Homeخبرونهروسیه له طالبانو سره د نوی تړون پر اساس لومړی د پخوانیو...

روسیه له طالبانو سره د نوی تړون پر اساس لومړی د پخوانیو پوځي تجهیزاتو پر ترمیم تمرکز کوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) روسیې ویلي، له طالبانو سره د لاسلیک شوي نوي پوځي ـ تخنیکي تړون لومړنی هدف په افغانستان کې د شته روسي او پخواني شوروي پوځي تجهیزاتو ترمیم او بېرته فعالول دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، د دوشنبې په ورځ د روسيې دولتي رسنیو ته ویلي چې دغه تړون د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو همکاریو او قراردادونو لپاره قانوني چوکاټ برابروي.

د هغه په وینا، اوسنی تمرکز به د هغو پوځي وسایلو پر رغولو وي چې لا هم په افغانستان کې کارول کېږي، خو په راتلونکي کې دا تړون د پراخو پوځي او تخنیکي همکاریو زمینه هم برابرولی شي.

دا تړون د غبرګولي په شپږمه، مسکو ته د افغانستان د واکمن رژیم د دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد د سفر په ترڅ کې، د یوې نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې لاسلیک شوی و.

طالب چارواکو د تړون د جزییاتو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې عملي چارې به یې په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

ملا یعقوب مجاهد د دې تړون په اړه نیوکې رد کړي او ویلي یې دي چې هدف یې د افغانستان د امنیت پیاوړتیا ده او د کوم بل هېواد پر ضد نه دی.

یعقوب مجاهد: نور به پاکستان د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي

روسیې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو هڅه کوي په افغانستان کې خپلې امنیتي او اقتصادي ګټې خوندي وساتي او له همدې امله یې له طالبانو سره د امنیت، سوداګرۍ او ترهګرۍ ضد همکاریو په برخو کې تماسونه زیات کړي دي.

شنونکي وايي، روسیه په وروستیو کلونو کې هڅه کوي چې د افغانستان په تړاو د سیمې یو مهم لوبغاړی پاتې شي او د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته د ثبات په رامنځته کولو کې ونډه ولري.

له بلې خوا روسیه د سیمې د ځینو نورو هیوادونو په شان باور لري چې په افغانستان کې هرراز ګډوډي د داعش په شان ترهګرو ډلو ته لاره هواروي چې د افغانستان په خاوره کې وده وکړي او بیا له هغه ځایه په نورو هیوادونو کې نفوذ وکړي.

روسیه: د تاتارستان شرکتونه د افغانستان پوځي تجهیزات ترمیمولای شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...