Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د اېچ‌اې‌وي پېښې زیاتې شوي

په اسلام اباد کې د اېچ‌اې‌وي پېښې زیاتې شوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱مه) په اسلام اباد  کې هم د اېچ‌اې‌وي د خپرېدو کچه لوړه شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې ۶۱۸ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې معنا یې دا ده چې هره میاشت په اوسط ډول تر ۴۱ زیاتې نوې پېښې ثبت کېږي.

پاکستاني رسنیو پرون (یکشنبې) راپور ورکړ چې په اخته کسانو کې تر ټولو لوړه کچه د ځوانو نارینه‌وو ده، چې شاوخوا ۶۴ سلنه جوړوي. په ټولیز ډول، ۳۹۷ نارینه، ۱۰۶ ښځې، ۹۳ نرښځوکي (خواجه‌سرا) او ۲۲ ماشومان په دې ناروغۍ اخته ثبت شوي دي.

د کلنیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۹۸ پېښې ثبت شوې وې، او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې نور ۱۲۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

همداراز، د میاشتنۍ ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال جولای تر ټولو ډېره اغېزمنه میاشت وه چې ۶۳ پېښې پکې ثبت شوې، خو د جون او ډسمبر په میاشتو کې تر ټولو کمې، یعنې ۳۱-۳۱ پېښې راپور شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...