Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان په اړه دوې...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان په اړه دوې مهمې غونډې کوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون په میاشت کې د افغانستان په اړه دوې غونډې وکړي؛ په دغو غونډو کې به د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راتلونکي په اړه هم پرېکړه وشي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، لومړۍ غونډه به د جون په ۹مه دایره شي او په لړ کې به یې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه د امنیت شورا منظم راپور وړاندې شي.

دوهمه غونډه د جون په ۱۶مه ټاکل شوې چې پکې به د یوناما د ماموریت تمدید رایو ته وړاندې شي.

دا یوناما د ماموریت د اوږدېدو په اړه د رایو اخیستل ځکه ځانګړی اهمیت لري چې امنیت شورا د روان کال په پیل کې دا ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره تمدید کړی و، حال دا چې نژدې شل کاله یې هر ځل د یو کال په مخه غځاوه.

دیپلوماتان دا لنډ تمدید د افغانستان په اړه د شورا د غړو ترمنځ د اختلافاتو نښه بولي.

تمه ده چې شورا د افغانستان د بشري ناورین، بشري حقونو، اقتصادي ستونزو او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه هم بحث وکړي.

د افغانستان پر سر سیالي

په همدې حال کې، د د امنیت شورا راپور په نوم یوې څېړنیزې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امنیت شورا دننه د افغانستان پر موضوع جیوپولیټیکه سیالي زیاته شوې ده.

د راپور له مخې، چین په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د دوسیې یوازینی «قلم‌لرونکی» (Penholder) شو؛ یعنې هغه هېواد چې د افغانستان په اړه د پرېکړه‌لیکونو د مسودو او مذاکراتو مشري کوي.

دغه سیالي وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې په امنیت شورا کې د جاپان دوره پای ته ورسېده. وروسته چین، پاکستان او جنوبي کوریا هر یوه غوښتل د افغانستان دوسیه پر غاړه واخلي.

اختلافات هغه وخت ښکاره شول چې چین او پاکستان د یوناما د تمدید لپاره یوه مسوده وړاندې کړه، خو یوه ورځ وروسته جنوبي کوریا او د امریکا متحدوایالتونو بله جلا مسوده خپره کړه.

وروسته د خبرو اترو په پایله کې دواړه مسودې سره یوځای او په یوه خوله تصویب شوې، او چین د افغانستان د دوسیې یوازینی مسوول هېواد وټاکل شو.

د چین او امریکا رول

راپور زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چین له افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې او د سیمه‌ییز تعامل او ثبات ملاتړ کوي.

له بلې خوا، امریکا لا هم د افغانستان اړوند چارو کې فعاله ونډه لري او د ۱۹۸۸ بندیزونو د کمېټې مشري پر غاړه لري.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په غونډو کې د افغانستان سیاسي راتلونکی، بشري اړتیاوې، د بشري حقونو وضعیت او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی وڅېړل شي.

چین له یوې سختې سیالۍ وروسته په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مشري (پین هولډر) ترلاسه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...