جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر ته نژدې کس په کوټه کې وژل شوی

د طالبانو مشر ته نژدې کس په کوټه کې وژل شوی

تاند(جمعه، د حمل ۳۰ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د «اسلامي امارت د څارنې ادارې» د غړي محمدعمر جان اخوندزاده وژل کېدا تایید کړه.

ویل کېږي چې اخوندزاده په کندهار کې د جهادي مدرسې مسوول او د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده ته نژدې کس و.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه د مولوي محمدعمر اخوندزاده وژل کېدا لویه ضایعه بللې او لیکلي:« په خواشینۍ سره خبر شوو چې دهېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت دکره کتنې ادارې عضو او دکندهار دجهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمدعمرجان اخندزاده په شهادت ورسید.»

ده همداراز ویلي « د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي. د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي.»

ښاغلي مجاهد په دې اړه څه نه دي ویلي چې محمدعمر اخوندزاده چیري او چا وژلی دی.

همداراز کومې ډلې د هغه د وژلو مسوولیت منلی نه دی.

5 COMMENTS

  1. که د هیبتی دا کړنی وې یو به هم ژوندی پاتی نشې د ملت زورول سخته سزا لری هیبتې د خدای او رسول سره په جګړه ده خداوند امر ده چی علم زده کړې بی علمه اسلام هم نشې پیژندلی ولی هیبتو د علم دشمن ده او د رسول امت یې له علم څخه بې برخی کړې ده الله دې د هیبتو جزا ورکړې او د الله جزا به وینې

  2. هر هغه څوک چی زمونږ په ګران هیواد لوی افغانستان کی د پنجابکو ذلیل غلام وی او د افغانانو د ملی ارزښتونو , ملی وحدت , ملی بیرغ 🇦🇫🇦🇫🇦🇫 او د زمونږ د هیواد هر اړخیز پرمختګ په درشل کی زمونږ د انجونو د ښونځیو د پرانیستلو سره مخالف وی خدای دې همداسی پخپل قهر ککړ کړی,

  3. له یوی خواه طالبان ادعا لري چې افغانستان کې اسلامی شریعت جاری دی ، سراسری امنیت دی او داسی نور مګر خپل بال وبچ او کورونه یې اوس هم پاکستان کې دي نو چې دلته اسلامی نظام قایم دی ولې مو خپل کورنۍ نه راولۍ؟

    ملا هیبت الله دهمدی سړي په مشوره ملیونونه افغان نجونې له خپل انسانی حق نه محروم کړي، عمر خان د همدې معصومو نجونو آزار وواهه ، عجیبه دلته داده چې مجاهد د علم او پوهی د یو دښمن مړینه ( هېواد ته نه جبیره کیدونکی علمي ضایعه ) بولې حال دا چې زموږ هېواد کې د علم او پوهی د لاری یو خنډ لرې شو، که د لوی خدای رضا و نور خنډونه به هم یو له بل پسی لرې کیږي. خدای د حقی لاری مل دی، والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب