تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۸ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربهتوب درې ورځنۍ ستره پښتني قومي جرګه پیل شوې چې مشري یې نواب ایاز خان جوګېزی کوي. په جرګه کې د بېلابېلو سیمو پښتني قومي مشران او د بېلابېلو برخو استازي ګډون لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي جرګې ته په وینا کې وویل، دا جرګه د بنو د قومي جرګې د پرېکړو دوام دی او یوازې د یوه سیاسي ګوند جرګه نه، بلکې د ټول پښتون قوم د بقا جرګه ده.
هغه وویل، د پښتنو سیمې د لیتیم، سرو زرو، سپینو زرو، مسو او نورې نادرې معدني سرچینې لري، خو له دې ټولو سرچینو سره سره ډېر تکړه پښتانه ځوانان په دوبۍ کې مزدورۍ ته اړ کېږي.
اڅکزي ټینګار وکړ چې پښتانه ترهګر نه، بلکې مېلمهپال، سولهخوښي او انساندوسته قوم دی. هغه د پرلهپسې خونړیو پېښو او ناامنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د اوسنیو شرایطو له امله د پښتنو ژوند، مال او عزت له جدي ګواښونو سره مخ دي.
نوموړي وویل، ټوپک د هېڅ ستونزې حل نه دی او د پښتنو لپاره وروستۍ لار هم سیاسي خبرې اترې دي. هغه زیاته کړه چې پښتانه له هېچا خیرات نه غواړي، بلکې پر خپلو طبیعي سرچینو د قانوني او اساسي حق غوښتنه کوي.
د جرګې د تنظیموونکو په وینا، دا درې ورځنۍ قومي جرګه به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.