Home+د الزایمر او ډیمنشیا توپیر په څه کې دی؟

د الزایمر او ډیمنشیا توپیر په څه کې دی؟

لیکنه: ډاکټر ش میره‌کی

د الزایمر (Alzheimer’s disease) او ډیمنشیا (Dementia) ترمنځ توپیر ډېر مهم دی، ځکه ډېری خلک دا دواړه یو شان ګڼي، حال دا چې علمي لحاظه یې مانا بېله ده.

ډیمنشیا (Dementia) څه شی ده؟

ډیمنشیا (Dementia) یوه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې یو عمومي اصطلاح ده چې د مغز د دندو د کمزورۍ یوې ډلې ته کارول کېږي.

یعنې:

کله چې د انسان حافظه (Memory)، فکر (Thinking)، پریکړه (Judgment) او چلند (Behavior) دومره خراب شي چې د ورځني ژوند چارې اغېزمنې کړي، دې حالت ته ډیمنشیا ویل کېږي.

د ډیمنشیا نښې:

  • د حافظې کمزوري (Memory loss)
  • ګډوډ فکر (Confusion)
  • د خبرو ستونزه (Language problems / Aphasia)
  • د پریکړې کمزوري (Poor judgment)
  • د شخصیت بدلون (Personality changes)

د ډیمنشیا ډولونه:

ډیمنشیا بېلابېل ډولونه لري، لکه:

  • Alzheimer’s disease (تر ټولو عام ډول)
  • Vascular dementia
  • Lewy body dementia
  • Frontotemporal dementia

الزایمر (Alzheimer’s disease) څه شی دی؟

الزایمر (Alzheimer’s disease) د ډیمنشیا تر ټولو عام ډول دی او یوه ځانګړې ناروغي ده.

یعنې:

الزایمر د مغز یوه تخریبي (Neurodegenerative) ناروغي ده چې په تدریجي ډول د مغز حجرې له منځه وړي.

د الزایمر ځانګړنې:

  • د حافظې ورو ورو خرابېدل (Progressive memory loss)
  • د نوو معلوماتو هېرول
  • د وخت او ځای پېژندنې له لاسه ورکول
  • د ورځني کارونو نه ترسره کول
  • د چلند او شخصیت بدلون

د الزایمر په مغز کې څه پېښېږي؟

  • د Amyloid plaques جوړېږي
  • د Neurofibrillary tangles (Tau proteins) رامنځته کېږي
  • د مغزي حجرو (Neurons) مړینه

اساسي توپیر

ټکی

ډیمنشیا (Dementia )

الزایمر (Alzheimer’s disease)

تعریف

عمومي حالت (Syndrome)

ځانګړې ناروغي (Disease)

ماهیت

نښې او علایم

اصلي علت

ډولونه

څو ډولونه لري

د ډیمنشیا یو ډول دی

شمولیت

پراخ مفهوم

محدود او مشخص

:

هر الزایمر ډیمنشیا ده، خو هره ډیمنشیا الزایمر نه ده.

مهم ټکي :

  • ډیمنشیا کله ناکله د درملنې وړ وي (لکه د Vitamin B12 deficiency یا Normal pressure hydrocephalusله امله)
  • خو الزایمر اکثره وخت نه بشپړېدونکی (Progressive & irreversible) وي
  • ژر تشخیص د ناروغ د ژوند کیفیت ښه کوي

د ډیمنشیا (Dementia) او الزایمر (Alzheimer’s disease) ترمنځ د نښو عملي توپیر

یاد ولري :

الزایمر د ډیمنشیا یو ډول دی، نو ځینې نښې یې سره ګډې دي، خو په عملي ډګر کې توپیرونه لري.

 ۱. د ناروغۍ پیل (Onset) :

الزایمر:

  • ورو، ورو پیل کېږي
  • په کلونو کې پرمختګ کوي
  • لومړۍ نښه اکثره د حافظې کمزوري وي

نور ډولونه د ډیمنشیا:

  • ځینې ناڅاپي پیل لري

  لکه Vascular dementia (د رګونو له ستونزې وروسته)

  • ځینې په څپو کې خرابېږي (Stepwise decline)

۲. حافظه (Memory) :

الزایمر:

  • ډېر ژر او ډېر زیانمن کېږي
  • نوی معلومات نه شي ساتلی

    ناروغ ژر ژر پوښتنه تکراروي

نور ډیمنشیا:

  • په پیل کې حافظه دومره نه خرابېږي
  • نورې دندې مخکې خرابېږي (لکه تمرکز)

۳. د ځای او وخت پېژندنه (Orientation)

الزایمر:

  • ژر ګډوډېږي
  • لاره ورکوي
  • وخت نه شي پېژندلی

نور ډولونه:

  • دا ستونزه وروسته راځي (په ځینو ډولونو کې)

۴. خبرې او ژبه (Language) :

الزایمر:

  • د کلمو موندلو ستونزه
  • خبرې ورو ورو کمېږي یعنې Aphasia

Frontotemporal dementia:

  • ژبه تر ټولو مخکې خرابېږي
  • ناروغ ممکن بې‌مانا خبرې وکړي

۵. فکر او پرېکړه (Executive function) :

الزایمر:

  • دا ستونزه وروسته څرګندېږي

Vascular dementia:

  • ډېر ژر خرابېږي
  • ناروغ نه شي پلان جوړولی یا پریکړه کولای

۶. چلند او شخصیت (Behavior & personality)

الزایمر:

  • په ورو ورو بدلېږي
  • نرم بدلونونه

Frontotemporal dementia:

  • ناڅاپي او شدید بدلون

    بې‌ادبي، بې‌پروايي، یا ناسم چلند

۷. وهم او لید (Hallucinations)

الزایمر:

  • په وروستیو پړاوونو کې راځي

Lewy body dementia:

  • ډېر ژر څرګندېږي

    ناروغ داسې شیان ویني چې نشته

۸. د بدن حرکت (Movement) :

الزایمر:

  • عموماً په پیل کې عادي وي

Lewy body dementia:

  • د Parkinson-like symptoms

    لړزه (Tremor)، سستې حرکت

لنډ عملي توپیر :

 نښه

 الزایمر

نور ډیمنشیا

پیل

ورو

کله ناڅاپي

حافظه

لومړی خرابېږي

وروسته خرابېږي

فکر

وروسته خرابېږي

ژر خرابېږي

چلند

ورو بدلون

ناڅاپي بدلون

وهم

ناوخته

ژر (په ځینو کې)

حرکت

عادي

کله ستونزه لري

که ناروغ:

  • لومړی حافظه له لاسه ورکوي ډېر احتمال Alzheimer’s disease
  • لومړی چلند یا فکر خراب شي  بل ډول Dementia ته پام کېږي

ناڅاپي خراب شي  Vascular dementia ته شک کېږي

لنډه پایله :

  • Dementia = یو عمومي اصطلاح (د مغزي کمزورۍ حالت)
  • Alzheimer’s disease = د دې حالت تر ټولو عام او ځانګړی ډول

د الزایمر (Alzheimer’s disease) د مخنیوي لارې :

تر اوسه داسې درمل نشته چې الزایمر په بشپړ ډول مخه ونیسي، خو ځینې لارې شته چې خطر یې کموي او د مغز ځواک ساتي:

۱. سالم خواړه (Healthy diet)

  • د سبزیو او د ترکاریو ډېر کارول
  • د مېوو خوړل (لکه امروت، مڼه)
  • د کب یوه ټوټه (Omega-3 fatty acids)
  • د زیتون غوړي

    دې ته Mediterranean diet هم وایي

۲. بدني خوځښت (Physical activity)

  • هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ګرځېدل
  • سپک تمرینونه (Exercise)

    د وینې بهیر ښه کوي او مغز ته انرژي رسوي

۳. ذهني تمرین (Cognitive activity) :

  • کتاب لوستل
  • حساب کول
  • نوې ژبه زده کول

    دا د مغز حجرې فعال ساتي

۴. ښه خوب (Sleep hygiene) :

  • منظم خوب
  • لږ تر لږه ۷–۸ ساعته

    خراب خوب د Amyloid د زیاتېدو لامل کېږي

۵. د نورو ناروغیو کنټرول :

  • د وینې لوړ فشار (Hypertension)
  • شکر (Diabetes mellitus)
  • د وینې غوړ (Hyperlipidemia)

۶. بد عادتونه پرېښودل :

  • سګرټ مه څکوئ
  • الکول مه کاروئ

د الزایمر درملنه (Treatment options) :

الزایمر بشپړ ښه کېدونکی نه دی، خو ځینې درمل شته چې نښې ورو کوي:

۱. Donepezil

  • د ډلې نوم: Acetylcholinesterase inhibitor
  • د عمل طریقه:

    په مغز کې Acetylcholine زیاتوي (د حافظې لپاره مهم ماده)

ګټه:

  • حافظه لږ ښه کوي
  • د ناروغۍ پرمختګ ورو کوي

۲. Rivastigmine

  • هم د همدې ډلې (Cholinesterase inhibitor) څخه دی
  • د patch (پر پوستکي لګېدونکی) بڼه هم لري

۳. Memantine :

  • د ډلې نوم: NMDA receptor antagonist

د عمل طریقه:

د Glutamate اغېز تنظیموي (چې که زیات شي، مغزي حجرې زیانمنوي)

ګټه:

  • په منځني او شدید حالت کې کارېږي
  • د ورځني ژوند و

ډیمنشیا (Dementia )څرنګه ناروغي ده؟

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...