Homeخبرونهجي. ډي وینس له ایران سره د دوهم پړاو خبرو لپاره پاکستان...

جي. ډي وینس له ایران سره د دوهم پړاو خبرو لپاره پاکستان ته نه ځي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳۰ مه) د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ نن ویلي چې د هغه مرستیال جې ډي ونس به په پاکستان کې له ایران سره د بل پړاو خبرو مشري ونه کړي.

ونس د خبرو په لومړي پړاو کې د امریکايي پلاوي مشري کوله او د ایران د پلاوي له مشر محمدباقر قالیباف سره یې په اسلام اباد  کې خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز او د انرژۍ وزیر کریس ریټ مخکې ویلي وو چې ونس به د دوشنبې له ورځې د خبرو مشري پر غاړه واخلي.

ټرمپ له اې بي سي نیوز چاینل سره په خبرو کې د ونس د نه تګ لامل «امنیتي مسایل» بللي او ویلي یې دي: «جي‌ډي فوق‌العاده دی.»

ځینې رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او جرارد کوشنر ښايي له ایران سره په راتلونکو خبرو کې برخه واخلي.

ټرمپ: زموږ استازي سبا شپه پاکستان ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هغه استازي له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان دي او ګواښ یې کړی چې که ایراني لوری د ده د حکومت وړاندیز ونه مني، نو امریکا به د ایران ټول پلونه او برېښناکوټونه له منځه یوسي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې لیکلي چې استازي به یې «سبا شپه» د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ورسېږي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دا وخت به د ایران پر وخت د سې‌شنبې د ورځې له سهاره سره برابر وي.

ټرمپ ټینګار کړی چې امریکا ایران ته «یو عادلانه او معقول» تړون وړاندې کوي، خو خبرداری یې ورکړی چې که دا وړاندیز ونه منل شي، «متحد ایالتونه به د ایران ټول برېښناکوټونه او ټول پلونه له منځه یوسي».

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...