب کې ویلي دي: که فرض کړئ سید د انګرېزانو خلاف و، نو هغه څنګه کولای شول، چې په هند کې د هغوی په ضد تحریکونه وکړي؟ دا په داسې حال کې چې د هند بندخونې له هندوستانیانو ډکې وې؛ نو د سید(رح) پسې یې په دې ډول افسانه نګاري کړې او حقایق یې کتمان کړي دي.
ښاغلي جهاني ته د رهین کتاب تشریحات ټول د منلو وړ دي. لا اوس هم هغه خلک شته، چې د رهین مخدوم په وخت کې یې ماموران پاتې شوي و. زه د چا شخصیت وژنه نه کوم، مګر د سید په اړه د رهین نظریې ته ارجعت ورکول یو ډول له تحقیق څخه تېښته او دا هم د هغه پروژه ګڼم؛ کومه چې رهین مخدوم پر مخ وړله. دا عین هغه مسله ده، چې کله د مصر په قاهرې کې د وزیرانو جلسې «العروة الوثقى»جریده منعه اعلان کړه. سید(رح) ویلي و، چې دا د انګریزانو کار دی، نو په دې وجه د عبدالباري جهاني کتاب هم د هغې پروژې یوه برخه ده، کومه چې رهین ته ورکړل شوې وه. جهاني، چې کوم کتاب لیکلی، ما ته خو د یو څوک نا مطلوبو کتابونو او اشخاصو د تورونو نچوړ او راپور ښکاري.
سره له دې چې جهاني د دې کتاب ډېرې برخې نقض کړې هم دي. یو ځای یې ویلي: المخزومي، چې د سید سره پاتې شوی او د هغه سوانح یې لیکلې دي، خو ښاغلي المحزوني د سید جمال الدین په خاطراتو کتاب کې ویلي دي، چې د سید(رح) دقیقې سوانح د ده شاګرد شیخ محمد عبده لیکلې او ما په دې کتاب کې د هغه له لیکل شویو سوانحو څخه استفاده کړې ده؛ مګر جهاني صیب فکر کومه دا کتاب هم دقیق نه دی لوستی، ځکه چې نوموړي دا خبره څو ځایه کړې. یو بل ځای بیا وایي: چې د سید مفصلې سوانح المخزوني لیکلې دي.(دويمې برخې په ۲ پاڼه کې). نوموړي ویلي دي، چې: علتی که باعث ابهامات و افسانه پردازی در زندګی، کارنامه ها و اثار سید جمال الدین ګزیده، نبودن سوانح دقیق اوست. کاری که جمال الدین افغانی باید میکرد و این همه ابهامات را رفع مینمود. قصداً انجام نداده است.( قسمت دوم، ۲ مخ)
یانې ښاغلی جهاني په دې اند دی، چې د ده مکملې سوانح او د ده د اثارو یو درست متن نه شته، نو بیا ولې د رهین مخدوم په اثر کزیده اثار جمال الدین ته ارجعت ورکوي او په سید پسې نادرست استنباطونه را مخکې کوي؟
جهاني صیب په دې خوشک دی، چې سید خو ژوندی و او په هغه وخت کی هم خلکو له ده څخه د ځای او ځایګي پوښتنه کوله، نو په غوسه به یې ځواب ورکاوه او ویل به یې، ښه دی، چې ایرانی ماته ایرانی ونه وایي او افغانی ماته افغانی ونه وایي، مګر دا جرات څوک کولای شي، چې ووایي سید د ادم او حوا له نسله نه دی؟
ښاغلي جهاني دا خبره د محمود طرزي له خاطرو را اخیستې ده او په هغه ځای کې محمود طرزی وایي، چې په دې مجلس کې ارباب دانش هم ناست و، چې یو کس له سیده د ځای او ځایګي پوښتنه کوي او سید ورته عصباني کېږي او پورته خبره یادوي، چې د افغان بودن او ایران بودن په اړه سید کړې وه او په دې کیسه کې طرزي صیب نوره هېڅ یادونه نه ده کړې؛ خو ښاغلی جهاني وایي، چې باید یې ویلي وای، چې زه یا افغان یم او یا ایرانی؛ مګر جهاني په سراج الاخبار کې د سید سوانح نه لولي. د سید(رح) په ټولو اثارو په ښکاره لیکل شوي او د هم هغه وخت نسخې یې موجودې دي، چې لیکل شوي: جمال الدین افغاني الحسیني.
دا ټولې حوالې په بیدار ګر عصر، خورشید شرق او همدا ډول د ختیځ نابغه او د ښاغلي ا.د. عماره او د المخزومي غوندې اثارو کې راغلې او هغه یې نه دي منلې، چې په مستندو حوالو او واقعیتونو لیکل شوې دي. یانې په ایراني تاریخونو کې داسې ډېر کم پېښ شوي دي، چې د عثماني امپراتورۍ یادونه دې شوې نه وي او سید دې نه وي پکې یاد شوی او یا که د سید اثار داسې ورک وای، لکه د پټې خزانې، نو بیا به مو هم یو څه غور پرې کړی وو؛ خو دی د معاصر انسان او نابغه په اړه هم دا فکر کوي، لکه څه ډول چې مخدوم رهین او انګرېزانو کړی دی او یا هم استاد خسرو شاهي چې کوم متني نقض کړی و.
یانې جهاني د علامه حبیبي صیب، د غبار صیب، د المخزومي صیب، ادوار بروان، د الفت شعر او د استاد خلیل الله خلیلي صیب خبرې نه مني، بلکې د رهین د متن پر اساس یې ردوي هم.
زه فکر کوم، چې که ښاغلي جهاني بیدارګر عصر، خورشید شرق، د ختیځ نابغه او د ا.د. عماره کتابونه لوستي وای او یوازې د یوې انګرېز راپورټرې خاطرې او د سیدمخدوم رهین اثر له لوستلو څخه لږ هم نړۍوالې څېړنې ته را وتی وای، نو هله به یې سید پېژندلی وای.
ما د ښاغلي جهاني د کتاب پينځه برخې په انلاین ژورنالونو کې لوستې( لومړی او دويمه برخه په لمر ویبپاڼه کې او له درېیمې تر پينځمې برخې مې په اریانا ویبپاڼه کې لوستې. په هغو کې د پورته څلورو کتابونو هېڅ حوالې او د هغوی په اړه هېڅ رایه نه شته، سره له دې، چې دا کتابونه د سید(رح) په اړه کره سرچینې دي، نو په دې برخه کې جهاني هېڅ دا کتابونه نه وړاندې کوي.
اخځلیکونه:
۱- ارشاد، محمد شاه(پښتو ژباړن). (دوهم چاپ:۱۳۹۱ ل) د افغاني سید جمال الدین خاطرات. لیکوال: محمد باشا المخزومي. کویټه: صدیقي خپروندویه ټولنه.
۲- دارو، ماریا.(۱۳۹۹). خورشید شرق(به استقبال کتاب بیدارګر عصر(سید جمال الدین افغاني). کابل افغانستان.
۳- حبیبپ، مرحوم پوهاند عبدالحی.( حوت ۱۳۸۵). نسب وزادګاه سید جمال الدین الافغانی. وزارت فرهنګ و جوانان.
۴- غبار، مرحوم میرغلام محمد.(۱۳۶۸) افغانستان در مسیر تاریخ. مرکز نشر انقلاب با همکاري جمهوري.
۵- فاضل، فضل الرحمن.(۲۰۱۷) بیدارګرعصر(سید جمال الدین افغاني، پنځم چاپ. بخش فرهنګي سفارت افغانستان ـ قاهره.
۶- احساس، ذبیح الله.(۱۳۸۸) ښکليه که دا غوړې، چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه. سالنګ خپرندويې ټولنه.
۷- طلوعي، محمود؛ فرهنگ جامع سياسي، تهران، نشر علم، چاپ دويم، ۱۳۷۷.
۸- نوري، ولي احمد(۲۰۲۱). سیدجمال الدین افغاني. اریانا افغانستان انلاین ویب پاڼه. http://www.arianafghanistan.com.
۹- جهاني، عبدالباري(۲۰۲۲). سیدجمال الدین افغاني از افسانه تا حقیقت، درېیمه، څلورمه، پنځمه برخه. اریانا افغانستان انلاین ویب پاڼه، http://www.arianafghanistan.com
۱۰- جهاني، عبدالباري جهاني(۲۰۲۵ م) سیدجمال الدین افغاني از افسانه تا حقیقت، لومړۍ، دوهمه برخه. لمر میډیا ویب پاڼه، https://lmarmagazine.com/
۱۱- جعفریان، اسماعیل(فارسي ژباړن).(۱۳۸۵). دولت عثمانی از اقتدار تا انحلال.لیکوال: اسماعیل احمد. پژوهشګاه حوزه دانشګاه. قوم – رینون، ایران.
۱۲- عماره، ا.د محمد.(۲۰۰۹ م). جمال الدین الافغانی بین حقایق التاریخ و اکاذیب لویس عوض. دارالسلام الطباعه والتوزیع و الترجمه، قاهره.
۱۳- پاکپور، سبحان. تاریخی عثمانی. موسسه اسلامی قمر بن هاشم. کتاب خانه انلاین تاریخ اسلام.
۱۴- زاهدمشواڼي، عبدالقیوم. د افغانستان تاریخ(تاج التواریخ، لومړی او دویم ټوک) دانش خپروندویه ټولنه.
۱۵- بدر، صدیق الله(ژباړن).(1389 ل). سید جمال الدین او د ختیځ او لویدیځ مخامختیا(لیکوال: شهید ډاکټر سید بهاء الدین مجروح).کابل: دانش خپروندویه ټولنه.
[1] د دې رسالې لومړۍ برخه په تاند ویب پاڼه کې نشر شوې وه، چې ښاغلي جهاني کمینټ کړی و او ویلي یې و، چې میرمن نیکي کيدي انګریزه لیکواله نه ده، بلکې امریکایي لیکواله ده، چې اوس هم د کلیفورنیا د ایالت د لاس انجلس په ښارکي د کلیفورنیا په پوهنتون کي درس ورکوي او ۹۰ کلنه ده. یوه بله مسله هم ښاغلي جهاني یاده کړې وه، چې انګریزانو د امیر شیرعلي خان په دور کې سفارت په کابل کې نه درلوده، مګر ښاغلې ماریا دارو، چې د بیدارګر عصر کتاب په استقبال کې یې خورشید شرق لیکلی دی، نوموړې میرمن یې د انګریزانو جاسوسه ګڼلې او هغه مهال یې په افغانستان کې د دې پر دندو هم بحث کړی دی.
د ښاغلي جهاني، چې نوموړې مېرمن ۹۰ کلنه ګڼلې، نو په دې حساب د سید(رح) د وفات څخه یو کال وروسته یاده میرمن پیدا شوې ده. یو بله مسله دا ده، چې که چېرې یاده میرمن په افغانستان کې نه وه، نو بیا یې د کابل دایري کتاب، چې د نوموړې خاطرې دي څه ډول یې لیکلی؟
خو مهمه مسله دا ده، چې امریکایان هم انګریزان دی، چې د امریکاه رسمي ژبه هم انګریزي ده.