Homeخبرونهکابل په امنیت شورا کې د چین له لوري د افغانستان د...

کابل په امنیت شورا کې د چین له لوري د افغانستان د دوسیې د مشري هرکلی وکړ

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) چین تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان اړوند د مشورو د رهبري کولو او د پرېکړه‌لیکونو د مسودو د چمتو کولو مسوولیت ترلاسه کړ.

د دې پرمختګ په غبرګون کې، د افغانستان د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې چین د سیمې د وضعیت ښه درک لري او له افغانستان سره ښې اړیکې ساتي. د هغه په وینا، بیجینګ کولی شي د افغانستان اړوند موضوعات په بې‌طرفانه او اغېزمن ډول وڅېړي.

مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل: «چین د سیمې یو هېواد دی چې د سیمې له حالاتو ښه خبر دی. له افغانستان سره ښې اړیکې لري او کولی شي موضوعات په بې‌طرفۍ او اغېزمنتیا سره وارزوي. دا کار د افغانستان او ټولې سیمې په ګټه دی.»

د چین له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د دوسیې د اصلي مذاکره‌کوونکي یا «پېن‌هولډر» مقام ترلاسه کول، د څو هېوادونو ترمنځ د یوې غیرمعمولې ډیپلوماتیکې سیالۍ پایله وه.

تر دې وړاندې، د افغانستان دوسیه تر ډېره د امنیت شورا د غیردایمي غړو له خوا مدیریت کېده، نه دایمي قدرتونو له خوا. خو د چین له لوري د دې رول په غاړه اخیستل د تېر دود خلاف یو مهم بدلون بلل شوی دی.

چین، پاکستان او حنوبي کوریا ټولو د افغانستان د دوسیې د مشرتابه غوښتنه کړې وه، خو امریکا د چین د دې رول مخالفت کړی و.

چین له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو په جوړولو کې د امریکا، بریتانیا او فرانسې دودیز نفوذ راکم او خپل رول پیاوړی کړي.

شنونکي باور لري چې دا بدلون د امنیت شورا د غړو ترمنځ د افغانستان د قضیې د مدیریت او له اوسني حکومت سره د تعامل په اړه د نظرونو اختلافات هم څرګندوي.

چین له یوې سختې سیالۍ وروسته په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مشري (پین هولډر) ترلاسه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...