Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د ترانزیتي دهلېزونو په اړه د ترمذ خبرو دوهمه ناسته...

د افغانستان د ترانزیتي دهلېزونو په اړه د ترمذ خبرو دوهمه ناسته په تاشکند کې کېږي

په تاشکند کې د «ترمذ خبرو اترو» دوهمه غونډه؛ افغان ترانزیټي دهلېزونه د بحث مهم محور

ازبکستاني رسنیو پرون (دوشنبې) راپور ورکړ چې د «ترمذ خبرو اترو» دوهمه غونډه به د جون له ۴مې تر ۶مې (د جوزا له ۱۴مې تر ۱۶مې) په تاشکند کې دایره شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو ترانزیتي دهلېزونو پر پراختیا خبرې وشي.

د «پودروبنو» خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان تعامل او د افغانستان–ازبکستان–پاکستان ترانزیتي دهلېز پراختیا به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دا غونډه د «سوله، نښلون (اتصال)، او پایښت؛ د ګډې هوساینې بنسټونو جوړول» تر شعار لاندې جوړیږي او تمه ده چې له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۱۵۰ ډېر سیاستوال، شنونکي او د نړیوالو بنسټونو استازي پکې ګډون وکړي.

دغه پلېتفارم د ازبکستان د ولسمشر، شوکت میرضاییف په نوښت د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا د ملاتړ لپاره په ۲۰۲۵ کال کې جوړ شوی دی.

د تنظیموونکو په وینا، مخکې د ملګروملتو د عمومي اسامبلې یوه ځانګړي پرېکړه‌لیک هم د دې نوښت ملاتړ څرګند کړی و.

د اقلیم، امنیت او ترانزیت په اړه ځانګړې ناستې

د راپور له مخې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت او د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انستیتیوت، په اسیا کې د اعتماد جوړونې د اقداماتو او تعامل کنفرانس په همکارۍ د دې غونډې کوربتوب کوي.

ټاکل شوې چې د ملګروماتو، د اوبو د سرچینو د مدیریت نړیواله موسسه،د کنراد اډناویر بنسټ او د جورج ټاون پوهنتون استازي هم پکې ګډون وکړي.

د غونډې په اجنډا کې به له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق، کلتوري او بشري همکاریو، سیمه‌ییز امنیت او د ترانزیتي لارو د پراختیا په اړه تخصصي ناستې شاملې وي.

د ترمذ له اقتصادي مرکزونو لیدنه

د غونډې ګډونوال به د افغانستان حیذتان بندر ته څېرمه ترمذ ښار ته هم سفر وکړي او هلته به د «آیریتم» مرکز او د ترمذ د کارګو مرکز  له فعالیتونو سره بلد شي.

ټاکل شوې ده چې غونډه د سمرقند په یوه ګډه اعلامیه پای ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره اقتصادي فرصتونه

ازبک چارواکي وايي، د دې خبرو اترو موخه د رغنده همکاریو پراخول او د سیمه‌ییزې ودې لپاره د ګډو فرصتونو رامنځته کول دي.

د ترمذ خبرو اترو په لومړۍ دوره کې هم د افغانستان له لارې د ترانزیتي پروژو، په ځانګړي ډول د «افغان–ټرانس» دهلېز، د رېللارې د پراختیا او د تورغونډۍ وچ بندر د باروړنې مرکز د جوړولو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه شوې وه. د دغو پروژو موخه د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد پیاوړتیا بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...