تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ویلي چې د دوحې د سولې تړون د محرمانه ضمیمو افشا کول د ملي امنیت له امله امکان نه لري.
نوموړي دا څرګندونې ډارتموت کالج Dartmouth College په یوه غونډه کې وکړې. په دې غونډه کې له ده سره د امریکا د بهرنیو چارو بل پخوانی وزیر جان کري هم ګډون درلود.
پمپیو د خبرو پر مهال د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د حکومت له خوا له طالبانو سره د شویو خبرو دفاع وکړه او دا یې رد کړه چې ګواکې امریکا د افغانستان پخوانی حکومت له د سولې د خبرو له بهیره څنګ ته کړی و.
د هغه په وینا، امریکا له ۱۵ کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت ملاتړ کاوه، خو دغه حکومت د خلکو اساسي اړتیاوې پوره نه کړې او طالبان لا هم په پرمختګ کې وو.
پمپیو وویل چې د امریکا ستراتېژي دا وه چې د طالبانو په ګډون، د افغانستان ټول اړخونه خبرو ته راوبولي. د هغه په خبره، د ټرمپ اداره لومړنۍ اداره وه چې وتوانېده ټول لوري په یوه مېز سره راټول کړي.
ده همداراز وویل چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ستونزې د حل لپاره جدي اراده نه لرله او پر موجود وضعیت راضي و.
پمپیو زیاته کړه چې هم ټرمپ او هم جو بایډن د امریکا د پوځ د حضور د پای ته رسولو په شعارونو انتخاباتو ته داخل شوي وو، خو د ټرمپ ادارې غوښتل د خبرو له لارې یوه اوږدمهال حل ته ورسېږي—هغه بهیر چې ښايي کلونه وخت یې نیولی وای.
د هغه په وینا، د بایدن ادارې په پای کې د چټک وتلو لار غوره کړه او دا فرصت رامنځته نه شو چې د سولې بهیر په بشپړه توګه وازمویل شي.
دا په داسي حال کې ده چې د دوحې په تړون کې، چې د ټرمپ د واکمنۍ په مهال پمپیو لاسلیک کړه، امریکا ژمنه کړې چې خپل ټول ځواکونه به په ۱۸ میاشتو کې باسي.
امریکا او طالبانو د ۱۳۹۸ کال د حوت په ۱۰مه د دوجې تړون لاسلیک کړ.