Homeخبرونهپه اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا تر خبرو مخکې امنیتي تدابیر...

په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا تر خبرو مخکې امنیتي تدابیر زیات شوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۳۱ مه) د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد  کې د ایران او امریکا له دوهم پړاو خبرو مخکې امنیتي تدابیر په څرګند ډول زیات شوي دي.

د دغو خبرو لومړی پړاو د وري په ۲۲مه په همدې ښار کې ترسره شوی و، خو په پایله کې یې کومه موافقه ونه شوه.

ټرمپ ویلي چې د هغه استازي د خبرو لپاره پاکستان ته روان دي او ټاکل شوې د دوشنبې په ماښام اسلام‌اباد ته ورسېږي.

د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپلو استازو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکو مخکې خبر ورکړی و چې په اسلام‌اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ کې لارې تړل کېږي او ترافیکي محدودیتونه لګول کېږي.

د راپور له مخې، امنیتي ځواکونه او د تلاشۍ پوستې د ښار د خوندي هوټلونو شاوخوا زیاتې شوي، په ځانګړي ډول د اسلام اباد د ماریوټ هوټل او سرینا هوټل ترڅنګ، چې د مخکینیو خبرو کوربه وو.

همداراز، د یکشنبې په ورځ د سرینا هوټل پر لور تلونکي ډېر سړکونه تړل شوي وو، او په سیمه کې اغزن تارونه، درانه سیمنټي خنډونه او د ترافیک بدیلې لارې جوړې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...