تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه رد کړل چي، ویل کېدل په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تړل کېږي.
مجاهد نن په کابل کي د رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته دا خبر رد کړ.
نوموړي ویلي چې، په دولتي پوهنتونونو کې د یاد پوهنځي د لا پیاوړتیا له پاره کار روان دی.
د هغه په وینا، دا پرېکړه یوازې په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې شوې هغه چې د مجاهد په وینا هلته یاد پوهنځي ته سمه توجه نه کېږي او د تدریس بهیر یې کمزوری دی.
څو ورځې وړاندې پر خواله رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې، ګواکې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د حقوقو پوهنځي لومړی په خصوصي او بیا په دولتي پوهنتونونو کې تړي.
پر خواله رسنیو داسې ویل کېده چې، یاد پوهنځیو ته هېڅ اړتیا نشته ځکه تړل کېږي خو تازه ذبیح الله مجاهد دا هرڅه رد کړل.
مجاهد ویلي چې، د حقوقو پوهنځي شتون اړتیا ده او د لا پیاوړتیا لپاره یې کار روان دی.