Homeخبرونهد آی پي ایل تر ټولو کوچني لوبغاړي څومره روپۍ وګټلې؟

د آی پي ایل تر ټولو کوچني لوبغاړي څومره روپۍ وګټلې؟

تاند  (سې‌شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د آی‌پي‌اېل ۲۰۲۶ ستوری؛ ۱۵ کلن وېبهو سوریاونشي د اورنج کپ ګټونکی شو.

د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل د ۲۰۲۶ کال فصل دراجستان رایلز لوبډلې ۱۵ کلن زلمکي توپوهونکي وېبهو سوریاونشي Vaibhav Suryavanshi په نوم ثبت شو. نوموړي په سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې یعني؛ ۷۷۶ منډې جوړې کړې او د غوره توپوهونکي اورنج کپ یې وګاټه.

که څه هم راجستان رایلز ونه توانېده چې پایلوبې ته لار ومومي، خو سوریاونشي د خپلې انفرادي لوبې له امله د فصل له تر ټولو مهمو لوبغاړو څخه وشمېرل شو.

نوموړي په ټول فصل کې ۱۶ لوبې وکړې او د خپلې تهاجمي توپوهونې په مټ یې ۷۲ شپږیزې ووهلې، چې له امله یې د کرکټ مینه‌والو په منځ کې ځانګړی شهرت ترلاسه کړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، راجستان رایلز هغه په وروستۍ لېلامۍ کې د ۱.۱۰ کروړه هندي روپیو په بدل کې خپلې لوبډلې ته اخیستی و. د لوبو فیس او بېلابېلو انعامونو هم د هغه عاید د پام وړ لوړ کړی دی.

ویل کېږي چې سوریاونشي د هرې لوبې لپاره ۷.۵ لکه هندي روپۍ فیس ترلاسه کړی، چې یوازې له همدې لارې یې د ۱۶ لوبو په ترڅ کې شاوخوا ۱.۲۰ کروړه روپۍ ګټلې دي.

سربېره پر دې، هغه د فصل د تر ټولو ارزښتناک لوبغاړي (MVP)، اورنج کپ، د فصل غوره بریدګر توپوهونکي، د ډېرو شپږیزو وهونکي او د فصل د راڅرګند شوي لوبغاړي په ګډون څو مهم انعامونه هم ترلاسه کړل.

د لوبو د ورځې ځانګړو جایزو او د سپانسر انعامونو په ګډون، د آی‌پي‌اېل د ۲۰۲۶ په فصل کې د نوموړي ټول عاید له ۲.۵۰ کروړه هندي روپیو څخه واوښت.

سره له دې چې راجستان رایلز اتلولۍ ته ونه رسېده، خو وېبهو سوریاونشي د خپلې بې‌سارې لوبې له امله د فصل تر ټولو روښانه راڅرګند شوی ستوری وبلل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...