جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهچین وټس اپ او تریډز هم منع کړل

چین وټس اپ او تریډز هم منع کړل

تاند(شنبه، د ثور لومړۍ) امریکايي رسنۍ وايي چې اپل کمپنۍ په چین کې پر انترنیټ د څارونکو ادارو په امر له خپلو انلاین پلورنځیو د میټا شرکت دوه پیغام رسوونکې وسیلې؛ وټس اپ او تریډز لېرې کړل.

چین په نړۍ کې د انترنیټ په سانسور کې بې ساری هیواد دی او چینايي کاروونکي بې فلټرماتوونکي د ګوګل په شمول اکثره غیرچینايي اپلیکېشنونه لیدلی نه شي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، اپل کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل:«موږ مجبوره یوو په هر هیواد کې چې فعالیت کوو، د هماغه هیواد د قوانینو پیروي وکړو حتي که له دې قوانینو سره مخالف هم واوسو. پر انلاین دنیا د چین څارونکې ادارې د ملي امنیت په نوم د خپلو ملاحظو پر اساس موږ ته امر وکړ چې دا اپلیکېشنونه لېرې کړو.»

د میټا کمپنۍ ویندوی تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. اپل شرکت هم د فرانس پریس خبري اژانس پوښتنې ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

پرون (جمعه) په چین کې وټس اپ چا ونه کارولی شو.

همداراز د چین په انلاین پلورنځیو کې ټیلګرام او زیګنال هم کار نه کوي او ویل کېږي چې د چین حکومت دا دوې شبکې سانسور کړي دي.

د نړۍ مستبد او دیکاتور حکومتونه عموماً د بیان د ازادۍ د مخالفت لپاره سانسور یوازینۍ لار ویني.

په چین کې د فیسبوک، ګوګل، ایکس (ټویټر)، او حتي ټیک ټاک په شان پلېټفارمونه، چې په نړۍ کې میلیاردونه مینه وال لري، منع دي خو ګڼ شمېر چینایان له وي پی این او نورو فلټرماتونکو څخه په استفادې له دغو پلېټفارمونو کار اخلي. او په زړه پورې دا ده چې تر بل هر هیواد چینایان د هغو پلېټفارمونو کارولو ته ډېر لېواله دي چې د دوی په هیواد کې منع شوي دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د امریکا د استازو جرګه نن یو پرېکړه لیک تصویب کړي چې پر اساس یې ټیک ټاک مجبوریږي چې له خپل اصلي چینايی شرکت سره اړیکې پرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب