Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه پاکستان کې د انفلاسیون څپه؛ د مې میاشتې انفلاسیون د ۲۳...

په پاکستان کې د انفلاسیون څپه؛ د مې میاشتې انفلاسیون د ۲۳ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد

تاند (سې‌شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د پاکستان د احصایې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د انفلاسیون (ګراني) کچه د تېرو ۲۳ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

 پاکستاني رسنیو پرون (دوشنبې/ د جون لومړۍ) وویل چې د دغه هیواد د احصایې ادارې راپور ښيي چې د اپرېل پرتله د مې په میاشت کې انفلاسیون په میاشتني ډول ۰.۵۲ سلنه لوړ شوی، او کلنۍ کچه یې ۱۱.۶۶ سلنې ته رسېدلې ده.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د انفلاسیون کچه یوازې ۳.۵ سلنه وه، خو اوس نژدې ۱۱.۶۶ سلنې ته لوړه شوې ده. همداراز، د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر مې پورې د انفلاسیون منځنۍ کچه ۶.۶۹ سلنه ثبت شوې ده.

په ښارونو کې لوړه ګراني

د احصایې ادارې په وینا، د ګرانۍ اغېز په ښارونو کې د کلیوالو سیمو پرتله زیات محسوس شوی دی.

  • ښاري سیمې: د مې په میاشت کې میاشتنی انفلاسیون ۰.۶۸ سلنه زیات شوی او کلنۍ کچه یې ۱۱.۷۹ سلنې ته رسېدلې ده.
  • کلیوالي سیمې: میاشتنی انفلاسیون ۰.۳۰ سلنه لوړ شوی او کلنۍ کچه یې ۱۱.۴۸ سلنه ثبت شوې ده.

د اقتصادي هدفونو او واقعیتونو ترمنځ واټن

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره له ۴۰ ټریلیون روپیو څخه د زیاتې پرمختیایي بودجې، ۴ سلنه اقتصادي ودې او ۸.۲ سلنه انفلاسیون هدف ټاکلی دی.

اقتصادي کارپوهان اټکل کوي چې په راتلونکي مالي کال کې به د انفلاسیون کچه شاوخوا ۸.۶ سلنه وي، خو د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بنک) مشر هیله څرګنده کړې چې د انفلاسیون کچه به بېرته ۷ سلنې ته راټیټه شي.

د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی

اقتصادي شنونکي وایي چې د تېلو او برېښنا د بیو پرله‌پسې بدلونونو د خلکو د ژوند لګښتونه لوړ کړي او د عادي وګړو د پېرلو ځواک یې کمزوری کړی دی. د دوی په وینا، له رسمي خوشبینۍ سره سره، عام خلک د ګرانۍ له زیات فشار سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...