لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ (پر آلټراساونډ د تشخیصیه ناروغیو او نسايي ولادي معالجه)
د معالجوي طب پوهنتوني زده کړو پر مهال مې د رواني ناروغیو اړوند مضمون مطالعې پراختیا لپاره د رواني رنځپوهنې او رواني درملنې کتابونه مطالعه کړل، چې له ډېرو په زړه پورې عنوانونو سره مخ شوم او دا برخه راته نوره هم په زړه پورې شوه. وروسته په کاري چاپیریال کې د رواني مشاورې له روزنیزو برنامو سره مخ شوم، چې په زړه پورې والی یې نوره هم زیات شو. تر دې چې مې د مطالعې فرصت موندو سره د تورې ارواپوهنې یو کتابګوټی لاس ته راغلو او چې مې مطالعه کړو نو په جالبو مواردو په اړه پکې علمي معلومات وو، خو دا چې په بشپړ تفصیل یې روښانتیا نه وه وړاندې کړې نو یو شمېر نورې سرچېنې مې هم ولیدې او دې لړ کې د تورې ارواپوهنې له نظره د څلورګونو تیارو شخصتي اړخونو معلوماتو ته راورسیدم. دا برخه مې یو شمېر نویو سرچېنو کې مطالعه کړه او دا دی ددې لنډې مقالې چوکاټ مې ځای کړه، چې د مناقشې په توګه مې د پخوانیو او معاصرو پرمختګونو یوه یادونه هم کړې ده.
موده وړاندې مې خواله رسنیو کې داسې خبر ولوست چې هند کې هغه نجلۍ ونېول شوه، چې ګڼې نجونې یې په ماشومتوب کې په پټه وژلې وې. له دې څخه د تحقیقاتو ترڅ کې څرګنده شوه، چې ویل یې نجونې یې ددې لپاره وژلې چې دا نجونې به لویې شي او له دې څخه به ښایسته وي او ددې پر ځای چې خلک ددې د ښایست صفتونه وکړي د نورو تر دې ښایسته نجونو صفتونه به کوي. دا خاصه پر ځان مین او سادیزیمي شخصیتي اختلال لرونکي کسان لري.
په پیل کې مې دا بېلګه ځکه راوړه چې د تورې ارواپوهنې له نظره د شخصیتي څلور ګوني تیارو اړخونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم تر څو موږ تاسو خپلې ټولنې کې د خلکو ارزونو له لارې هغوی وپېژنو او څنګه چې ښايي ځان ترې وژغورو تر څو یې قرباني نه شوي، خو کیدای شي ددې ډول کسانو تر اغېز لاندې موږ په ناپامۍ کې راغلي وو او تر بشپړې اغېزې لاندې یې واوسو. نو اړینه ده چې په دې برخه کې باید له وړاندې مطالعه ولرو، بشپړ معلومات ولرو تر څو د چا د ګټو ښکار نه شو. دغه راز که چېرې موږ تاسو په خپله هم ددې ډول شخصیتي ځانګړنو درلودونکي وو، نو باید د خپلو ځانونو اصلاح ته ځانګړې پاملرنه وکړو تر څو شدید حالت ته لوړ نه شي، چې بیا به د کابو کېدو او زیان مخنېوي وړ نه وي.
که په کاروباي چاپیریال کې له داسې کسانو سره مخ شو، نو باید له دوی سره پر چلن کولو له وړاندې پوه وو، ځکه کیدای شي له یو رئیس یا همکار سره مو پر داسې مسئلې بحث په لانجه واوړي، چې په ظاهره به موږ ته سرټمبه او یا ناپوه ښکاره شي، خو په حقیقت کې به هغه شخصیتي اختلال ولري او په یو ډول رواني رنځ به اخته وي.
یا هم دا چې په خپله ټولنه او نږدې خپلوانو کې به داسې کسانو سره مخ شو، چې یوازې او یوازې به خپلې ګټې ورته مهمې وي او ددې ګټو پاللو او لاسته راوړنو په خاطر به له هرې شونې لارې کار اخلي، نو باید موږ ترې ځان وژغورو او هم نورو ته لارښوونه وکړو چې دداسې کسانو قرباني نه شي.
په لاندې پېژندل شویو شخصيتي تیارو اړخونو کې یې کېدای شي د نارسیستانو، میکیاولیستانو او سایکوپتانو په اند ۲+۲ = ۵ وي خو موږ باید له دې بشپړ خبر وو، چې له دوی سره د مخامخ کېدو پر مهال څه وکړو.
په معاصره ارواپوهنه کې د Dark Tetrad (څلورګونو تورو ځانګړنو) په نوم یو مفهوم شته چې څلور هغه شخصيتي ځانګړنې بیانوي چې که ډېرې پیاوړې شي، د شخص او ټولنې لپاره ستونزې رامنځته کولی شي. ځیني پوهان وايي چې د دغو ځانګړنو شتون په خپله د رواني ناروغۍ معنا نه لري؛ یوازې هغه وخت کلینیکي ارزښت پیدا کوي چې یا دا چې درملنې ته اړتیا پیدا کوي، چې شدیدې وي او د شخص په ورځني ژوند او اړیکو منفي اغېز وکړي.
۱– نارسیزم (Narcissism)
نارسیزم د لرغوني یونان له یوې تاریخي اسطورې څخه اخېستل شوی نوم دی. د تورې ارواپوهنې شخصیتي څلورګونو اړخونو یا څلورګونو ځانګړنو څخه یوه ځانګړنه ده. دا ډول شخصیتي اختلال لرونکي کسان فرصت طلبه خلک دي، د نورو کنټرولولو هڅه کې دي، په ظاهرا خواږه او په باطن کې زهري دي، د خپلو ګټو لپاره د نورو قرباني کولو غوښتونکي دي.
نارسیزم هغه شخصیتي ځانګړنه ده چې پکې شخص ځان له نورو لوړ ګڼي، د ستاینې او پاملرنې سخت مینه وال او تږي وي او دې ته اړتیا لري او د نورو احساساتو ته تر ټولو کمه پاملرنه کوي او حتا د نورو ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. دوی د ځان د ارزښتناک بللو کې مبالغه کوي، د نورو له خوا د دوامدارې ستاینې غوښتونکي دي، ځان ځانګړی او استثنايي ګڼي، پر ځان نیوکه یا انتقاد نه شي زغملی.
تر ټولو مهمه دا چې دوی سخت زړي وي او د خواخوږۍ (Empathy) حس پکې له عاطفي اړخه ډېر کم یا په نشت حساب وي. نارسیستان وايي چې زه تر ټولو غوره یم او تر ما باید بل څوک لوړ او وي غوره نه وي. ددوی مثبت اړخ دا دی چې نارسیستان که په متوازن ډول وي، کولی شي په ځان باور او مشرتابه کې ښه رول ولوبوي.
۲– مایکیاولیزم (Machiavellianism)
دا نوم د ایټالوي سیاستپوه Niccolò Machiavelli له نظریاتو څخه اخیستل شوی. ده پاراګماتیک خصوصیات درلودل، میکیاویلي په خپل ټولواک کتاب کې د سیاست کولو څرنګوالی بیان کړی او دا چې په هره ټولنه کې دا ډول شخصیتي ډولونه شته، په تېره سیاسي قشر کې نو ویلی شو، چې نوموړی په سیاسي برخه کې ډیر پلویان او لارویان لري او دده لیدلورو څخه په کار اخېستنه په خپلو هېوادونو کې پر خلکو واکمني کوي.
میکیاولیزم اړخه کسانو ته اخلاقي، ټولنیز، حتا کله کله هم مذهبي ارزښتونه مهم نه وي، دوی له هرې شونې لارې د خپل ځان پرمختګ لپاره کار کوي، پر نورو د واکمنۍ غوښتونکي وي. دوی د ځان ګټو لپاره د نورو ضعف یا نېمګړتیاوو اړوند ټکو څخه د ځان په ګټه کار اخلي.
میکیاولي اړوند شخصیتي اړخ لرونکي کسان داسې تعریفوو، چې؛ هغه تمایل چې انسان د خپلو ګټو لپاره نور کسان په هوښیارۍ، چل او فریب سره کنټرولوي دوی د پورته ځانګړنو سره میکیاویلیستي اړخه بللی شو. دوی په ټوله کې ډېر حساب شوی او ستراتیژیک چلند کوي، د احساساتو پر ځای د ګټې محاسبه ورته مهمه او تر ټولو لوړ ارزښت لري، د نورو د استعمالولو تمایل یا په خپله ګټه کار اخېستنې غوښتونکي وي او تر ټولو مهم دا چې دوی پټ پلانونه لري او سیاسي چلند کوي حتا له خپلو خپلوانو نېولې بیا د ټولنې تر وګړو پورې. میکیاویلیستان”هدف وسیله توجیه کوي.” ویلی شو چې په میکیاویلیزم کې د ځنګل قانون حاکمیت ارزښت لري، یعنې ووژنه تر څو په واک کې پاتې شې. د میکیاویلیستانو شعار چې عملي کوي یې دا دی چې “د خپلې ګټې لپاره خلک کنټرولوم.”
۳– سایکوپاتي (Psychopathy)
سایکوپتي کسان بې رحمه وي، دوی په ماشومتوب کې سختۍ او رنځونه ګاللي وي، بې احساسه وي، له عاطفي اړخه کمزوري وي، نو دوی نورو ته د درد په ورکولو کار کوي او دا یې یوازېنۍ هیله وي، چې له هرې شونې لارې یې پوره کوي.
سایکوپاتي یو شخصیتي جوړښت دی چې پکې شخص د خواخوږۍ، پښېمانۍ او احساساتي تړاو کمښت لري او کله ناکله بې پروا او خطر منونکی چلند کوي. د سایکوپاتیانو شعار چې عملي کوي یې دا دی چې “د نورو احساسات راته مهم نه دي.”
دوی د نورو د احساساتو پروا نه کوي، سطحي جذابیت (Superficial charm).لري، بې مسوولیته او ناڅاپي تصمیمونه نیسي، د ګناه یا پښېمانۍ نشتوالي ستونزه پکې وي، د قانون او ټولنیزو اصولو ماتولو سره خپلې موخې څاري، خو ددوی په دې اړه ارواپوهان دا هم وايي، چې هر سایکوپات مجرم نه وي، او هر مجرم هم سایکوپات نه وي.
۴– سادیزم (Sadism)
د سادیزم اصطلاح د فرانسوي لیکوال Marquis de Sade له نوم څخه اخیستل شوې ده. سادیزم د څلورم تیاره شخصیتي اړخ یا خاصې په توګه نوی نوی ارواپوهانو شامل کړی دی. تر ۲۰۰۲ کال پورې ارواپوهانو د Dark Triad of Personality یا د شخصیت درې منفي تیاره اړخه د تیاره مثلث یوازې درې اړخونه بللي وو، د تورې ارواپوهنې له نظره شخصیتي څلورم تور اړخ سادیزم په ۲۰۱۳ کال کې شامل شو؛ سادیزم هغه ځانګړنه ده چې کس د نورو د درد، رنځ، سپکاوي یا تکلیف له لیدلو یا رامنځته کولو څخه خوند اخلي.
کیدای شي هغه کسان چې قدرت یا واک ته رسیږي سادیزمي دې وي یا دا چې سادیزمي ځانګړنه دې ولري، خو داسې هم شته چې کسان واک کې وي خو سادیزمي نه وي. خو هغه کسان چې جنټيکي یې سادیزم په جوړښت کې نغښتی وي د قدرت یا واک ته د رسیدو تږي وي. دوی غواړي د زور په چلولو سره خپل ځان واک ته ورسیږي. د نورو له رنځولو خوند اخلي او په دې ویاړ کوي، چې نور ددوی تر اطاعت لاندې وي او هر امر چې دوی وکړي هغه تر واک لاندې کسان ومني. دوی د خپل دې شخصيتي اړخ درلودو سره دروغ وايي او له دروغ ویلو خوند اخلي. دوی ډېری دې ته لیوالتیا لري او په هر چا پسې وي، چې د خلکو رازونه ځانته روښانه او څرګند کړي او څو شېبې وروسته ستاسو له لوري ورکړل شوی راز ټولو ځایونو کې خپروي او له دې څخه خوند اخلي. دوی له ماشومتوبه نورو ته د زیان رسولو فکر کې وي تر څو له دې زیان رسونې او ځورونې خوند واخلي.
په ټوله کې ویلی شو، چې سادیزمي کسان د نورو له ځورولو او کړولو خوند اخلي، تحقیر او سپکاوی کوي تر څو خوند ترې واخلي او همدارنګه کله ناکله لفظي یا رواني ځورونه هم خلکو ته ورکوي، دوی د واک او کنټرول له احساس څخه هم خوند اخلي. معاصره ارواپوهنه کې تر ډېره د Everyday Sadism اصطلاح کارول کېږي، یعنې داسې ورځني چلندونه چې پکې یو څوک د نورو په رنځولو، کړولو یا شرمولو سره خوښي احساسوي.
یو څه چې یادونه یې ډېره ارزښتناکه ده دا ده چې پورته څلور ځانګړنې د شخصیت مطالعې لپاره کارول کېږي او یوازې د رواني متخصص له بشپړې ارزونې وروسته د کوم شخصیتي اختلال (Personality Disorder) تشخیص کېدای شي. د یوې یا دوو نښو نښانو شتون به په دې معنا نه وي چې یو شخص حتماً نارسیسټ، سایکوپات یا بل اختلال لري. شخصیتونه عموماً د دغو ځانګړنو په یوه ډول (Spectrum) کې قرار لري.
پای کې د یادونه هم اړینه ده چې توره ارواپوهنه باید موږ ددې لپاره مطالعه کړو، چې له رواني رنځ لرونکو کسانو څخه خپل ځان وژغورو، د خپل کاري، کورني، ټولنیز او یا تحصیلي چاپیریال رواني امنیت خوندي کړو، د تور زړو رواني رنځورانو له اغېزو ځان کورنۍ، اولادونه او خپلوان وژغورو او لږ تر لږه که چېرې څوک زیانمن شوي وي او له موږ سره په دې اړه خپل تشویش شریکوي، د هغوی لاسنېوی وکړو او له زیانمنېدو یې وژغورو.