Homeخبرونهایران د افغانستان د نمیروز ولایت په پوله کې ازغن سیم نصبوي

ایران د افغانستان د نمیروز ولایت په پوله کې ازغن سیم نصبوي

تاند (جمعه، د حمل ۳۰ مه) ایراني چارواکي وايي چې د خپل هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت په پوله کې ازغن دېوال جوړوي.

د ایران یوه پوځي چارواکي عبدالرحمان ساسانیان پرون (پنجشنبې) وویل، ایراني انجینیرانو له افغانستان سره د سیستان او بلوجستان ولایت د پولې په اوږدو کې د ازغن سیم د نصبولو کار پیل کړی دی.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې له پاکستان سره د سیستان او بلوچستان ولایت د پولې په اوږدو کې د دېوال یا ازغن سیم پلان لري.

ساسانیان وویل:«موږ په دې پروژه کې د ټولو شاملو خواوو د هڅو او همږغۍ له لارې تمه لرو چې له افغانستان سره د ایران په شمال ختیځه پوله کې به له مهالوېش سره سم ازغن سیم نصب شي.»

ایران وروسته له دې دا پرېکړه کړې چې طالبانو د ایران خاورې ته د داعش د څو تاجکستاني غړیو د اوښتو مخه ونیوله.

د داعش په له اړه د اندېښنې ترڅنګ ایران غواړي چې په دې توګه خپلې خاورې ته د غیرقانوني افغان کډوالو مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...