Homeخبرونهایران له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

ایران له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

تاند (دوشنبه، د وريږ حمل ۳۱ مه) په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې د امکان په اړه خوشبیني ښودلې، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې تهران له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

ایرنا د یکشنبې په ورځ، د وري په ۳۰مه راپور ورکړی چې په اوسنیو شرایطو کې له واشنګټن سره د «بریالیو خبرواترو» لپاره «روښانه لید» نه شته.

د ایران کورنیو رسنیو هم ویلي چې تهران تر اوسه له امریکا سره په نوو خبرو کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د تسنیم خبري اژانس له مخې، د امریکا له لوري د ایران د سمندري محاصرې له دوام سره، تهران لا هم پاکستان ته د مرکچي پلاوي د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

سره له دې، ایرنا ویلي چې په تېرو ورځو کې د پاکستان په منځګړتوب د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه تبادله شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ د وروستیو نښتو او د هرمز تنګي د وضعیت پر سر د اختلاف له امله زیات شوی، او پاکستان هڅه کوي چې خبرې بېرته پیل کړي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د موافقې چواټ برابر شوی او که له ایران سره روانې خبرې بریالۍ شي او کومه هوکړه وشي، نو امکان لري وروسته پاکستان ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...