Homeخبرونهله جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د وړلو مخه ونیول...

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د وړلو مخه ونیول شوه

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، پر افغانستان واکمنې ادارې کابل ته د هغو افغان کډوالو د لېږد یوه ټاکل شوې الوتنه لغوه کړې چې له جرمني څخه ایستل کېدل.

د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه له جرمني څخه ایستل شوي افغانان کابل ته ولېږدوي، خو په کابل کې واکمنې ادارې لږ مخکې له دې چې الوتکه له جرمني والوزي، د هغې اجازه لغوه کړه.

دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې دلیل په جرمني کې د خپلو استازو او دیپلوماتانو کمښت ښودلی دی. طالبانو استدلال کړی چې د افغان کډوالو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په جرمني کې لا ډېرو استازو ته اړتیا لري.

اوس مهال په جرمني کې د طالبانو یوازې دوه استازي رسمي اعتبار لري.

جرمني په دې برخه کې که له یوې خوا د طالبانو د حکومت تر فشار لاندې دی، نو بلې خوا ته د خپل هیواد او نورو اروپايي هیوادونو د فعالانو تر فشار لاندې دی؛ هغه فعالان چې د افغانستان له اوسني واکمن رژیم سره د جرمني د دیپلوماتیکو اړیکو سخت مخالفت کوي.

همداراز ویل شوي چې د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف شته. د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر وړاندې د سخت دریځ ملاتړ کوي، خو د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت Dobrindt اندېښنه لري چې زیات فشار به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې حکومت د افغانستان پر لور د منظم اخراج د دوام لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نژدې او باوري همکاري لري.

د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه په دې اړه په خپل منځ کې د اختلاف په باب رسماً څرګندونې نه دي کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...