پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي د ۶ ورځو سیلونو تر یو نیم زر ډېرې کورنۍ...

اوچا وايي د ۶ ورځو سیلونو تر یو نیم زر ډېرې کورنۍ اغېزمن کړي

تاند (جمعه، د حمل ۳۰ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي، د اپریل له لسمې تر ۱۶ مې په افغانستان کې سیلونو ۱۵۹۰ کورنۍ اغېزمن کړي دي.

د دې ادارې په وینا، د سیلونو او شدیدو ورښتونو له کبله ۳۵ افغانان مړه شوي، ۴۷ نور ټپيان شوي او ۴۶ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د اوچا پر اساس، په یاده موده کې سیلونو په باغیس کې ۴، په هلمند کې ۵، په فراه کې ۲، په کندهار کې ۴، په کابل کې ۳، په لغمان کې ۲، په ننګرهار کې ۱، په پروان کې ۲ او په اروزګان کې ۱۲ تنه مړه کړي دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره زیاتوي چې سیلونو او ورښتونو ۱۹۸ کورونه ویجاړ کړي، ۷۳۸ نور یې سخت زیانمن کړي او شاوخوا ۶۳۷۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه یې تباه کړې ده.

د اوچا په وینا سیلونو په افغانستان کې ۴۷۰ څاروي تلف کړي دي.

دا په داسي جال کې ده چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزرې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې وروستیو سیلونو او شدیدو ورښتونو په افغانستان کې ۷۰ تنه مړه کړي او ۵۶ نور ټپیان کړي دي.

داسي ښکاري چې د سیلونو له لکه کبله په وروستیو دوو ورخو کې مرګ ژوبلې او تاوانونه ډېر شوي دي.

په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې تر ورځې پورې په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې، برېښنا او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، لوګر، غزني، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، ډایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، بادغیس، غور، هلمند، اروزګان، کندهار او زابل هغه ولایتونو دي چې د باران، واورې، تالندې او سیلونو وړاندوینه پکې شوې ده.

د باران اندازه به له ۱۵ تر ۶۰ میلي مترو پوري او د واورې له ۱۵ تر ۳۹ سانتي مترو پورې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب