Homeخبرونهد آی‌سي‌سي بورډ مهمې پرېکړې؛ د ګلابي توپ کارولو اجازه او د...

د آی‌سي‌سي بورډ مهمې پرېکړې؛ د ګلابي توپ کارولو اجازه او د کاناډا کرکټ غړیتوب ځنډول

تاند (سې‌شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د هند په کوربه‌توب د نړیوال کرکټ شورا (ICC) د بورډ په غونډه کې د کرکټ د قوانینو، د ښځینه کرکټ او د غړو هېوادونو اړوند یو شمېر مهمې پرېکړې تصویب شوې.

د غونډې له پرېکړې سره سم، په ټېسټ سیالیو کې به د دواړو لوبډلو په رضا د ګلابي توپ کارولو اجازه وي، چې هدف یې د ورځې او شپې (Day-Night) ټېسټ لوبو لا پراختیا ده.

همداراز، د شکمن بالینګ اکشن د ارزونې پر مهال امپایرانو ته د هاک-آی (Hawk-Eye) معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوې، څو پرېکړې لا شفافې او دقیقې شي.

د آی‌سي‌سي بورډ د لېګ ساید وایډ ازمیښتي قانون د دایمي کولو پرېکړه هم وکړه، چې له دې وروسته به په رسمي ډول په سیالیو کې پلی کېږي.

د ښځینه کرکټ په برخه کې، پرېکړه شوې چې د ۲۰۲۷ کال د ښځو چمپینز ټرافي به د جون او جولای پر ځای د فبرورۍ له ۱۴ تر ۲۸مې نېټې ترسره شي.

بورډ د اداري بې‌نظمیو له امله د کاناډا کرکټ غړیتوب وځنډاوه، خو څرګنده یې کړه چې د کاناډا ملي لوبډلې به د دې ځنډ پر مهال هم د آی‌سي‌سي په سیالیو کې د ګډون حق ولري.

غونډې د فرنچایز کرکټ د چټک پراخېدو په اړه اندېښنه هم څرګنده کړه او د هغې د اغېزو د ارزونې غوښتنه یې وکړه.

همداراز اعلان وشو چې د آی‌سي‌سي دوه استازي به بنګله‌دېش ته سفر وکړي، څو هلته د کرکټ د عمومي وضعیت او د بنګله‌دېش کرکټ بورډ د ټاکنیز بهیر په اړه له اړوندو لورو سره سلا مشورې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...