جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا حکومت: افغان کډوال په ناامنۍ کې لاس نه لري

د خیبرپښتونخوا حکومت: افغان کډوال په ناامنۍ کې لاس نه لري

تاند (جمعه، د حمل ۳۰ مه) په داسي حال کې چې د پاکستان پوځ د خپل هیواد په ناامنیو کې افغان کډوال ښکېل بولي او کابو د هر برید تور پر افغان کډوالو لګوي، د خیبرپښتونخوا حکومت وايي افغان کډوال د پاکستان په ناامنۍ کې هیڅ لاس نه لري.

د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت ویندوی محمدعلي سیف وویل، داسي هیڅ سند نه شته چې وښيي افغان کډوال دې د پاکستان په امنیتي پېښو کې لاس لري.

ده زیاته کړه:«د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت په خپل ایالت کې د قانوني کډوالو له اوسیدو سره مخالف نه دی.»

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند په لاس کې دی.

دغه ګوند د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د اوسني حکومت له تګلارې سره مخالف دی.

د پاکستان حکومت د اپریل په ۱۵ (د دوشنبې له ورځې) د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی دی. په دې پړاو کې هغه کډوال ایستل کېږي چې د (اې سي سي/ د افغانستان د تابعیت کارتونه) کارتونه لري.

د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت د ویندوی په وینا، په دې صوبه کې نژدې ۳۶۰ زره افغان کډوال دا ډول کارتونه لري. خو په مجموع کې په ټول پاکستان کې د اې سي سي کارتونو د لرونکو کډوالو شمېر ۸۵۰ زره دی.

پاکستان ظاهراً وايي چې په امنیتي دلایلو افغان کډوال باسي خو کتونکي وايي چې پاکستان د دې لپاره چې پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني د کډوالو له موضوع څخه د فشار د وسلې په توګه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب