جمعه, اپریل 26, 2024
Home+کلوس مایکل کوهني څوک دی؟

کلوس مایکل کوهني څوک دی؟

له نن څخه ۸۷ کاله پخوا د ۱۹۳۷ د جون په دوهمه نېټه جرمنی ملیاردر کلوس مایکل کوهني (Klaus Michael Kuehne) په هامبورګ ښار کې وزېږېد. دی د نړیوال ترانسپورتي شرکت (Kühne + Nagel) په سلو کې ۵۳ اعشاریه ۳ ونډه لری. دا شرکت له نیکه ده ته په میراث پاتنې شوی دی.

وايي په ژوند کې یو کار نه یو کار خو به کوئ، ځان به په کې بوختوئ، ستړي کیږى به او انرژي به په کې ضایع کوئ؛ خو ناپیلیون هیل وايي چې تل په لوی کار ځان بوخت کړئ، تل چې فکر کولو ته اړ کیږئ، لوړ فکر وکړئ ځکه ژوند د لوی څښتن ستره ډالۍ ده او په وړو کارونو او فکرونو یې مه کم ارزښته کوئ.

کوهني هم دې ورته باور لري او وايي له وړوکیتوبه پلار ورته د لويو فکرونو سپارښتنه کوله چې دې چارې يې ژوند ته ځانګړى ارزښت، خوند، عزت او درناوی ور بښلی دی.

 هغه د کوهني او نیګال کمپنۍ مشر دی چې نیکه یې له یوه بل شخص فریډریک نیګال سره په ګډه په ۱۹۸۰ کې جوړه کړې. کمپنۍ په پیل کې یوه محلي کمپنۍ وه؛ خو د کلوس پلار الفرید تر نړیوالتوبه پراخه کړه او په چټک پرمختګ سره یې د کمپنۍ په ځلولو کې پراخه ونډه واخیسته. کلوس کوهني د نژدې څلورو لسیزو را پدیخوا د یادې کمپنۍ د چلولو مسولیت پرغاړه لري دا کمپنۍ چې د ټرانسپورټ او لوجستیکي خدمتونو په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، په نړیوال بازار کې په پراخه کچه شتون لري، دا ګروپ له ۵۱۰۰۰ زره کارکوونکو سره د ۱۰۰ هیوادونو په ۸۳۰ بېلابېلو سیمو کې فعالیت لري چې د هر ډول لکه د ځمکې لاندې، بحر او هوا له لارې هر ډول نړیوال ټرانسپورټیشن خدمتونه وړاندې کوي چې له نوموړو خدمتونو ترڅنګ په لوړ کچه لوجستیکي خدمتونه هم وړاندې کوي.

وروسته له دې چې کلوس کوهني له ښوونځي فارغ شو سمدلاسه یې د بانکدارۍ د شاګردۍ دوه کلنه دوره ترسره کړه، په ۱۹۶۳ کې له خپل پلاره سره په کمپنۍ کې د عمومي شریکباڼي په توګه و ګمارل شو چې دوه کاله وروسته د کمپنۍ لخوا د نوي جوړې شوې یوې څانګې د اداري بورډ چیرمین وټاکل شو؛ خو د ۱۹۷۰ لسیزې په نیمايي کې هغه مهال چې پلار یې الفرید د کمپنۍ له اجراییوي او مشاورتي بستونو تقاعد شو ورسره سم کلوس مخې ته راغی او د کوهني&نیګال ګروپ اجراییوي آفیسر او د رهبرۍ بورډ استازی شو. هغه په خپل پیاوړي مدیریت او وتلي تنظیم سره د یاد ګروپ په لا زیات نړیوالي کې درنه ونډه واخیسته او ویې کولی شول چې د ګروپ لپاره لا پراخ نړیوال حیثیت و ګټي.

کوهني د خپلې سوداګرۍ تر څنګ په خیریه برخو کې هم فعال دی چې د (The public interest Kuehne Foundation) په نامه یو خیریه بنسټ لري.

دا بنسټ چې موخه یې د ټریننګونو او لا زیاتو تعلیمي پراختیاوو رامنځته کول ټاکل شوي ورسره ټرانسپورټي او لوجستکي څانګو کې د څېړنو لپاره هم بودجه ځانګړي کوي، یاد بنسټ چې له ۱۹۷۶ کال راهیسي د کوهني د کورنۍ لخوا رهبري کیږي هر کال خپلو یادو موخو ته د رسیدو لپاره کلني پروګرامونه جوړوي.

خو اوس ویل کیږي چې د بنسټ موخې یې غزولي او د روغتیا، خیریه مرستو او کلتوري پروژو په تمویلولو کې هم لاس کوي. کوهني ته په ژوند کې د یوه ډیر منظم شخص په سترګه ګتل کیږي، هومره منظم چې ښايي په نړۍ کې یې ډیر لږ ساری و موندل شي. د همدې تنظیم له برکته دی چې د کمپنۍ په غوړیدا او پرمختیا کې د شریکباڼو او کارکونکو لخوا ورته په خورا درنه سترګه کتل کیږي.

 فوربس مجلې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې د کلوس-مایکیل کوهني شتمني  ۹ میلیارد ډالره وښوده، ویې ویل چې نوموړی په نړۍ کې ۱۲۱ او په جرمني کې اتم لوی شتمن دی، واده یې کړی او د هماغه کال د فوربس د شمیرو پر بنسټ په نړۍ کې ۹۵ لوی شتمن و.

خو د میلیاردرانو په اړه د بلومبرګ نشراتي موسسې د ۲۰۲۱ د اکتوبر له انډیکس سره سم، د کوهني خالصه شتمني ۳۶ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي چې د جرمني تر ټولو شتمن کس دی.

فوربس مجلې سږ کال د کوهني شتمني ۴۰ ملیارده او ۸۰۰ میلیون ډالره اټکل کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب