Home+له انرژۍ ډک هېوادونه او تیاره کورونه | شاه زلمی

له انرژۍ ډک هېوادونه او تیاره کورونه | شاه زلمی

په نړۍ کې ډېر هېوادونه شته چې طبیعت ورته سترې شتمنۍ وربښلې دي. دا شتمنۍ که په سمه توګه وکارول شي، کولی شي د خلکو ژوند بدل کړي، اقتصاد قوي کړي او د پرمختګ لارې پرانیزي. خو دا هر څه یوازې هغه وخت ممکن دي چې ښه رهبري، سالم مدیریت او روښانه پلانونه موجود وي.
لمریزه انرژي د برېښنا د تولید له مهمو او پاکو سرچینو څخه ده. هغه هېوادونه چې ډېره برخه کال لمرینې ورځې لري، کولای شي د لمریزو تختو په وسیله خپله ډېره اړتیا پوره کړي. دا ډول انرژي نه یوازې ښارونو ته ګټه رسوي، بلکې لرې پرتو کلیو ته هم برېښنا رسولای شي. همدارنګه دا د تیلو او نورو سون توکو اړتیا کموي او چاپېریال پاک ساتي.
په ورته ډول، ډېر هېوادونه د سیندونو، ابشارونو (جړوبیو) او پیاوړو بادونو په څېر طبیعي سرچینې لري. دا سرچینې که سمې وکارول شي،  د هېواد دننه اړتیاوو د انرژۍ شتون، د صنعتونو د ودې، د کارونو د زیاتېدا او د اقتصاد د پیاوړتیا اساسي بنسټ جوړیدالی شي.
د اوبو، لمر او باد انرژي بیا له هغو پاکو سرچینو څخه دي چې چاپېریال نه ککړوي. هغه هېوادونه چې سیندونه، روښانه اسمان او مناسب هوايي شرایط لري، کولای شي د بندونو، لمریزې او بادي توربینونو له لارې ډېرې برېښنايي پروژې عملي کړي او زرګونو کورنیو ته د رڼا زېری ورسوي.
خو له بده مرغه داسې هېوادونه هم شته چې سره له دې ټولو امکاناتو، خلک یې لا هم په تیارو کورونو کې ژوند کوي او لا هم د لاټین د تتې رڼا په وسیله شپې سبا کوي. د دې لوی لامل اکثره وخت د مدیریت سستوالی، فساد، د پلان نشتوالی او سیاسي بې ثباتي وي، ځکه طبیعي سرچینې په خپله پرمختګ نه راولي، بلکې د هغو سمه اداره اړینه ده.
کله ناکله داسې هم کېږي چې سترې پروژې نیمګړې، نیمه خوا پاتې شي او د سست پرمختګ له امله کلونه کلونه وځنډېږي. دا حالت د خلکو ژوند سختوي، کاروبارونه پیکه کوي او اقتصاد ورو کوي.
انرژي یوازې د روښنایۍ نوم نه دی، بلکې د پرمختګ، زده کړې، روغتیا او د ژوند د ښېرازۍ اساسي برخه ده.
 هغه ټولنې چې دوامداره برېښنا لري، هلته ښوونځي ښه کار کوي، روغتونونه فعال وي او صنعتونه وده کوي
په اصل کې که هېوادونه خپلې سرچینې په ښه ډول مدیریت کړي، نو ولسونه به له تیارو څخه ووځي او د پرمختګ پر لور به ثابت او شفاف قدمونه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...