Homeخبرونهراشدخان افغانستان لپاره د هند او اسټرالیا د تابیعت وړاندیزونه رد کړل

راشدخان افغانستان لپاره د هند او اسټرالیا د تابیعت وړاندیزونه رد کړل

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۳۰مه) ‏ د افغانستان او نړۍ د کرکټ مشهور ستوری او د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان په خپله تازه مرکه کې ویلي چې، د هند او اسټرالیا له لوري ورته د تابعیت ورکولو او د دغو هېوادونو لپاره د لوبېدو وړاندیزونه شوي دي.

د هغه په خبره، دغه وړاندیزونه یې رد کړي او د خپل هېواد استازیتوب ته ژمن پاتې شوی دی.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، هغه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال ای ‌پي ‌ایل سیالیو پر مهال ورسره په غیرې رسمي ډول د تابیعت د ورکولو موضوع شریکه شوې وه.

 راشد ویلي: «ما ته له اسټرالیا او هند دواړو خواوو وړاندیزونه وشول، خو ما ورته وویل که د خپل هېواد لپاره لوبه ونه کړم، د بل هېڅ هېواد لپاره به هم ونه لوبېږم.»

راشد د هند وړاندیز ته په اشارې سره ویلي: «کله چې هغه د ګجرات ټایټنز لپاره لوبېده، یو چارواکي ورته وویل چې د هند د کرکټ بورډ یو لوړپوړی کس غواړي ورسره وګوري. د هغه په خبره، دغه کس ورته وړاندیز وکړ چې په هند کې دې ژوند وکړي، اسناد به ورکړل شي او هلته به کرېکټ وکړي، خو راشد دا وړاندیز په درنښت رد کړ.»

دا لومړی ځل نه دی چې له خپل وطن سره د راشد خان د مینې خبرونه خپریږي، بلکې په ۲۰۱۸ کال کې هم د هغه له غوره لوبو وروسته په هند کې د تابعیت ورکولو غوښتنې راپورته شوې وې، خو د افغانستان مخکني ولسمشر، محمد اشرف غني هغه د ملي ویاړ نښه بللې وه او ټینګار یې کړی و چې افغانستان به راشدخان له لاسه ور نکړي.

راشد خان له ننګرهاره، تر نړیوال شهرت اوږده لاره وهلې او اوس د نړۍ له تر ټولو مشهورو او مخکښو شل اوریزو لوبغاړو دی.

هغه تل ټینګار کړی چې د افغانستان استازیتوب د ده لپاره تر هر څه مهم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...