جمعه, مې 3, 2024
Home+هیتلر څوک و، چیرې وزېږېد او مړ شو؟

هیتلر څوک و، چیرې وزېږېد او مړ شو؟

تاند- له نن څخه ۱۳۵ کاله پخوا د ۱۸۸۹ د اپریل په شلمه د اوسني انریش په براوناو (Braunau) کې ادولف هیتلر وزېږېد.

ده له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵ پورې حکومت وکړ. هیتلر، چې په ۱۹۳۳ م کال واک ته ورسېد، د دوهمې نړیوالې جګړې پیلوونکی او د دې جګړې مسوول ګڼل کېږي.

هیتلر، چې صدراعظم و، د جرمني د هماغه وخت د ولسمشر پال وان هیلدنبرګ له مړینې سمدستي وروسته واک ترلاسه کړ.

هیټلر د جرمني خلکو ته ډاډ ورکړ چی د هغه رژیم به زر کاله ژوندی پاته شي مګر نازي جرمني یوولس کاله وروسته سقوط وکړ.

دی په لومړۍ نړیواله جګړه کې په پوځ کی شامل شو او د جګړې په میدان کی یې د زړه ورتیا میډال ترلاسه کړ. هغه په ١٩١٨ کې په جنګ کې ټپي شو او لا په روغتون کې پروت و چې په جګړه کې یې د جرمني د ماتې خبر واورېد.

د جرمني ماتې هغه سخت په غوسه کړ او تل به یې پړه په جرمني کې پر داخلی دښمنانو، کمونیسټانو او یهودانو اچوله او د سولې هغه جزايي تړون ډېر سخت په قهر کړی و چې متحدینو پر جرمني باندی تپلی و.

هیتلر ډېر ژر له ناراضی صاحب منصبانو او منورینو څخه نازي ګوند جوړ او په ١٩٣٣ کی د هغه ګوند په زور د جرمني صدراعظم شو.

د جرمني پوځ له نوي اعلی سرقوماندان سره د وفاداری لوړه وکړه او د جرمني ډیموکراټیک حکومت له منځه ولاړ.

هیتلر سمدستي د سیاسي مخالفانو په ځبلو، بندی کولو او اعدامولو بنا وکړه. ده په ١٩٣٨ کال د نړۍ د نیولو پلان جوړ کړ.

لومړی یې اتریش په جرمنی پورې وتاړه او وروسته یې چکسلواکیا ونیوله، د ١٩٣٩ د سپټمبر پر لومړۍ نیټه یې پولینډ ونیوه او له فرانسې سره یې جګړه پیل کړه.

په دې توګه دوهم نړیوال جنگ پیل شو او د هیتلر پوځي قواوو ډېر حیرانوونکي بریالیتوبونه ترلاسه کړل. خو کله چې یې په ١٩۴٢ کې پر شوروي اتحاد یرغل وکړ نو د جرمني پوځ د ماتې ورځې پیل شوې ځکه چې له یوې خوا ده دا یرغل په سخت ژمي کې پیل کړی و او له بلې خوا د١٩۴٥ په لومړیو شپو ورځو کې برټانیا او امریکا له لوېدیځ او شوروي اتحاد له ختیځ لوري پر جرمني یرغلونه پیل کړل او هیتلر په برلین کې تر مځکې لاندی مورچل کې بند پاته شو.

د اپرېل پر دېرشمه، چې د شوروی اتحاد پوځیان د هغه له مرکز څخه یو میل لیری ول، هیټلر له خپلې معشوقې ایوا بران سره یو ځای ځان وواژه.

2 COMMENTS

  1. په هیټلر کې خو دومره غیرت وو چې د خپل هیواد د اشغال په صورت کې یې په خپل سر تومانچه کیښوده. هیبتې ځناورو کې دا درایت هم نسته! اوبخښې هیبتې ځناور خو د پنجاب ملیشه دي!

  2. د هتلر په بحث کې د هیت الله یادونې ته څه اړتیا؟ دغه د پاجا تبصرې چې ګورم،ځان سره وایم،دنیا کې عجب مخلوقات شته. د عقل پع لحاظ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب