Homeخبرونهایران: تر اوسه له امریکا سره د دوهم پړاو خبرو پلان نه...

ایران: تر اوسه له امریکا سره د دوهم پړاو خبرو پلان نه لرو

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د نن (دوشنبې، د وري ۳۱مه) وویل چې تر دې مهاله له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې د ګډون لپاره کومه طرحه نه لري.

هغه زیاته کړې چې ایران به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د خبرو د دوام په اړه مناسبه پرېکړه وکړي.

بقایي همداراز د امریکا له خوا د یوې ایراني بېړۍ نیول «تجاوز» بللی او ویلي یې دي چې اړوندې ادارې د دې پېښې څېړنه کوي.

نوموړي دا هم روښانه کړه چې د ایران د غني شويو یورانیمو زېرمو لېږد امریکا یا بل هېواد ته هېڅکله د خبرو برخه نه ده، نه وه او نه هم دا موضوع د ایران په اجنډا کې شامله ده.

په همدې حال کې، یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې د اتومي پروګرام پر سر اختلافونه لا هم نه دي حل شوي او واټنونه لا هم پر خپل ځای دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا روانه سمندري محاصره د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرې کمزورې کوي، او ټینګار یې کړی چې د ایران دفاعي وړتیاوې، په ځانګړي ډول د توغندیو پروګرام، په خبرو کې نه شي شاملېدای.

جي. ډي وینس له ایران سره د دوهم پړاو خبرو لپاره پاکستان ته نه ځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...