د ۱۶۷۸ کال د جون په ۲۵ نېټه ایټالیايي ایلینا کورنارو په فلسفه کې دوکتورا واخیسته او په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې دا لوړ اکاډمیک سند یې ترلاسه کړه.
د بریتانیکا دایرة المعارف پر اساس، ایلینا کورنارو د ۱۶۴۶ کال د جون پره پنځمه د ایټالیا په وینس کې زیږېدلې او د ۱۶۸۴ کال د جولای په ۲۶مه د ایټالیا په پادوا کې مړه شوې او دا لومړنۍ ښځه وه چې د پوهنتون سند یې ترلاسه کړ.
ښوونه او روزنه
ایلینا د جیواني بټیستا کورنارو پیسکوپیا دریمه ماشومه وه، مور یې زینټا بوني یوه بزګره وه او د هغې د زیږون په وخت کې یې له جیواني سره واده نه و کړی، که څه هم دوی وروسته واده وکړ او له ایلینا وروسته دوی ۴ نور ماشومان وزیږول.
که څه هم د واده له چوکاټ بهر زیږېدلې وه، خو د هغې پلار ګیانباټیستا کورنارو پیسکوپیا اعتراف کړی و او د هغې ملاتړ یې وکړ. دده له ادب او ساینس سره مینه وه.
کله چې ایلینا اوه کلنه وه، د هغې د کورنۍ ملګرې، ریورنډ جیواني فابریس، خپل پلار وهڅاوه چې د هغې لپاره د یوناني او لاتیني ژبې د زدکړې درسونه پیل کړي. هغې وروسته د خپلې مورنۍ ژبې ایټالوي سربېره په فرانسوي، هسپانوي، عبراني او عربي ژبو هم روانې خبرې کولی شوې.
د ځینو مشهورو سیمهيیزو ښوونکو تر څارنې لاندې، کورنارو د شعرونو او سندرو جوړولو سربېره، علوم، په ځانګړې توګه ریاضي او ستورپوهنه او د موسیقۍ بېلابېل وسایل لکه هارپ او وایلین زد کړل. خو هغې اصلا له الهیاتو او فلسفې سره مینه لرله.
ایلینا یوه دینداره کاتولیکه وه، د یوولس کلنۍ په عمر کې یې د عفت قسم اخیستی و او په دې توګه یې د احتمالي مدافعینو لخوا د واده ډېری وړاندیزونه رد کړل. هغې غوښتل چې د بینډیکټین له راهبو ښځو سره یوځای شي، خو پلار یې انکار وکړ.
چې د هغې پلار ۱۰۰،۰۰۰ ډوکاټونه ولګول چې دا او د هغې خویندې د اشرافو کچې ته لوړې کړ، هغه په اتلس کلنۍ کې د اشرافو د ویاړ په نوملړ کې شامله شوه.
د نولس کلنۍ په عمر کې، هغه په ایټالیا کې د خورا تعلیم یافته مېرمنې په توګه پېژندل شوې وه چې خلک به له ټول هېواده په وینس کې د کورنارو ماڼۍ ته ته د هغې لیدو لپاره ورتلل.
په ۱۶۶۹ کې، هغې د راهب جیواني لاسپیرجیو (له مسیح سره خبرې) کتاب له اسپانوي ءژبې ایټالوي ژبې ته وژباړه او دا ژباړه یې خپلې نژدې ملګرې جیان پاولو اولیوا ته ډالۍ کړه. دا کتاب له ۱۶۶۹ تر ۱۶۷۲ کال پورې په وینیسیا جمهوریت کې پنځه ځله چاپ شو.
د هغې شهرت په ټوله ایټالیا کې خپور شو او هغې ته بلنه ورکړل شوه چې په ډېرو ساینسي ټولنو کې ګډون وکړي. په ۱۶۷۰ کې هغه د وینیس د سولې اکاډمۍ مشره شوه.
دوکتورا
په ۱۶۷۲ کې، د هغې پلار هغه د نورو زدکړو لپاره د پادوا مشهور پوهنتون ته ولېږه، چې د ایټالیا درېیم قدیمي پوهنتون دی، هغه پوهنتون ته نژدې یو کور ورته وپېره چې ایلینا د الهیاتو زدکړه پیل کړي.
کورنارو لن پادوا پوهنتونه د علمي سند اخیستو په لټه کې نه وه، هغې یوازې غوښتل چې خپلې زد کړې ته دوام ورکړي. په هرصورت، جیواني کورنارو ټینګار درلود چې لور یې نړۍ ته د علم خپل هنر وښيي.
هغه پادوا په پوهنتون کې د نوملیکنې د مخه ناروغه وه، خو کله چې هغې خپلې زدکړې پیل کړې دا ناروغي یې ورکه شوه. هغې پوهنتون کې له شاملېدا وروسته خپل پلار ته ولیکل: “زما د زدکړې په خوښۍ، تازه هوا، او د ډاکټرانو په زړه پورې پاملرنې سره، زه ډېر پیاوړی احساس کوم، نو زه هیله لرم چې په راتلونکي کې زه وکولی شم خپلې زدکړې بیا پیل کړم.”
په ټولګیو کې د ګډون پرمهال، هغې د ټولې اروپا له بېلابېلو خلکو سره لیدنې ته دوام ورکړ او په ځانګړې توګه یې له مشهورو پوهانو سره خپلو مناظرو ته دوام ورکړ، چې هغې خورا خوند ترې اخیست. دا مناظرې په ټوله ایټالیا او په ټوله اروپا کې په پراخه کچه مشهورې شوې.
د خپل پلار په ټینګار، ایلینا پادوا د پوهنتون د الهیاتو برخه کې د دوکتورا لپاره غوښتنه وکړه. د هغې غوښتنه له مقاومت سره مخ شوه، ځکه چې د کاتولیک کلیسا چارواکو یوې ښځې ته د الهیاتو د ډاکټرې له لقب ورکولو انکار وکړ، ځکه چې کلیسا په دې باور وه دا د یوې ښځې لپاره نامناسب کار دی چې په الهیاتو کې سند ترلاسه کړي. د ۲۱ پېړۍ تر لومړیو پورې، کاتولیکې کلیسا مېرمنې د پادریانو په توګه له ټاکل کېدو منع کړې او که څه هم دا هغه څه نه وو چې کورنارو غوښتل، کلیسا داسې انګېرله چې هغې ته د دې ډول درجې ورکول د ګومارل کېدو لپاره کافي دي.
په الهیاتو کې د دوکتورا پرځای، کلیسا هغې ته اجازه ورکړه چې په فلسفه کې د دوکتورا لپاره غوښتنه وکړي.
ټاکل شوې وه چې د فلسفې د دوکتورا لپاره د کورنارو ازموینه د پادوا پوهنتون په تالار کې واخیستل شي، خو د ایټالیا د پوهنتونونو د استادانو، محصلانو، سناتورانو او مېلمنو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله دا مناظره په پادوا کې کتدرال ته ولېږدول شوه.
د ۱۶۷۸ کال د جون په ۲۵مه، له هغې ازموینه واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې پوره یو ساعت په کلاسیکې لاتیني ژبې خبرې وکړې، د ارسطو له کارنامو یې خال خال غوره کړې سختې ټوټې او خبرې تشرېح کړې. هغې ته په ډېر شوق غوږ ونیول شو او د هغې په زړه پورې ځوابونو ممتحنین (ازموینګر) حیران کړل، بالاخره پرېکړه یې وکړه چې د هغې پراخه پوهه د فلسفې په برخه کې له دوکتورا پورته ده چې هغې په دوه دېرش کلنۍ کې ترلاسه کړې وه . هغې د دوکتورا تر څنګ د ډاکټرۍ مهر، د استادۍ چپنه او د شاعرۍ جایزې هم ترلاسه کړې.
وروستي اووه کاله
کورنارو په ټوله اروپا کې د ډېری اکاډمیو غړی وه او د نړۍ له ګوټ ګوټ یې پوهان لیدو ته ورتلل. هغې په ایټالیا او بهر کې د نورو اکادمیکو څېرو سره مکاتبې روانې وساتلې. هغې په الهیاتو کې بحثونه او لیکچرونه او د موسیقۍ کمپوزولو خوند اخیست.
مارګریټ الیک په خپل کتاب (د هیپاتیا میراث) کې یادونه کوي چې کورنارو په ۱۶۷۸ پادوا پوهنتون کې د ریاضیاتو ښوونکې شوه. د خپل ژوند په وروستیو اوو کلونو کې، ایلینا د بېوزله خلکو پر زدکړه او خدمت کولو تمرکز وکړ.
هغه د خپل ژوند ډېره برخه په خرابه روغتیا کې وه او د هغې پراخه خیریه کار او پر مطالعې تمرکز د هغې پر فزیکي کمزورۍ لا ډېر اغېز وکړ او جسما ضعیفه شوه.
ایلینا لوکریزیا کورنارو پیسکوپیا د ۱۶۸۴ کال د جولای په ۲۶ مه د اته دېرش کلنۍ په عمر مړه شوه، داسې انګېرل کېږي چې د هغې مړینه د نري رنځ له امله وه. د هغې مړینې په پادوا کې لوی ماتم رامنځته کړ او په وینس، پادوا، سیانا او روم کې د هغې د یادګار مراسم ترسره شول.
د هغې وروستۍ هیله دا وه چې د ایټالیا پادوا کې د سانټا جیوستینا کلیسا کې ښخه شي.
په ۱۶۸۵ کې، د پادوا پوهنتون د خپلې لویې محصلې په ویاړ یو مډال پیل کړ. نن ورځ د ایټالیا د پادوا په معتبر پوهنتون کې د ایلینا لوکریزیا کورنارو پیسکوپیا د مرمر مجسمه شته. دا مجسمه په ۱۷۷۳ کې کاترینا دولفین پوهنتون ته ډالۍ کړې وه.
د خپل ژوند په اوږدو کې، کورنارو د علمي بحثونو او ژباړو په ګډون د مذهبي او فلسفي مسلو په اړه ډېری مقالې او او پلانونه لیکلي.
د ۲۰۱۹ د جون پر ۵مه، ګوګل د ایلینا کورنارو ۳۷۳ کلیزه ولمانځله.
د ایلینا کورنارو په اړه پنځه په زړه پورې ټکي
- هغه په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه چې د دوکتورا سند یې ترلاسه کړ
- هغې په یوولس کلنۍ کې د عفت نذر واخیسته ځکه چې هغې د واده مختلف وړاندیزونه رد کړل
- د خپل ژوند وروستي اوه کاله یې خیرات او له بېوزلو سره مرستې ته وقف کړل
- هغې پر مورنۍ ایټالوي ژبې سربېره په ۷ ژبو روانې خبرې کولې: یوناني، لاتیني، عبراني، اسپانوي، فرانسوي او عربي.
- هغه په ۳۸ کلنۍ کې مړه شوه.