تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د روسیې او د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ له هوکړې وروسته، په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر ویلي چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت شرکتونه کولای شي د افغانستان موجود پوځي تجهیزات ترمیم او بیا ورغوي.
د تاتار اینفورم خبري اژانس د راپور له مخې، رستم خبیبولین ویلي چې تاتارستان د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د ساتنې او ترمیم، د پرزو، ځانګړو تجهیزاتو او نقلیه وسایطو د برابرولو په برخه کې همکاري کولای شي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې اوس مهال له سلو څخه زیاتې Mil Mi-17 څرخکې، تر ۳۰ زرو ډېر کاماز پوځي ګاډي او شاوخوا دوه زره نور درانه ماشینونه شته چې د روسیې او تاتارستان تولیدات دي.
خبیبولین زیاته کړه چې په دې همکاري کې به د روسي تجهیزاتو د خدماتي او تضمیني مرکزونو بیا فعالول، د افغان تخنیکي کارکوونکو لپاره د روزنیزو مرکزونو جوړول او د پلور استازولیو د شبکې رامنځته کول هم شامل وي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د غبرګولي په شپږمه روسیې ته د دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد د سفر په ترڅ کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ تړون په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ګډون درلود.
یعقوب مجاهد د مسکو د سفر پر مهال ویلي و چې له روسیې سره همکاري د طالبانو لپاره ځانګړی اهمیت لري او دواړه لوري غواړي خپلې تاریخي اړیکې لا پراخې کړي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د مهال ډېرې سپکې او درنې وسلې پاتې دي خو اکثره له کاره لوېدلې او ترمیم او پُرزو ته اړتیا لري.
افغان لوری هیله لري چې د دغو وسلو د ترمیم په صورت کې به د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا دفاع ورته اسانه شي.
د جمهوري نظام په لړ هم روسیې د افغانستان ځینې Mil Mi-17 څرخکې ترمیم کړې خو دا بهیر هاغه مهال ودرېدو چې امریکا پر روسیې بندیزونه ولګول او د افغانستان حکومت له دې منع شو چې روسیې ته د خپلو وسلو د ترمیم لپاره پیسې ورکړي.