تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۱ مه) د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې نن (سې شنبې) او سبا (چهارشنبې) د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً درنو باروانونو د اورېدو او د ناڅاپي سېلونو د راوتلو احتمال شته.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه (X) کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د جون له ۲مې تر ۳مې پورې د آمو سیند او کابل سیند د حوزو په ځینو سیمو او اړوندو فرعي حوزو کې د نسبتاً درنو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو وړاندوینه شوې ده.
د وزارت په وینا، د بامیان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو په سیندونو او نژدې سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو احتمال موجود دی.
وزارت له هغو خلکو چې سیندونو ته نژدې اوسي، یا سیندونو ته تګ راتګ کوي، غوښتي چې د سېلونو او د اوبو د لوړې کچې پر مهال د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو څخه ډډه وکړي.
همداراز، له سیمهییزو خلکو غوښتنه شوې چې د سېلونو یا د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو په صورت کې ژر تر ژره د ښکته سیمو اوسېدونکي خبر کړي، څو د سرومال د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.
د افغانستان یو شمېر سیمې سږ کال په حیرانوونکي ډول د کال په داسي موسم کې له شدیدو ورښتونو سره مخامخ دی چې پخوا یې تصور نه کېده.
د اقلمیي چارو متخصصان د شدیدو او بې وخته ورښتونو، توپانونو، وچکالیو او ګڼو طبیعي پېښو دلیل اقلیمي بدلون بولي او وايي چې افغانستان د نړۍ یو له څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې اقلمیي بدلون ډېر زیانمن کړی دی.